د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور د اختطاف د څېړنې لپاره یو پلاوی پاکستان ته ورسېد


پاکستان کې د افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل لور سلسله علي‌خېل
پاکستان کې د افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل لور سلسله علي‌خېل

یو افغان پلاوی پاکستان ته رسېدلی څو په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل د لور سلسله علي‌خېل د اختطاف موضوع له پاکستاني چارواکو سره وڅېړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا پلاوی به نن د پېښې د بېلابېلو اړخونو په اړه له پاکستاني مسؤلانو سره خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۱» ازادي راډیو ته وویل، حقیقت موندونکی پلاوی به د پېښې په اړه د موندل شویو اسنادو په اړه بحث وکړي.

ښاغلی تهذیب زیاتوي: "د دې سفر هدف د دواړو خواوو ترمنځ د پېښې په اړه د موندل شویو شواهدو او مدارکو شریکول دي، څو د دې اسنادو په رڼا کې د پېښې د عاملانو پېژندنې، نیونې او محکمې ته د وړاندې کولو په برخه کې لازمې پرېکړې وشي."

د جولای په ۱۷مه نېټه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره هوکړه وکړه چې د دې قضیې د لا ښې څېړنې لپاره یو افغان پلاوی اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

دا پلاوی داسې مهال پاکستان ته ځي چې ازادي راډیو ته په یو رسېدلي سند کې ښکاري چې د پاکستان حکومت په بې‌پرې ډول د دې قضیې د پلټلو پر ځای، د حقایقو د پټولو هڅه کړې.

په دې سند کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکل شوي، د ازمایښتونو پایلې ښيي چې سلسله علي‌خېل په جنسي ډول نه‌ده ځورول شوې، خو وهل ټکول شوې او شکنجه شوې ده.

دا سند چې ازادي راډیو ته یوې معتبرې سرچینې سپارلی روښانه کوي چې سلسله له تښتولو وروسته، له رواني ستونزو سره مخ ده.

د دې سند پر بنسټ، له سلسلې علي‌خېل په پاکستان کې د پلټنو بحث هم تر پوښتنې لاندې دی او ښکاري چې پاکستاني چارواکو او پلټونکو په یوه ډول هڅه کړې چې موضوع بل لوري ته یوسي او یا هم حقایق پټ کړي.

هاخوا د سلسلې علي‌خېل پلار نجیب‌الله علي‌خېل په یوه ټویټ کې لیکلي چې لور سره‌یې د خپلو زد‌ه‌کړو د دوام لپاره بهر ته ولاړه.

په اسلام‌اباد کې افغان سفیر زیاته کړې "دا وېروونکې پېښه زموږ د خلکو د ۴۰ کلنې قربانۍ یوه برخه وه، خو د یوه ملت په توګه زموږ اراده پیاوړې ده."

پاکستان کې افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل
پاکستان کې افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل

د سلسلې علي‌خېل له اختطاف وروسته، د دې پېښې په اړه د پاکستاني چارواکو څرګندونو افغان حکومت غصه کړ او په غبرګون کې یې جمهور رئیس غني ټول لوړپوړي ډیپلوماتان کابل ته راوبلل.

د تېرې جولای میاشتې په ۱۶مه نېټه، ماسپښین نږدې ۲ بجې په پاکستان کې د افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل لور سلسله علي‌خېل داسې مهال چې غوښتل‌یې خپل کور ته له نږدې بازاره ستنه شي، اختطاف شوه.

هغه څلور ساعته لا درکه وه، خو وروسته داسې مهال وموندل شوه چې جامې یې شلېدلې او د خپلو څپلکو پر ځای یې پر پښو نارینه زاړه بوټان وو.

په اسلام‌اباد او استانبول کې له سلسلې علي‌خېل شوي معاینات ښيي چې هغې د وهلو او ټکولو او شکنجې له لارې جسمي او روحي ضربه لیدلې.

بې‌خوبي، وېرېدل، وېروونکي خوبونه، ژړل او عصبي شاک له دې پېښې وروسته، لا هم سلسله ځوروي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG