د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

ازادي راډیو ته رسیدلی سند؛ سلسله علي‌خېل څه ډول تښتول شوې؟


په پاکستان کې د افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل لور، سلسله علي‌خېل
په پاکستان کې د افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل لور، سلسله علي‌خېل

د تېرې جولای میاشتې په ۱۶مه نېټه، ماسپښین نږدې ۲بجې په پاکستان کې د افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل لور، سلسله علي‌خېل داسې مهال چې غواړي خپل کور ته له نږدې بازاره بېرته کور ته ستنه شي، اختطاف شوه.

  • خو پېښه څه ډول وشوه؟

سلسله علي‌خېل د اسلام‌اباد له یوې امنې سیمې F7-2 څخه نږدې بازار ته د خپل ورور مصطفی لپاره د یوه کیلي‌بند د پېرلو په نیت په یوه ټکسي موټر کې له کوره راووته. په بازار کې یې نږدې ۱۰ دقیقې تېر کړل او ویې غوښتل چې په یوه بله ټکسي کې خپل کور تنه ستنه شي.

خو له نږدې ۵ دقیقو واټن وهلو وروسته، یو بل شخص د ټکسي په مخ کې سېټ کې کښېناست. سلسلې له موټر چلوونکي سره جنجال وکړ چې ولې یې بل شخص ته د ناستې اجازه ورکړه، ځکه ټکسي دې کرایه کړې وه.

پر دې مهال مشکوک شخص چې له ۴۰ تر ۴۵ کلنۍ عمر یې درلود سلسلې ته بدې رد وویل او ناڅاپي یې پرې برید وکړ. دې برید نږدې ۲ دقیقې دوام وکړ، خو د افغان سفیر لور له دې امله چې ضعیفه او د زړه ناروغه ده، بې هوښه شوه.

دا چې سلسله پر کومه لار او څه ډول یوړل شوه؟ د نوموړې په یاد نه دي، خو ماښام نږدې شپږ بجې د ښار په یوه بله او له کثافاتو په ډکه څنډه کې په داسې وضعیت کې وېښه شوه چې جامې یې شلېدلي او د خپلو څپلکو پرځای یې پر پښو نارینه زاړه بوټان دي.

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت
اسلام اباد کې د افغانستان سفارت

اختطاف کوونکو له سلسلې ټیلیفون نه وو اخیستی، خو د هغې سیم‌کارټ یې ترې وړی وو. سلسلې په همدې بد وضعیت ځان د ټکسي په وسیله تر ښاره ورساوه او د یوه ایسکریم پلورونکي له ټیلیفونه د خپل پلار سکرټر سره چې د باور وړ شخص دی اړیکه ونیوله، څو کور ته یې یوسي.

  • د قضیې څېړنه او د پاکستاني چارواکو چلند

روغتون ته له تلو وروسته، پاکستاني پولیس سیمې ته ورسېدل او له سلسلې په داسې حال کې چې د هغې رواني او فزیکي وضعیت هېڅ ښه نه و، د پېښې پلټنه کوي، خو پرځای د دې چې د هغې له بد وضعیت تصویر واخلي، خپلو تکراري پوښتنو ته دوام ورکوي.

د پېښې په دویمه ورځ یو شمېر ښځینه پولیس سلسله له ځان سره هغه سیمې ته وړي چېرې چې هغه اختطاف شوې وه. پردې ورځ هغه ټیلیفون چې د سلسلې د مور دی او د پېښې په ورځ له سلسلې سره و، پولیسې له ځان سره اخلي او تر ننه ورسره دی.

د پېښې په درېیمه ورځ د افغان سفیر سره یوځای سلسله د پولیسو شپږ کسیزه پلاوي ته ۲ـ۳ ساعته پوښتنې ځوابوي، خو د دې پرځای چې د اختطاف اصلي موضوعاتو باندې بحث وشي، حاشیوي موضوعات مطرح کېږي.

خو د پېښې په ۳مه شپه د جمهور رییس غني د حکم پر بنسټ، ټول لوړ پوړي ډیپلوماټان افغانستان راغوښتل کېږي او سلسله د لا درملنې لپاره استانبول ته استول کېږي.

ازادي راډیو ته د بهرنیو چارو وزارت د یوې سرچینې له خوا د رسېدلي سند له مخې، له سلسلې علي‌خېل په پاکستان کې د پلټنو بحث هم تر پوښتنې لاندې دی او ښکاري چې پاکستاني چارواکو او پلټنونکو په یوه ډول هڅه کړې چې موضوع بل لوري ته یوسي او یا هم حقایق پټ کړي.

په سند کې د دې خبرې د اثبات لپاره د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید څرګندونو ته اشاره شوې چې له پلټنو وړاندې یې ویلي، سلسله نه ده اختطاف شوې.

ازادي راډیو ته رسېدلی سند ښيي چې سلسله په یوه داسې سیمه کې اختطاف شوې چې بشپړ امن او د پاکستاني حکومت تر هر ډول کنټرول لاندې دی، له همدې دا سند په دې برخه کې د پاکستاني حکومت غیر مسوولانه څرګندونې له مسوولیته د تېښتې په معنی بولي.

  • د معایناتو پایله

په اسلام‌اباد او استانبول کې له سلسلې علي‌خېل شوي معاینات ښيي چې هغه د وهلو او ټکولو او شکنجې له لارې جسمي او روحي ضربه لېدلې، خو په جنسي ډول نه ده ځورول شوې.

بې‌خوبي، وېرېدل، وېرونکي خوبونه، ژړل او عصبي شاک له دې پېښې وروسته، لا هم سلسله ځوروي.

  • د پېښې انګېزه

په سند کې د پېښې د انګېزې په اړه دا یو سازمان شوی جنایت بلل شوی چې په ورته وخت کې جنايي، سیاسي او بشري جنایت هم بلل شوی دی.

د دې سند په یوه برخه کې لیکل شوي، انسان تښتونکو د سلسلې له پرېښودو وروسته، هغې ته د پاکستاني کالدارو په یو پنځوسیز نوټ لیکلي: "دا ځل ستا نوبت" چې دا سند یې اشاره په پاکستان کې د افغانستان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل ته کوي.

که څه هم د سلسلې علي‌خېل له اختطاف نږدې ۱۶ ورځې تېرې شوې، خو لا یې هم عاملان نه دي نیول شوي.

داسې مهال چې د پاکستان لومړي وزیر د دې قضیې د عاملانو د موندلو لپاره د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی و.

ازادي راډیو د دې سند او د دې جزییاتو په اړه د بهرنیو چارو وزارت سره هم اړیکه ونیوله، خو ځواب یې ورنه کړ.

سلسله علي‌خېل ۲۶ کاله عمر لري، په نړیوالو اړیکو کې یې لسانس کړی او اوس‌مهال د نړیوال امنیت او د سولې او جنګ مطالعاتو په برخه کې د پاریس په نړیوال پوهنتون کې د ماسټرۍ په زده‌کړو بوخته ده.

XS
SM
MD
LG