د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۴۶

کابل کې مظاهره: افغانستان دې پاکستان سره ټولې اړیکې بې له ځنډه پرې کړي

کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته مظاهره
کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته مظاهره

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر د لور سلسلې عليخیل تښتونې په افغانستان کې سخت غبرګونونه راپارولي او له امله یې نن افغانستان کې لاریونونه وشول.

نن یکشنبه په سلګونو ځوانانو، د پوهنتون استادانو او محصلینو، د مدني ټولنې فعالانو، د ملي شورا یو شمېر غړو او عامو خلکو په کابل کې د پاکستان د سفارت مخې ته لاریون وکړ.

دوی په خپلو شعارنو کې "مرګ پر پاکستان" او "مرګ د پاکستان په استخباراتي ادارې" شعارونه ورکول او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې د عاملینو د محاکمې غوښتنه وکړه.

په دغه لاریون کې برخه اخیستونکي محمود مرهون له خوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې باید د ملګرو ملتونو په سازمان کې د پاکستان پر وړاندې شکایت درج شي.

په دغه لاریون کې برخه اخیستونکي محمود مرهون
په دغه لاریون کې برخه اخیستونکي محمود مرهون

ښاغلي مرهون زیاته کړه:

"موږ د افغانستان پر اسلامي جمهوریت غږ کوو چې له پاکستان سره ټولې ډیپلوماټیکې اړیکې بې له ځنډه قطعه کړي. موږ د افغانستان اسلامي جمهوریت څخه دا هم غواړو چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان په اړه د پاکستان پر وړاندې دعوا پرانیزي."

لاریون کوونکو د پاکستان د سیاسي او مذهبي مشرانو لکه د لومړي وزیر عمران خان او مولانا فضل الرحمن عکسونو ته اور واچولو.

دوی خبرداری ورکړ چې په پاکستان کې د افغانستان د سفیر د لور تښتونه موضوع به بې ځوابه پاتې نه شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي شورا ښځینه غړو په دې پېښه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د پاکستان د پارلمان ښځینه غړو ته یې په یوه لیک کې لیکلي چې پاکستانۍ مېرمنې هغه څه چې د ځان لپاره نه غواړي، زموږ لپاره یې هم باید ونه غواړي.

لاریون کوونکو خبرداری ورکړ چې په پاکستان کې د افغانستان د سفیر د لور تښتونه موضوع به بې ځوابه پاتې نه شي.
لاریون کوونکو خبرداری ورکړ چې په پاکستان کې د افغانستان د سفیر د لور تښتونه موضوع به بې ځوابه پاتې نه شي.

په لیک کې راغلي چې د پاکستان د پارلمان ښځینه غړې باید د دغه قضیې په تړاو خپل غږ اوچت کړي.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "د افغانستان د پارلمان مېرمنو په دغه لیک کې د پاکستان د پارلمان له غړو وغوښتل چې د افغان مېرمنو او د پارلمان غړو لپاره دا موضوع د منلو وړ نه ده او دا د ژورې خواشینۍ وړ ده چې هلته د ډیپلومات او د هغه د کورنۍ ژوند مصؤن نه دی، د یو ډپلومات لور تښتول کېږي، شکنجه کېږي او بیا په سړک غورځولو کېږي، زموږ غوښتنه په جدي ډول دا ده چې د دې موضوع څیړنه وشي او هغه ډله، اداره او یا خلک چې په دې پېښه کې لاس لري، باید مجازات شي."

د لاریون کوونکو له ډلې مصطفی ازادي راډیو ته وویل چې دې پېښې پر افغانانو ژور اغېز کړی دی: "په پاکستان کې د افغانستان د سفیر د لور تښتونه یوه ډېره مهمه مساله ده او باید ژر تر ژره وڅېړل شي او په دې اړه جدي اقدام وشي. که نه نو د افغانستان غیور، معزز او با وقاره خلک به غلې پاتې نه شي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې پر بنسټ، د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر نجیب الله عليخېل لور سلسله عليخېل د څو ساعتونو لپاره وتښتول شوه او تر شکنجې وروسته بېرته خوشې کړای شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار کړ او په دې اړه یې د افغانستان دولت شدید اعتراض څرګند وکړ.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون یوه اعلامیه خپره کړه او ویلي یې دي چې د دې ناوړه پېښې تر خبر ترلاسه کولو وروسته د اسلام اباد پولیسو په دې تړاو څېړنې پیل کړي دي.

پجمهوري ریاست، د ملي مصالحې عالي شورا، مخکیني جمهور رییس حامد کرزي او یو شمېر نورو شخصیتونو دغه پېښه ټکان ورکوونکې بللې او په کلکه یې غندلې ده.

This item is part of
XS
SM
MD
LG