د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

سلګونه افغان دیني عالمان: افغانستان کې روانه جګړه 'جهاد' نه بلکې فتنه ده


ارشیف، د افغانستان دیني عالمان
ارشیف، د افغانستان دیني عالمان

یو ځل بیا سلګونو افغان دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ وبلله او هغه یې مسلمان او افغان وژنه یاده کړه.

دوی چې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۶مه نېټه) په کابل کې د لویې جرګې د خیمې په تالار کې سره راټول شوي وو، پر طالبانو غږ وکړ چې اوربند ته غاړه کېږدي.

د کابل ولایت د دیني عالمانو د شورا رئیس عبدالقادر قانت وویل، د افغانستان او د نړۍ دیني عالمانو روانه جګړه فتنه بللې، نو لازمه ده چې سمدستي باید ودرول شي.

افغانان باید سره متحد شي او د دغه بغاوت او وحشت پر وړاندې ودرېږي.

ښاغلي قانت زیاته کړه: "اوسنۍ جګړه خپلمنځي جګړه، اوسنۍ جګړه افغان وژنه ده، اوسنۍ جګړه نامشروعه ده، چا نامشروع بللې، قران نامشروع بللې، د رسوالله سنت موږ ته نامشروع بللې."

نوموړي ټینګار وکړ چې افغانان باید سره متحد شي او د دغه بغاوت او وحشت پر وړاندې ودرېږي.

په ورته وخت کې د کابل د ولسوالیو د دیني عالمانو د شورا رئیس مفتي جمال الدین فایق وویل چې د جګړې له درېدو سره سم باید د سولې بین الافغان مذاکرات له شرط پرته په کور دننه پیل شي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ له دې ځایه غږ کوو چې په ټول هېواد کې ژر اوربند غواړو، موږ عالمان په ټولو ولسوالیو کې د جګړې د درېدو غوښتنه کوو، موږ په هېواد کې دننه د بین الافغاني ژر مذاکراتو د پيل غوښتنه کوو."

ښاغلی فایق زیاتوي، د دواړو غاړو مذاکراتي پلاوي، له مخکنیو شرطونو چې د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ کوي، باید تېر شي.

دا لومړی ځل نه دی چې دیني عالمان په افغانستان روانه جګړه نامشروع بولي او د سمدستي درېدو غوښتنه یې کوي، بلکې له دې وړاندې هم په وارـ وار په کابل او ځینو ولایتونو کې هم دیني عالمانو ورته غږ پورته کړی و.

دا شان د سعودي عربستان، مصر او د اندونیزیا هېوادونو دیني عالمانو او مفتیان، همداراز ځیني پاکستاني عالمانو هم د افغانستان جګړه ناروا بللې وه او د سمدستي درېدو غوښتنه یې کړې وه.

خو د طالبانو ویاند ذبیح لله مجاهد دا غوښتنه د افغان حکومت ناکامه هڅه بولي.

ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، طالبانو زیاته هڅه وکړه چې د جګړې لپاره بدیله لاره پیدا کړي، څو د سولې مذاکرات پرمخ ولاړ شي، د نوموړي په خبره مقابل اړخ 'افغان حکومت' هغه ټولې هڅې سبوتاژ کړې.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د کابینې په غونډه کې د اوسني وضعیت، وینې توئیدنې او خرابیو مسوول طالبان ووبلل.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو دوو میاشتو کې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی، د طالبانو د ادعاوو له مخې له سلو زیاتې ولسوالۍ یې نیولې، خو د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي چې د ځینو ولسوالیو مرکزونه یې بل ځای ته انتقال کړي چې په وینا یې دا د ولسوالیو د سقوط په معنی نه ده.

XS
SM
MD
LG