د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

د بهرنیو سرتیرو وتل؛ په لومړي ځل بې پیلوټه امریکایي الوتکو پر طالبانو حملې کړي


ارشیف، بې پیلوټه امریکایي الوتکه
ارشیف، بې پیلوټه امریکایي الوتکه

‎له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل وروسته، په لومړي ځل بې پیلوټه امریکایي الوتکو د دغه هېواد په شمال کې پر طالبانو حملې وکړې.

‎دغه حملې د جمعې په ماښام په سپینه ماڼۍ کې د افغانستان د جمهور رییس محمد اشرف غني او د امریکا د جمهور رییس جوبای‌‌‌‌‌‌ډن له لیدو کتو څو ساعته مخکې وشوې.

‎فاکس نیوز د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د یو چارواکي له خولې ویلي چې دا دوې حملې د امریکا بې پیلوټه الوتکو په واسطه په بغلان او کندز ولایتونو کې شوي چې طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

‎پنټاګون تردې دمه په رسمي ډول د دې حملو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

‎د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان هم په دې اړه څه نه وايي، ‎خو د هغو عملیاتو په اړه، چې افغان امنیتي ځواکونو ترسره کړي وايي: "په تېرو ۲۴ساعتونو کې په نهو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې ۲۴۸ طالبان وژل شوي، همدارنګه د افغانستان په شمال کې مو پراخې سیمې او اراضۍ د طالبانو له کنټروله راووېستلې، تېره شپه مو په پکتیا ولایت کې مېرزکه ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیوله، په ټوله کې مو په پکتیا ولایت کې درې ولسوالۍ له طالبانو ازادې کړې، په بغلان کې مو خنجان او دوشي ولسوالۍ هم بېرته ترې ونیولې، همدارنګه په کندز ولایت او پلخمري ښار کې مو هم پرمختګونه روان دي."

‎په ورته وخت کې د ازادي راډیو سیمه ییز خبریالانو راپور ورکړی چې تېره شپه په بغلان، تخار، کندز او فاریاب ولایتونو کې درنې نښتو دوام درلود او د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ په بازار کې ګنو هټیو ته اور اچول شوی.

‎په ورته وخت کې د پروان امنیه قوماندان عبدالرووف ارزګاني تایید کړه چې د دغه ولایت سیاه ګرد او شینوار ولسوالۍ تېره شپه د طالبانو لاسته لوېدلې دي.

‎د امریکا د بې پیلوټو الوتکو په وسیله دا حملې په داسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د افغانستان په وخت تېره شپه له محمد اشرف غني سره په لیدو کتو کې وویل چې پوځیان به یې افغانستان پرېږدي، خو دوی به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي.‎

ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال
ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

ښاغلي بای‌‌‌‌‌‌ډن ټینګار کړی چې امریکا به 'له افغان ځواکونو نه په اقتصادي او سیاسي برخه کې خپلو مرستو ته" دوام ورکوي.

‎خو پوښتنه دا ده چې له اونیو وروسته د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د برید پیغام څه دی؟

د افغانستان د هوایي ځواک متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل
د افغانستان د هوایي ځواک متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل

‎د افغانستان د هوایي ځواک متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل دې پوښتنې ته ځواب وايي: "ولسمشر بای‌‌‌‌‌‌ډن اعلان وکړ چې د سېپټمبر تر ۱۱مې به موږ وځو، خو په مشروط ‌‌‌‌‌‌ډول، دویم یې ویلي چې موږ به هېڅ کله دې ته حاضر نه شو چې کوم ولایت یا ښار د طالبانو لاس ته ولوېږي، دا ‌‌‌‌‌‌ډېر واضح پیغام وه طالبانو ته چې امریکا به لا هم د افغانستان له دولت او امنیتي ځواکونو سره مرسته او له دوی دفاع کوي."

‎د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دا حملې په بغلان او کندز ولایتونو کې د دوی پر جنګیالیو شوي، خو په خبره یې هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول مرګ ژوبله ورته نه ده اوښتې.

‎ښاغلی مجاهد زیاتوي، دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د یادو حملو ځواب ویلی دی.

‎د افغانستان په شمالي ولایتونه کې دې وروستیو ورځو شپو کې سختې او شدیدې نښتې روانې دي چې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ ځینې ولسوالۍ هم لاس په لاس شوي دي.

XS
SM
MD
LG