د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

د رسنیو د نشراتو په اړه مشورتي ناسته؛ افغان حکومت او رسنۍ باید 'واحد صف' کې ودرېږي


په افغانستان کې د رسنیو د ښه او قانونمنده نشراتو په اړه لومړۍ مشورتي ناسته
په افغانستان کې د رسنیو د ښه او قانونمنده نشراتو په اړه لومړۍ مشورتي ناسته

په افغانستان کې د رسنیو د ښه او قانونمنده نشراتو په اړه لومړۍ مشورتي ناسته. دې ناسته کې د افغانستان عدلیې، حج او اوقاف، اطلاعاتو او فرهنګ، ښځو چارو وزراتونو، لویۍ څارنوالي او د خبریالانو د فدراسیون مشرانو ګډون کړی و.

د افغانستان عدلیې وزیر فضل احمد معنوي د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۵» په دغې ناسته کې وايي، په روانو جنګي حالاتو کې حکومت او رسنۍ د ملي ارزښتونو او ګټو لپاره باید په یو صف کې ودرېږي.

نوموړی وايي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې هر یو خپل مسؤلیت ته غاړه کېږدو: "هر یو چې په هر ځای کې یو، په هر رول کې چې کار کوو، دا زموږ مسؤلیت دی چې خپل هېواد د ژغورنې لپاره، د نظام او خپلواکۍ د ساتنې لپاره هر یو خپل مسؤلیت سر ته ورسوو، په دې حساسو شرایطو کې بیا د رسنیو رسالت ډېر مهم دی."

فضل احمد معنوي
فضل احمد معنوي

له دې سره هم‌مهاله د افغانستان د حج او اوقافو وزارت بیا په اوسنیو شرایطو کې له ټولو رسنیو غواړي چې د جګړې د هېڅ اړخ تر فشار لاندې رانه‌شي.

د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي وايي، منبر او رسنۍ کولای شي په جنګي حالاتو کې د خلکو ذهنونه مدیریت کړي.

ښاغلی حلیمي زیاتوي: "هر څوک له خپل میدان نه، له منبر او محراب نه نیولې تر ټلوېزیون او مطبوعات، مدني ټولنو پورې ټول باید سره یو شو او دا هېواد وژغورو، د هر چا رول ډېر مهم دی، خو د مطبوعاتو رول بیا بېخي ډېر مهم دی."

محمد قاسم حلیمي
محمد قاسم حلیمي

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بیا د رسنیو ارزښت ته په اشارې سره وايي، له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره تر دا مهاله ۳،۵۷۷ رسنۍ ثبت دي چې په دې کې ۲۴۸یې ټلوېزیونونه، ۴۳۸یې راډیوګانې، ۱،۴۶۹یې چاپي رسنۍ او ۱۱۹یې خبري اژانسونه دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر محمد قاسم وفايي‌زاده په خبره، دغه ستره لاسته راوړنه نه په اسانۍ سره له‌منځه ځي او نه هم زیان ویني.

نوموړی روانو جنګي حالاتو ته په کتو سره وايي چې ټولې رسني د یو واحد چتر لاندې کولای شي له ترورېزم سره په تبلیغاتي جګړه کې رغنده رول ولوبوي.

محمد قاسم وفایي‌زاده
محمد قاسم وفایي‌زاده

خو د افغانستان د ژورنالېستانو فدراسیون مشر ضیا بومیا بیا وايي، افغان حکومت په خپله د اطلاع رسونې په برخه کې قانون نقض کړی دی.

ښاغلي بومیا وویل: "لکه څنګه چې قانون ښکاره حکم کړی، هغه رسنۍ چې د قانون، ملي ګټو او د خلکو د حقونو خلاف نشرات کوي باید پر وړاندې یې اقدام وشي، موږ هم نه‌غواړو چې داسې رسنۍ او خبریالان زموږ په منځ کې وي چې ملي ګټو او اسلامي اصولو ته ژمن نه‌وي."

ضیا بومیا
ضیا بومیا

افغان حکومت په داسې حال کې په روانو جنګي حالاتو کې د تبلیغاتي جګړې د مدیریت، په دې برخه کې د رسنیو په یووالي او د اطلاعاتو په برخه کې په کره‌والي ټینګار کوي چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو روسنیو کې د افغان حکومت په تبلیغاتي دستګاه نیوکې زیاتې شوي.

د کارپوهانو په باور له فزیکي جګړې د تبلیغاتي جګړې مدیریت د جګړې په ډګر کې د جنګیالیو په روحیه زیات اغېز کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG