د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۴۶

افغانستان

د حج او اوقافو وزیر: رسنۍ دې د خبرونو خپرولو پر وخت له دقته کار واخلي

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي په رسنیو باندې ټینګار وکړ چې د خبرونو د خپرولو په وخت دې له پوره دقت کار واخلي.

حلیمي دا خبره نن سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) په کابل کې د رسنیو د خپرونو د ښه کېدو په تړاو یوې غونډه کې وکړه چې څو نور وزیران او د رسنیو مشران هم په کې ناست وو.

نوموړي وویل: "ازادي د بیان له تعرض نه مصوونه ده. د فرد حقوق په ټولنه کې هم له تعرض مصوون دي. که یو څوک غلط خبر نشروي ټولنې ته یې ضرر رسیږي."

حلیمي انتقاد وکړ چې د ده په حواله څه وخت مخکې رسنیو د طالبانو په تړاو ځینې خبرې له پوره دقت پرته خپرې کړې وې.

د افغانستان د ژورنالیستانو د فدراسیون استازي ضیا بومیا دې غونډې ته په وینا کې له حکومتي چارواکو وغوښتل چې که ټولې رسنۍ مخاطب ګرځول کېږي عادلانه کار نه دی، باید د سرغړونې په صورت کې هره قضیه جلا وڅېړل شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

لینا علم د 'امجن انډیا نړیوال نندارتون' د څارونکي پلاوي غړې وټاکل وشوه

د افغانستان سینما پېژندل شوې هنرمنده لینا علم

د افغانستان سینما پېژندل شوې هنرمنده لینا علم د «۲۰۲۱ کال د امجن انډیا د نړیوال نندارتون» د څارونکي پلاوي غړې ټاکل شوې ده.

دا پروسږ کال هم د دې نندارتون د څارونکي پلاوي غړې وه.

مېرمن علم ازادي راډیو ته وویل: "کوم فلمونه چې یې ماته را استولي باید تر ټولو غوره هنرمندان په‌کې انتخاب کړم. له ۱۷ هېوادونو ۲۹ فلمونه د سیالیو لپاره غوره شوې دي."

دا نندارتون د سپټمبر له ۲۴مې د اکټوبر تر نهمې د اسپانیا په مادرید کې ترسره کېږي.

شاهین قول اردو: پر شبرغان د طالبانو د حملې له تمبولو سره ۵۷ تنه‌یې ووژل شول

ارشیف، جوزجان کې یو شمېر افغان ځواکونه

د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د شبرغان پر ښار یې د طالبانو حملې شاته تمبولې دي.

له تېرې شپې تر نن سهاره د جوزجان د مرکز شبرغان شااوخوا سختې جګړې وې.

د راپورونو له مخې طالبان هڅه کوي چې د جنوب او ختیځ له لوري د شبرغان ښار ته ننوځي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي نن ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو پر ډلو د شبرغان په جنوب کې د حسن تابین په کلي کې او د دې ښار ختیځ لور ته د صوفي قلعه په سیمه کې بمباري شوې ده چې د طالبانو ۵۷ کسان وژل شوي دي.

ښاغلی رضايي زیاتوي: "په مجموع کې د دوی د درې قوماندانانو په ګډون ۵۷ کسان تېره شپه وژل شوي دي."

ښاغلي رضایي دا ادعا هم وکړه چې د دې هوایي بریدونو پر مهال د طالبانو ۱۸ تنه ټپان شوي دي.

طالبان ادعا کوي چې د صوفي قلعه سیمه‌یې نیولې ده، خو چارواکي دا ادعا بې‌بنسټه بولي.

هرات کې د 'الله اکبر' له ویلو د اشرف غني هرکلی او پر طالبانو یې سخت انتقاد

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هرات ښار د اوسېدونکو د تېرې شپې د الله اکبر د ویلو د هرکلي ترڅنګ نن په کابل کې پر طالبانو سخت انتقاد وکړ.

ښاغلی غني زیاتوي: "طالب دې پوه شي چې دا خاوره تل په الله اکبر درېدلې او الله اکبر دوی ته څوک نه‌ورکوي، د دوی کار فتنه دی، فساد دی، وژل دي."

هراتیان ماخوستن مهال د خپلو کورونو بامونو ته پورته شول او د امنیتي ځواکونو په ملاتړ او د طالبانو پر ضد یې شعارونه ورکړل.

دا اعتراض داسې مهال کېږي چې د هرات ښار په څنډو کې له تېرو شااوخوا شپږو ورځو راهیسې د طالبانو او امنیتي ځواکونو جګړه روانه ده.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي ازادي راډیو ته وویل چې له دې جګړو ۲۷ مړي او نږدې ۲۰۰ ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.

افغانستان کې د طالبانو بریدونو ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر ژوره اندېښنه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو راپورونو ته ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

ښاغلي بلېنکن په واشنګټن کې وویل: "موږ په بېلابېلو سیمو کې چې د طالبانو تر برید لاندې دي، د دوی د جنایتونو راپورونه لیدلي دي، دا راپورونه د ژورې اندېښنې وړ دي او دا جنایتونه یو مخ د منلو نه‌دي."

د بلېنکن تر دې څرګندونو مخکې پرون په کابل کې د امریکا او بریتانیا سفارتونو څرګنده کړه چې طالبانو د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې په لسګونه ملکیان وژلي دي.

طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

تر دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي و چې په سپین بولدک کې یې شااوخوا ۴۰ کسان تشخیص کړي چې طالبانو وژلي دي.

چارواکي: په سرپل کې ۳۶ شنې خونې جوړیږي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګول وزارت وايي، په سرپل ولایت کې د ۳۶ شنو خونو رغنیزې چارې پیل شوې.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه (د زمري ۱۲مه) ازادي راډيو ته ویل، دغه شنې خونې چې هر یوه یې اته په ۲۰ مترو کې ده، د سرپل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې جوړېږي.

د ښاغلي رستمي په خبره یادې شنې خونې چې د رغولو ټولیز لګښت یې ۲۵ میلیونه او ۹۰۰ افغانۍ دی، له تشویقي بودجې څخه د سبو د کرکېلي دودولو په پار جوړېږي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې په یاد ولایت کې له دې وړاندې هم د کرنې ریاست او همکارو موسسو له خوا د سبو د کرکېلي په پار ۱۶۴ شنې خونې جوړ شوي دي.

د افغانستان بانک له انټرنیټ پرته د پيسو د لېږد پروګرام پرانېست

د افغانستان بانک

د افغانستان بانک له انټرنیټ پرته د عادي ټیلیفونونو له لارې د معاشونو د ورکړې او د پيسو د لېږد پروګرام تېره ورځ پرانېست.

د افغانستان بانک په اعلامیه کې د بانک د سرپرست اجمل احمدي له قوله ویل شوي، له دې وروسته د دولت ټول ملکي او نظامي کار کوونکي د عادي ټیلیفون په لرلو سره خپل حسابونه چیک او خپلې تنخواګانې خپلې کورنۍ او هرهغه چاته چې دوی یې وغواړي، لېږدولی شي.

په اعلامیه کې د جمهور رییس محمد اشرف غني له قوله راغلي، دا سیستم به د فساد او ناسمو ګټو د مخنیوي او شفافیت په برخه کې ګټور تمام شي.

ښاغلي غني ویلي چې دا سیستم او تجربه په افریقا کې هم بریالۍ وه.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د افغانستان د ملکي او پوځي کار کوونکو تنخواګانې د بانکونو له لارې ورکول کېږي چې چېک او لېږد یې ځیرک ټیلیفونونو او انټرنیټ ته اړتیا لري.

یوناما: د افغان جګړې ښکېلې غاړې دې ملکي خوندیتوب ته ډېره هڅه وکړي

ارشیف، د هرات یو روغتون

ملګري ملتونه وایي، د افغانستان د جګړې ښکېلې خواوې باید د ملکیانو خوندیتوب ته ډېره هڅه وکړي، که نه ناورین به رامنځته شي.

افغانستان کې د دغه سازمان مرستندوی ماموریت یا یوناما نن سې شنبه (د زمري ۱۲مه) ویلي، د طالبانو ځمکنۍ جګړې او د افغان ځواکونو هوایي عملیات د ډېر زیان لامل کېږي.

یوناما پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، یوازې تېرو درېیو ورځو کې په لښکرګاه او کندهار ښارونو کې ۱۵ تنه ملکیان وژل شوي او شااوخوا ۱۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د یوناما په وینا زرګونه کسان له دې جګړو بې ځایه شوي او ګڼ نور په وېره کې ژوند کوي.

کندهار، هلمند، هرات، تخار او جوزجان هغه ولایتونه دي چې تېرو څو ورځو کې د جګړې راپورونه ترې خپریږي.

د هلمند پوځي چارواکي: د زندان ماتولو لپاره د طالبانو هڅه شنډه شوه

په هلمند کې امنیتي ځواکونه د عملیاتو پرمهال

په هلمند کې د پوځ چارواکي وایي چې د لښکرګاه زندان د ماتولو لپاره یې د طالبانو هڅه شنډه کړې ده.

د ۲۱۵ میوند قل اردو قوماندان جنرال سمیع سادات خبریالانو ته ویلي، اوس طالبان د محبس له شااوخوا سیمو په شا شوي دي: "نن سهار وختي طالبانو د لښکرګاه پر محبس باندې کوښښ وکړ چې حمله وکړي، څو ماینونه یې هم د دیوال شاته وچوول، خو وېې نه شوای کولی چې محبس ته داخل شي، طالبان همغلته مړه شول، مړي یې هم پراته وو او شکست یې وخوړ ولاړل."

په لښکرګاه کې له پرون راهیسې طالبان او افغان ځواکونه په جګړه بوخت دي.

دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د طالبانو پرضد یې عملیات پيل کړي او ادعا کوي چې له پرون راهیسې یې ۷۷ تنه وژلي دي.

د لښکرګاه یوه اوسیدونکي د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې دوی جګړې اندېښمن کړي او په کورونو کې بند پاتې دي.

خلیلزاد: که افغانان جوړ جاړی ونه کړي، بلې جګړې سره به مخ شي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، که افغانان سیاسي جوړ جاړی ونه کړي، له یوې بلې دوامداره جګړې سره به مخامخ شي.

زلمي خلیلزاد له ازادي راډیو سره په ځانګړي مرکه کې ویلي، د افغانستان دولت او طالبان باید دواړه د هېواد ملي ګټو ته پر شخصي هغو لومړیتوب ورکړي: "د سولې خبرې چې د هوکړې له لاسلیک وروسته شروع شوې، لازم پرمختګ یې نه دی کړی، دواړه لوري ډېره هڅه کوي چې له پوځي لارې ستونزه هواره کړي، اوس د دې وخت را رسیدلی چې رهبران د جګړې د حل لارې پرځای خبرې جدي پيل کړي او لومړیتوب دې ته ورکړي چې یوې هوکړې ته ورسیږي."

ښاغلی خلیلزاد وایي، د جګړو دوام یوازې افغانانو ته زیان اړوي او بله کومه ګټه نه لري.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې طالبانو په هرات، کندهار، هلمند او یو شمېر شمالي ولایتونو کې جګړې زیاتې کړي دي.

له خلیلزاد سره د ازادي راډیو بشپړه مرکه په راتلونکو خپرونو کې اوریدلی شی.

د هرات ښاریانو د 'الله اکبر' په ویلو له امنیتي ځواکونو ملاتړ وښود

ارشیف، هرات کې یو امنیتي سرتیری د تلاشۍ پر مهال

د هرات ښار اوسیدونکو تېره شپه په ناببره توګه د 'الله اکبر' په ویلو د امنیتي ځواکونو ملاتړ څرګند کړ.

هراتیان ماسخوتن مهال د خپلو کورونو بامونو ته پورته شول او د امنیتي ځواکونو په ملاتړ او د طالبانو پر ضد یې شعارونه ورکول.

دا اعتراض داسې مهال کېږي چې د هرات ښار په څنډو کې له تېرو شااوخوا شپږو ورځو راهیسې د طالبانو او امنیتي ځواکونو جګړه روانه ده.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي ازادي راډیو ته ویلي چې له دې جګړو ۲۷ مړي او نژدې دوه سوه ټپیان روغتون ته ور وړل شوي چې ملکیان هم په کې دي.

د امنیتي ځواکونو په ملاتړ د هراتیانو نوی حرکت د لوړ پوړو چارواکو له خوا په پراخ ډول ستایل شوی دی.

د امریکا پلان: زرګونه نور افغان همکاران به هم را انتقال کړو

د امریکا ویزه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه پلان اعلان کړی چې له مخې یې زرګونه تنه نور افغانان چې له امریکایانو سره یې کار کړی متحدو ایالاتونو ته انتقالېږي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په دې نوي پلان کې هغه کسان شامل دي چې د امریکا په تمویل شوېو پروژو، غیر حکومتي ادارو او رسنیو کې یې کار کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي، د طالبانو وروستي تشدد ته په پام سره د امریکا حکومت هڅه کوي، څو ځانګړو افغانانو ته په متحدو ایالاتو کې د کډوال په توګه د ژوند امکان برابر کړي.

د بیان له مخې په دوی کې هغه کسان هم شامل دي چې په امریکايي موسسو کې یې کار کړی.

بیان زیاتوي چې د نوېو معیارونو پر اساس د زرګونه افغانانو او د هغو د کورنیو د غړو لپاره چې کېدای شي ژوند یې له ګواښ سره مخامخ وي، په متحدوایالاتونو کې د دایمي استوګنې فرصتونه پراخېږي.

ولسمشر جو بایډن د کانګرس د غړو او فعالانو له خوا تر فشار لاندې دی، څو له هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې ژوند یې د طالبانو له خوا د غچ اخېستنې د حملو له ګواښ سره مخامخ دی.

د افغانستان پولې ته نږدې روسیې او ازبیکستان پوځي تطبیقات پیل کړي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په داسې حال کې چې له افغانستانه د ناامنیو راپورونه ورکول کېږي د روسیې او ازبیکستان ګډو ځواکونو د افغانستان پولې ته نژدې پوځي تطبیقات پیل کړي.

تاس خبري اژانس د روسي چارواکو له قوله وايي، دا پنځه ورځني تطبیقات چې شااوخوا یو نیم زر روسي او ازبیکستاني سرتېري ګډون په کې لري، پرون د زمري په یوولسمه حیرتان ته نژدې د ازبیکستان په ترمز ښارګوټي کې پیل شول.

روسیې ویلي دي چې تردې په زیات شمېر نور سرتيري به په جلا پوځي تطبیقاتو کې د ګډون لپاره تاجکستان ته واستوي. دا پوځي تطبیقات چې د تاجکستان، روسیې او ازبیکستان پوځي ځواکونه به په کې شامل وي. د زمري په ۱۴مه پیلېږي او پنځه ورځې دوام کوي.

ازبیکستان ویلي دي چې په درې اړخیزو تطبیقاتو کې د ګډون لپاره یې ځواکونه د ګډ سرحد له لارې تاجکستان ته رسېدلې دي.

له افغانستانه د امرکا او ناټو د پوځي ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل سره سم د افغانستان په امنیتي وضعیت کې یو ناڅاپه بدلون راغی او طالبانو د هېواد په شمال او جنوب کې ډېرې پراخې سیمې ونیولې.

دې موضوع د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو په تېره تاجکستان او ازبیکستان کې هم پراخې اندېښنې رامنځ ته کړې.

کندهار کې جګړې؛ چارواکي: ۲۲ زره کورنۍ له خپلو مېنو رابې ځایه شوي

کندهار کې د جګړو له امله رابې ځایه شوي کډوال

د کندهار ښار په ناحیو او ولسوالیو کې د جګړو له کبله په تېرو درېیو اونیو کې شااوخوا دوه ویشت زره کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس دوست محمدنایاب تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، د دې کډوالو یوه برخه چې ډېری ښځې او ماشومان دي په دولتي ودانیو کې ځای پرځای شوې دي.

نایاب وویل: "نژدې دوه ویشت زره کورنۍ د کندهار ښار له اوو ناحیو او هغو ولسوالیو څخه چې جګړې په کې روانې دي، د کندهار امن سیمو ته را بې ځایه شوي. موږ تقریباً نهه نیم زره کسان په دولتي تاسیساتو کې ځای پرځای کړي دي چې اکثریت ماشومان او ښځې دي."

د کندهار په پنځمه، نهمه، دیارلسمه او پنځلسمه ناحیه کې له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ سختې جګړې روانې دي چې له کبله یې زرګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوې دي.

دوحه کې اروپايي ټولنې ته د سولې د خبرو په اړه د افغان دولت ډاډ

ارشیف، دوحه کې د طالبانو سیاسي استازي

په دوحه کې په بین الافغاني خبرو کې د افغان دولت مذاکراتي پلاوي د اروپايي ټولنې له چارواکو سره په کتنه کې د افغان دولت له لوري، د سولې د بامفهومه مذاکراتو د پرمخ بیولو ډاډ ورکړی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون دوشنبه (د زمري ۱۱مه) خپره شوه، ویلي دي چې د ولسمشر سلاکار عبدالسلام رحیمي او د مذاکراتي ټیم نورو غړو پرون د اروپايي ټولنې له مرستیال انریک مورا او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکلسن Tomas Niklasson سره په دوحه کې وکتل او د سولې د مذاکراتو د پروسې پر وروستیو پرمختګونو یې رڼا واچوله.

بیان زیاتوي چې د اروپايي ټولنې مرستیال ښاغلي مورا په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د خلکو او دولت له لاسته راوړنو څخه ملاتړ اعلان کړ.

په بین الافغاني خبرو کې د افغانستان د دولت او طالبانو مذاکراتي ډلې له مودو راهیسې دوحه کې دي خو د سولې د خبرو بهیر وروسته له دې چې جګړو په ټول افغانستان کې زور واخېست، په ټپه درېدلی دی.

د بې‌پولې ډاکترانو سازمان افغانستان کې د جګړو زیاتېدو په اړه اندېښنه وښوده

ارشیف، د افغانستان په کندز ولایت کې د بې‌پولې ډاکترانو سازمان روغتون مخ ته ولاړ د دغه روغتون ډاکتران او د افغان ځواکونو یو ټانک او سرتېری

د بې‌پولې ډاکترانو سازمان (اېم‌اېس‌اېف) په افغانستان کې د جګړو د زیاتوالي په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

دې سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې له مې راهیسې جګړو زور اخیستی، خو په وروستیو اوونیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ شخړو کې لا پسې ډېروالی راغلی او شخړې د هلمند ولایت د لښکرګاه په شان ښاري سیمو ته ننوتي.

په هلمند کې د (اېم‌اېس‌اېف) همغږې کوونکې سارا لیهي ویلي: "په ګڼ مېشتو سیمو کې د مرمیو انداخت، هوایي بریدونه او د هاوانونو توغول په دوامداره توګه ترسره کېږي. کورونه بمبارېږي او ډېر شمېر خلک له سختو ټپونو ځورېږي."

مېرمن سارا زیاته کړې چې په ښاري سیمو کې د جګړو زیاتېدو د «اېم‌اېس‌اېف» کارکوونکي وېرولي دي.

«اېم‌اېس‌اېف» ویلي که څه هم د سختو ټپیانو درملنه د دوی په غاړه نه‌وه، خو اوس په ورځ کې د ۱۰ ټپيانو جراحي عملیات کوي.

د بې‌پولې ډاکترانو د بیان له مخې په ټوله کې، د مې میاشتې له ۳مې بیا د جولای تر ۳۱مې، د «اېم‌اېس‌اېف» ټیمونو د شخړو له کبله د ۴۸۲ ټپي شویو کسانو درملنه وکړه چې نږدې ۹۲ سلنه کسان د چرو او مرمیو له کبله ټپیان شوي وو او نږدې څلورمه برخه یا ۲۶٪ سلنه له ۱۸ څخه کم عمره کسان وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG