د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

د پکتیا اوسیدونکي: طالبانو مخابراتي خدمات ځنډولي؛ طالبان: امنیتي ستونزې دي


د پکتیا ولایت
د پکتیا ولایت

د پکتیا اوسیدونکي وایي، وروسته له هغې چې وسله والو طالبانو د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو خدمات بند کړل، دې وضعیت دوی له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی د جګړې له ښکېلو لوریو غواړي چې د ولس له ځورولو او عامه شتمنیو ته د زیان رسولو څخه ډډه وکړي.

۲۸ کلن احمد بهار د پکتیا هغه لوستی ځوان چې له تېرو څو کلونو راهیسې په کابل کې په دنده بوخت دی وایي، له کله چې پکتیا کې مخابراتي شبکې بندې شوي، دی د خپلې کورنۍ او دوستانو هېڅ خبر نه لري او دې وضعیت ډېر اندېښمن کړی دی.

بهار له مخابراتي شبکو ورپېښو ستونزو ته په اشارې وایي: "پوره میاشت وشوه چې د خپلې کورنۍ سره اړیکه نه لرم او نه دوی زما په اړه معلومات لري، له یوه میاشت راهیسې هلته جنګ روان دی، نو حتماً سړی اندېښمن کېږي."

یوازې د خلکو ترمنځ د اړیکو پرېکون نه دی چې د مخابراتي شبکو د بندښت له امله ترې خلک ځوريږي، بلکې ګڼې ادارې هم د خپلو خداماتو پر وړاندې کولو کې له ستونزو سره مخ شوي دي.

۲۸ کلن احمد بهار وایي، له کله چې پکتیا کې مخابراتي شبکې بندې شوي، دی د خپلې کورنۍ او دوستانو هېڅ خبر نه لري
۲۸ کلن احمد بهار وایي، له کله چې پکتیا کې مخابراتي شبکې بندې شوي، دی د خپلې کورنۍ او دوستانو هېڅ خبر نه لري

په پکتیا کې ځایي خبریالان او د رسنیو مسوولین وایي، په دې ولایت کې د مخابراتي شبکو له بندښت سره سم یې له ټولو ولسوالیو سره اړیکه پرې شوې او مالوماتو ته یې لاسرسی سخت شوی.

دې ولایت کې د ژوند په نوم د یوې خصوصي راډیو د نشراتو مدیر تواب ارمان وایي، د دې راډیو د ژوندیو خپرونو زیاتره برخه ټیلیفوني اړيکې جوړوي چې دا مهال په کې د اورېدونکو شمېر د پام وړ کم شوی دی.

ارمان وايي: "پکتیا کې ټولې رسنۍ هغه خپرونې چې پخوا په کې د اورېدونکو ګډون زیات وو، اوس هغسې نه دی، یعنې ډېر ستونزو سره مخ یو، بل مېلمانه هم ډېر په سختۍ له سټوډیو سره وصلېږي، ځکه د ټیلیفون له لارې نه وصلېږي، مجبور یو اوس ډېر تولیدي او ثبت شوي مسایل خپاره کړو."

په پکتیا کې له تېرو درېیو اوونیو راهیسې په مرکز او ولسوالیو کې جګړو زور اخېستی چې ورسره هم مهاله د مخابراتي شبکو خدامات هم بند شوي دي.

د افغانستان د اترا اداره وایي، دا کار وسله والو طالبانو کړی او مخابراتي شبکو ته یې د فعالیت د نه بندولو په غبرګون کې د دوی د انتنونو د له منځه وړلو ګواښ کړی دی.

د دې ادارې ویاند سعید شینواري ازادي راډيو سره د خبرو پرمهال له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د مخابراتي شبکو د خداماتو په بندولو سره دې خلکو ته ستونزې نه جوړوي.

سعید شینواری، د اترا ویاند
سعید شینواری، د اترا ویاند

ښاغلي شینواري زیاته کړه: "امنیتي تهدیداتو له مخې ګڼ شمېر، خو تخنیکي ستونزو له امله ډېر کم شمېر سایټونه بند دي، د تخنیکي ستونزو د حل لپاره اترا اداره لاس په کار شوې، اما د امنیتي ستونزو مساله مو امنیتي ارګانونو سره شریکه کړې، څو د یوه مېکانېزم له مخې مخابراتي سایټونه له تهدیداتو وژغوري."

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې د امنیتي ستونزو له امله یې په دې ولایت کې د مخابراتي شبکو خدامات ځنډولي دي، ځکه په وینا یې له دې لارې یې جنګیالي په نښه او وژل کېږي.

دی وایي، د وضعیت په ښه کېدو سره به مخابراتي شبکو ته بېرته د فعالیت اجازه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې لاهم په پکتیا کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د ولسوالیو نیول او سقوط لاس په لاس کېږي او جګړه لا هم نه ده کمه شوې.

XS
SM
MD
LG