پاکستان وایي، په لاهور کې د جون میاشتې په چاودنه کې د هند لاس و.
د اسوشیټډ خبري اژانس د راپور پر بنسټ، پر هند دغه تور د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ولګاوه او ویېویل چې د دغې خونړۍ موټربم چاودنې په اړه څېړنو کې معلومه شوې چې د دې حملې اصلي طراح د هند د استخباراتو ادارې یو کارکوونکی دی.
معید یوسف پرون یکشنبې په اسلاماباد کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې تحقیقاتو ښودلې چې دغه سړی د هند تبعه دی، هغه هېواد کې اوسي او د هند د استخباراتو ادارې راو (RAW) سره کار کوي. نوموړي د دې حملې د مشکوک طراح نوم ونهښود.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار وویل، د عدلي طب د څېړنو او الکترونیکي وسایلو چې له دغو ترورېستانو څخه ترلاسه شوي، د دغې حملې اصلي طراح او نور عاملان پېژندل شوي او په دې کې هېڅ شک نهشته چې د دې حملې اصلي طراح یو هندی او د هند د استخباراتو د ادارې کارکوونکی دی.
نوموړي زیاته کړه چې پاکستان به په دې اړه چې هند د دغسې حملو تمویلوونکی دی، په نړیواله کچه د افشا کېدو هڅو ته دوام ورکړي.
دغه چاودنه د هند ضد سختدریځي حافظ سعید د کور په مخ کې شوې وه. نوموړی هغه کس دی چې د امریکا متحده ایالاتو ترورېست نومولی او پر سر یې ۱۰ ملیونه ډالره انعام ټاکلی.
هند هم حافظ سعید په ۲۰۰۸ کال په ممبیي کې د خونړیو بریدونو اصلي طراح بللی چې نږدې ۱۷۰ تنه پهکې ووژل شول.
د لاهور په چاودنه کې سعید ته زیان نهو رسېدلی، خو درې تنه پهکې مړه او ۲۴ ژوبل شوي وو.
هند او پاکستان تل یو د بل په خاوره کې د دا ډول پټو حملو تورونه پر یو بل لګوي. هند او د امریکا متحده ایالاتو چې د حافظ سعید غوښتونکي دي، پر پاکستان انتقاد کړی چې د هغه په وړاندې یې جدي اقدام نهدی کړی.
د پنجاب د پولیسو مشر انعام غني ویلي چې ټول هغه کسان چې په دغه بم چاودنه کې یې لاس درلود نیول شوي دي.
اسوشیټډ پرس خبري اژانس د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار د دغې ادعا په اړه د هند د بهرنیو چارو وزارت له ویاند اریندام بګچي سره تماس نیولی، خو نوموړي تر اوسه په دې اړه څرګندونې نهدي کړي.