د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

هند: پر "امرنات" د برید په پلان کې د پاکستان پوځ لاس لري


آرشیف، په کشمیر کې هندي پوځيان
آرشیف، په کشمیر کې هندي پوځيان

د هند امنیتي چارواکو پرون د اګست په دوهمه وویل چې داسې شواهد یې موندلي چې وسله والو کسانو چې د پاکستان پوځ یې ملاتړ کوي، په کشمیر کې د هندوانو په یوه عبادت ځای د حملې پلان جوړ کړی و.

د روان میلادي کال د فبرورۍ په څوارلسمه په هندي کشمیر کې د هند د پولیسو پر یوه موټر چاودنه وشوه چې له ۴۰ زیات هندي ملېشه پولیس په کې ووژل شول چې له هغه وروسته د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ لا زیات شو.

د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۱۴مه په هندي کشمیر کې د هند د پولیسو پر موټر چاودنه
د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۱۴مه په هندي کشمیر کې د هند د پولیسو پر موټر چاودنه

د روېټرز خبري اژانس په حواله، هندي چارواکي وايي چې وسله والو کسانو پلان جوړ کړی و چې د امرنات په غار کې چې د هندوانو لپاره ډېر سپېځلی ځای دی او هر کال زرګونه هندوان د عبادت لپاره ورځي، چاودنه وکړي.

د هندي لوري په وینا، د چاودېدونکو موادو په هغه بسته کې چې موندل شوې، داسې ماینونه هم شامل وو چې د پاکستان ساخت نښه ورباندې نښلول شوې وه.

روېټرز خبري اژانس وايي، د هند تر واکمنۍ لاندې کشمېر کې حکومت پرون حکم صادر کړ چې د امرنات غار ته د عبادت لپاره د زیارت کوونکو تګ بند شي او پر هغو کسانو چې وار له مخه هلته ورغلي، امر وشو چې خپلو کورونو ته ستانه شي.

د جامو او کشمیر حکومت وویل چې دا اعلان يې د استخباراتي معلوماتو پر بنا کړی دی.

د هند د پوځ یوه جنرال "ک. ج. اس دیلون" پرون په سرینګر کې خبریالانو ته وویل: پر ماینونو د پاکستاني فابریکو نښان په وضاحت دا څرګندوي چې د پاکستان پوځ په کشمیر کې په ترورېزم کې لاس لري.

د پاکستان پوځ یا خارجه وزارت تر اوسه پر دې مسئلې نظر نه دی څرګند کړی.

خو د پاکستان حکومت تر دې وړاندې مکرراً د سیمې په کچه په ترورېستي فعالیتونو کې لاس درلودل رد کړي دي.

د پاکستان حکومت وايي چې په وروستیو میاشتو کې یې پر اسلامپالو افراطي ډلو محدودیتونه زیات کړي دي.

پاکستان دې ته هم اشاره کوي چې په پاکستان کې د افراطي افکارو ملاتړ کوونکی حافظ سعید یې نیولی دی.

په پاکستان کې د افراطي افکارو ملاتړ کوونکی حافظ سعید
په پاکستان کې د افراطي افکارو ملاتړ کوونکی حافظ سعید

​حافظ سعید تورن دی چې د هند په ممبی ښار کې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د ترورېستي حملو په پلان کې یې لاس درلود.

هغه مهال په ممبی کې ۱۶۶ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان شوي وو.

په هند کې د ساون فصل روان دی او هندوان له دې میاشتې سره تړلي مذهبي مراسم ترسره کوي.

د امرنات غار ته تګ او هلته عبادت هم د دې میاشتې په خاصو مناسبتونو کې شاملېږي.

XS
SM
MD
LG