د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۰۸

د چین د کمونېست ګوند ۱۰۰مه کالیزه او د شي جین پېنګ نوي خبرداري

د چین جمهور رئیس شي جین پېنګ د چین د کمونېست ګوند د تأسیس د ۱۰۰مې کالیزې په مناسبت غونډه کې
د چین جمهور رئیس شي جین پېنګ د چین د کمونېست ګوند د تأسیس د ۱۰۰مې کالیزې په مناسبت غونډه کې

د چین جمهور رئیس شي جین پېنګ د چین د کمونېست ګوند د تأسیس د ۱۰۰مې کالیزې په مناسبت د دې ګوند بریاوې وستایلې.

په دې مناسبت زرګونه کسان د تیانانمن په میدان کې راټول شوي وو.

شي جین پېنګ په خپله یوه ساعته وینا کې د ده په وینا د بهرني ځواکونو له‌خوا پر چین د فشار راوړلو په وړاندې خبرداری ورکړ.

ده په خپله دې وینا کې په اقتصادي هوساینه او په نړۍ کې د پیکېنګ د اوسني وضعیت په برخه کې د چین د کمونېست ګوند بریاوې مهمې وبللې.

د چین کمونېست ګوند په ۱۹۴۹ میلادي کال کې د نړۍ په دې ګڼ وګړي هېواد کې واک خپل کړ. دا ګوند د ۹۲ ملیونو غړو په لرلو په نړۍ کې تر ټولو لوی سیاسي تشکیل ګڼل کېږي.

د چین د کمونېست ګوند د تأسیس ۱۰۰مه کالیزه
د چین د کمونېست ګوند د تأسیس ۱۰۰مه کالیزه

د چین ولسمشر ژمنه وکړه چې یو پیاوړی نظامي ځواک جوړوي او د تایوان د بېرته یوځای کېدو غوښتونکی شو. شي جین پېنګ همدارنګه د هانګ کانګ پر نیمه خپلواکۍ ټینګار وکړ.

خو پیکېنګ په هانګ کانګ کې د وروستیو اقداماتو له کبله چې دغلته‌یې د چین د ملي امنیت د لانجمن قانون په وړاندې راپورته شوي اعتراضونه وځپل او همدارنګه په شینجن کې د اویغور ټبرو مسلمانانو سره د ناسم چلند له کبله له سختو نړیوالو انتقادونو سره مخ دی.

د چین د کمونېست ګوند د جوړېدو د ۱۰۰مې کالیزې په مناسبت د دې ګوند د واک او ځواک ننداره په داسې مهال جوړېږي چې لوېدیځ پیکېنګ ته د یو سیاسي، اقتصادي او پوځي رقیب او د نړۍ د دوهم لوی اقتصاد په سترګه ګوري.

شی جین پېنګ په دې وینا کې خبرداری ورکړ چې د چین خلک به اجازه ورنه‌کړي څو کوم بهرنی ځواک پر دوی د ده په وینا بلوسه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، هر هېواد چې داسې نیت ولري، د شي جین پېنګ په وینا به "د فولادو له یو داسې دېوال سره مخ شي چې د ۱،۴ میلیارده چینايانو له وین او تن جوړ شوی وي." شي د داسې کوم ځواک نوم وانه‌خیست.

دا مراسم په داسې حال کې جوړېږي چې د شینجن په ایالت کې د ترک ټبرو اویغوریانو سره د چین د حکومت پر ځوروونکي چلند او همدارنګه له تبت او هانګ ګانګ څخه د ډیموکراسي پلوو فعالانو په زنداني کولو په نړیواله کچه پر چینايي واکمنو پراخ انتقادونه کېږي.

چین چې د کرونا ویروس د خپرېدو سرچینه بلل کېږي، راپورونه وايي د دې هېواد د کمونېست ګوند د ۱۰۰مې کالیزې په مراسمو کې راټولو شویو زرګونه خلکو ډېرو یې ماسکونه نه‌وو تړلي او له یو بل څخه‌یې ټولنیز واټن هم نه‌و ساتلی.

د چین د کمونېست ګوند د جوړېدو د ۱۰۰مې کالیزې په مناسبت غونډه کې یو شمېر چینايي پوځیان
د چین د کمونېست ګوند د جوړېدو د ۱۰۰مې کالیزې په مناسبت غونډه کې یو شمېر چینايي پوځیان

د چین جمهور رئیس په خپله وینا کې دا هم وویل چې د عصري پوځ په جوړولو به د خپل حاکمیت، امنیت او پرمختیا ساتنه وکړي.

شي جین پېنګ پر ولسمشرۍ سربېره د چین د مرکزي پوځي کمېسیون رئیس هم دی چې وسله‌وال ځواکونه‌یې کنټرول کې دي.

د شي جین پېنګ د دې وینا ډېره برخه د چین د کمونېست ګوند پر ټولنیزو او اقتصادي بریاوو راڅرخېده او په دې لړ کې نوموړي ادعا وکړه چې ګوند یې سلګونه ملیونه چینایان له لوږې ژغورلي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG