د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

د ناټو مشران: د چین او روسیې د هر ډول ګواښونو پر وړاندې به په ګډه مبارزه کوو


د ناټو مشران
د ناټو مشران

د ناټو مشرانو موافقه وکړه چې د چین د ځواک د پیاړي کېدو، د روسیې د تهاجمي اقداماتو او د نورو دولتي او غیر دولتي لوبغاړو د هر ډول ګواښونو پر وړاندې به په ګډه مبارزه کوي.

په هغې ګډه اعلامیه کې چې پرون دوشنبه (د غبرګولي ۲۴مه) د دې سرمشریزې په پاې کې خپره شوې، ویل شوي چې دا تړون یو د بل څخه د دفاع په اړه خپلو ژمنو او وړتیاوو ته ژمن، متحد او ټینګه اراده لري.

په اعلامیه کې د روسیې په اړه ویل شوي، تر هغو پورې چې روسیه دا ونه ښیي چې نړیوالو قوانینو ته ژمنه ده، ډېره لېرې بریښي چې د لویدیځ او مسکو ترمنځ دې اړیکې بېرته عادي شي.

د ناټو د غړیو هېوادونو مشرانو له چینه غوښتي چې پر نړیوالو ژمنو دې ودریږي او په نړیوال سیسټم کې د یوه ستر قدرت په توګه په تېره بیا فضایي، سایبري او بحري برخو کې دې خپل مسوولیت ته اوږه ورکړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دې سرمشریزې په پای کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ناټو ټول مشران له دې سره موافق وو چې د نړیوالې سیالۍ په دې عصر کې اروپا او شمالي امریکا باید په دې تړون کې قوي موقف ولري او له ګډو ګټو یې دفاع وکړي.

د هغه په وینا په تېره بیا په اوس وخت کې چې د ځواک پالنې رژیمونو لکه روسیې او چین چې پر قوانیونو ولاړ نړیوال نظم یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی، دې شي ته اړتیا ده.

جو بایډڼ چې د امریکا د ولسمشر په توګه یې د لومړي ځل لپاره د ناټو په دې سرمشریزه کې ګډون کړی ویلي چې دا تړون د امریکا د ګټو لپاره خورا مهم دی. نوموړي تر دې مخکې د اوو سترو صنعتي هېوادونو یا جي اووه په سرمشریزه کې چې بریتانیا یې کوربنه وه، ګډون کړی و. اروپا ته د بایډڼ د سفر یو هدف دا دی چې له خپلو د اوږدې مودې له متحدینو سره هغه اړیکې چې د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دوره کې یو څه خرابې شوې وې، بېرته ترمیم او پیاوړې کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د سویس په جینوا کې ښار کې به د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره وګوري.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د سویس په جینوا کې ښار کې به د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره وګوري.

نوموړی مخکې له دې چې بېرته واشنګټن ته ستون شي، سبا به د سویس په جینوا کې ښار کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره هم وګوري.

دا به د دوی دواړو ترمنځ لومړنۍ کتنه وي او هغه وروسته له هغې ترسره کېږي چې له روسیې سره د امریکا په ګډون د ناتو د غړیو هېوادونو اړیکې په وروستیو کلونو کې خرابې شوي دي.

د روسیې له خوا له خپلې خاورې سره د اوکراین د کریمیا ټاپو وزمې یو ځای کول، د اوکراین په ختیځ کې له بیلتونپالو او د بلاروس له رژیمه کلک ملاتړ او په روسیه کې د اپوزیسیون ځپنه، هغه څه دي چې له امله یې لویدیځ تل پر کریملین سخت انتقادونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG