د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

اروپايي ټولنه: اسلام اباد دې طالبان وهڅوي څو د سولې لیکلې طرحه وړاندې کړي


ارشیف، د اسلام اباد ښار یوه څنډه
ارشیف، د اسلام اباد ښار یوه څنډه

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي د افغانستان د سولې روان بهیر پڅ وباله او اندېښنه یې ښکاره کړه.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سرپرست استازي ټوماس نیکلاسون په اسلام اباد کې رویټرز اژانس ته وویل چې د افغانستان د سولې د مذاکراتو زمان په تیرېدو دی او په داسې وخت کې چې نړیوال ځواکونه په وتلو دي دا خبرې باید ګړندۍ شي.

د اروپایي ټولنې استازي په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره تر کتنې وروسته وویل چې اسلام اباد باید پر طالبانو له خپل اغېزه استفاده وکړي، څو دا ډله د سولې لیکلې طرحه خبرو ته وړاندې کړي.

د توماس نیکلاسون په وینا، طالبان تراوسه د سولې د مذاکراتو لپاره طرحه نه لري او که یوازې د اسلامي امارت غوښتنه کوي همدا موضوع دې هم د خبرو پر میز د بحث لپاره وړاندې کړي.

هاخوا د افغانستان دولت هم په دې نظر دی چې طالبان وخت ضایع کوي او ښایي په دې فکر کې وي چې کابل به په زوره نیسي.

د اوربند او سولې ته رسېدل په نوم غونډې ته پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه) په کابل کې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله طالبان مخاطب کړل او ویې ویل چې نننی افغانستان د نویمې میلادي لسیزې له افغانستان سره ډېر توپير لري.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه: "کله چې په مذاکراتو کې یو فرصت وي او له دې ګټه وانه‌خېستل شي او فکر وشي چې دا مساله د جګړې په دوام حل کیدای شي دا نو د افغانستان پر ډېر نژدې تاریخ او د افغانستان د خلکو پر وضعیت او واقعیتونو سترګې پټول دي؛ نننی افغانستان په یوه متفاوت وضعیت کې دی."

د قطر په پلازمېنه دوحه کې وروسته له یوه ځنډ څخه په تېرو دوو اونیو کې د افغان دولت او طالبانو استازیو غونډې کړي دي.

دا خبرې تېر کال په سېپټمبر کې پیل شوې وې، خو ورو-ورو روانې وې او په اپریل کې چې کله د امریکا متحد ایالاتونو اعلان وکړ چې ځواکونه به یې د مې د لومړۍ نېټې پرځای د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي، خبرې په ټپه ودرېدې.

نیکلاسون وایي، وخت له لاسه وځي او تر اوسه د سولې په خبرو کې ډېر لږ پرمختګ شوی دی چې د دې لپاره باید ډېر څه وشي.

د طالبانو پخواني ویاند او استازي سهیل شاهین پر ټویټر لیکلي دي چې د سې شنبې په ورځ دواړو لورېو په دوحه کې د غونډو پر نظم او ترتیب خبرې وکړې.

خو نیکلاسون وایي، د رښتوني پرمختګ لپاره باید اساسي وړاندیزونه د افغانستان او د مذاکراتو د نتیجو لپاره د دواړو لوریو له خوا وشي چې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي وړاندې کړي.

سهیل شاهین ویلي چې د سې شنبې په ورځ دواړو لورېو په دوحه کې د غونډو پر نظم او ترتیب خبرې وکړې.
سهیل شاهین ویلي چې د سې شنبې په ورځ دواړو لورېو په دوحه کې د غونډو پر نظم او ترتیب خبرې وکړې.

نیکلاسون زیاته کړه، ښایي د طالبانو طرحه افراطي وي او ممکن یوازې دا یوه خبره د خبرو لپاره وکړي چې اسلامي امارت غواړو خو همدا خبره هم د بحث لپاره ښه ده چې تر دې وروسته وګورو چې څه پرمختګ په کې کېږي او دواړه لوري له کومو ټکیو د پرمختګ لپاره په شا کېږي.

رویټرز اژانس څرګندوي چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې دوی لیکلی پلان لري، خو علني یې نه شریکوي او بهرنیانو ته یې هم نه ورښکاره کوي او دا پلان یې د اصلي خبرو لپاره ساتلی دی.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي روانه اوونۍ په پلازمېنه اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې او ویې ویل چې دی ډاډه دی چې پاکستان خپله دله چسپي په دې کې ویني چې په ګاونډي افغانستان کې ثبات وي، خو ده وویل چې پاکستان باید له خپل ټول اغېزه چې پر طالبانو یې لري استفاده وکړي او طالبان وهڅوي چې د سولې لیکلې طرحه خبرو ته وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG