د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، امریکایي ځواکونه به ډېر ژر له افغانستانه ووځي او له کله چې دوی له دې هېواده ووځي، هغه یوازنی د اعتماد وړ هېواد به چې هلته پاتېږي او پروسې ته به دوام ورکوي هغه به ترکیه وي.
اردوغان وايي هېواد یې کولای شي د افغانستان په ثبات کې مهم رول ولوبوي.
اردوغان چې پرونیې بروکسل ته تر روانېدو مخکې په استانبول کې خبریالانو ته په دې اړه څرګندونې کولې دغهراز وویل چې نن به له خپل امریکایي ساري، ولسمشر جو بایډن سره په بروکسل کې د ناټو سرمشریزې په څنډه کې دوه په دوه وګوري او په دې اړه به ورسره خبرې وکړي.
د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو مشران نن په بروکسل کې جرګه کېږي او افغانستانیې هم د اجندا یوه مهمه موضوع ده.
د امریکا متحده ایالات او د ترکیې په ګډون د ناټو متحدینیې په افغانستان کې له نږدې ۲۰ کلونو پوځي حضور وروسته اوس د دغه حضور د پای ته رسېدو په وروستۍ مرحله کې دي، په دې معنی چې له دې هېواده د ټولو نړیوالو ځواکونو د وتلو رسمي بهیر به د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې پورې بشپړ شي.
د راپورونو له مخې ترکیه چمتو شوې چې د کابل د هوایي ډګر د ساتلو لپاره چې د لوېدیځو ډیپلوماتانو او د بشري مرستو د کارکوونکو د وتلو اساسي لاره ده، هلته یو شمېر ځواکونه پرېږدي.
اردوغان وویل، ترکي چارواکو په دې اړه چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته انقره د دې هېواد لپاره څه پلانونه لري، خپلو امریکایي همکارانو ته معلومات ورکړي، خو هغهیې جزئیات په ډاګه نهکړل.
اردوغان یوازې دومره وویل چې دوی خوښي څرګنده کړې او زیاتهیې کړه چې دوی به وکولای شي چې د افغانستان په اړه بحث وکړي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان وویل، بایډن او اردوغان به د سوریې او ایران په ګډون پر دې هم خبرې وکړي چې ترکیه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته په دې هېواد کې څه رول لوبولای شي.
هغه زیاته کړه بایډن او اردوغان یو بل ښه پېژني ځکه دوی دواړو یوه زیاته موده سره کار کړی او د ده په باور دواړه غواړي چې له دغه فرصت څځه په استفادې کاري اړیکې لاغښتلې کړي.
یوه ترکي چارواکي وویل، ترکي ځواکونه به افغانستان کې پاتې شي که د قانوني او مالي مسؤلو په ګډونیې ځیني شرایط پوره شي. دې چارواکي د خپل نوم نهڅرګندولو په شرط فرانسپرس ته وویل چې تر اوسه دا مسئله نهده روښانه چې که ترکیه په افغانستان کې ځواکونه پرېږدي فعالیت بهیې د ناټو په چوکاټ کې تنظیم شوی وي او که هغه به د دوه اړخیزو اړیکو په اساس وي. که دغه مأموریت د ناټو تر څارنې لاندې وي، هغه به د کومې اجازې پر اساس وي.
دغه چارواکي همدارنګه ویلي چې لوېدیځو قدرتونو د ترکیې له پاتېدو سره لېوالتیا ښکاره کړې چې د کابل د هوایي ډګر ساتنه وکړي.
طالبانو هم د دغو راپورونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې د ټولو نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته دې په افغانستان کې د پاتېدو لپاره څوک تېروتنه نهکوي کنه له هاغه چلند سره به مخامخ شي چې تر اوسهیې د نړیوالو ځواکونو په وړاندې کړی دی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا بیا ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اوس د دې وړتیا پیدا کړې چې د کابل د هوایي ډګر او نورو مهمو بنسټیزو تأسیساتو په ګډون د خپل هېواد امنیتي چارو ته په خپله اوږده ورکړي.
له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو له وتلو سره د دې هېواد امنیت ته پر اندېښنو سربېره په دې هېواد کې د پاتې کېدونکو بهرنیانو په تېره بیا د لوېدیځو ډیپلوماتانو امنیت ته هم اندېښنې په زیاتېدو دي.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل وایي، په اوس وخت کې له خپلو غړو هېوادونو، متحده ایالاتو، ناټو او ملګرو ملتونو سره په دې اړه شدید بحثونه روان دي چې د امنیتي سمو شرایطو د نشتوالي په صورت کې په دې هېواد کې په څه ډول ډیپلوماتیک حضور ته دوام ورکولای شي.
ناټو ویلي چې د افغان ملکي ادارو د جوړولو لپاره ملکي سلاکاران په دې هېواد کې پرېږدي، خو دا چې امنیت بهیې څوک ساتي دا مسئله هم تر اوسه نهده روښانه.
د ناټو ۳۰ غړي هېوادونه پر دې هم غور کوي چې په څه ډول کولای شي له افغانستانه بهر د افغان ځانګړو ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.
د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو د مشرانو لپاره به نننۍ سرمشریزه د دې یو فرصت رامنځته کړي چې له هغه مأموریت سره خدای پاماني وکړي چې د ناټو د تأسیس په تاریخ کې د دې تړون د سیاسي جغرافیې بهر لومړنی لوی او اوږد مأموریت و.