د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۵۶

له جرمني ایستل شوي افغان کډوال: افغانستان کې خپل راتلونکي ژوند ته اندېښمن یو


ارشیف، ۲۰۱۷ کال کې له جرمني کابل ته یو راستول شوی افغان کډوال

په افغانستان کې د جګړو شدت د دې هېوادو زرګونه اوسېدونکي اړ کړي چې په وروستیو په سختو لارو بهرنیو هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

تیاره راتلونکي او د کډوالۍ سخت ژوند د دغه افغانانو لپاره هغه ستونزې دي چې دوی ورسره لاس او ګریوان دي، که څه هم په بهرنیو هېوادونو کې کلونه ژوند تیروي، خو بیا هم له ځينو هېوادونو ایستل کېږي او بېرته افغانستان ته استول کېږي.

د دوی له ډلې یو هم ۳۳ کلن شاه ولي دي.

دی په افغانستان کې د کورنیو جګړو پر مهال ایران ته کډوال شو او وروسته يې سر ان جرمني ته ورسېده، خو نا خبره له دې چې له ۳۰ کلونو وروسته به یو وار بیا افغانستان ته استول کېږي.

شاه ولي وايي، په ایران کې له ۲۴ کلونو اوسېدو وروسته له کورنۍ سره جرمني ته کډه شو، هلته یې ۶ کاله ژوند وکړ او بیا ۶ کاله بند هم تېر کړل چې وروسته له دې هېواده وایستل شو.

د شاولي مېرمن او درې اولاده په جرمني کې دي. دی وایي، لومړی ځل دی چې افغانستان ته راغلي اوهېڅوک نه پېژني.

نوموړی اوس مهال د کابل په یو میلمستون کې ژوند کوي، هغه ځای چې ښايي د نوم په اړه يې هم ونه پوهېږي: "د سې شنبې په ورځ مې ډيپورتي راغله راته یې وویل، ته باید لاړ شې، ورته ومې وویل، ما د پناه غوښتنې غوښتنلیک ورکړی اوس به څه کېږي؟ راته يې وویل وخت نه شته باید ډیپورت شې. دلته ښه راتلونکی نه وینم، ډېراندیښمن یم، په ځان ډآریږم، دلته لوی شوی نه یم، ډېر ډاریږم."

ارشیف، ۲۰۱۶ کال کې له جرمني کابل ته راستول شوي افغان کډوال
ارشیف، ۲۰۱۶ کال کې له جرمني کابل ته راستول شوي افغان کډوال

دی د هغه ۴۲ افغانانو په ډله کې دی چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته ستون کړای شو.

له دې سره د جرمني ترڅنګ د اروپا په نورو هېوادونو کې هم افغانان اندېښمن کړي دي چې ښايي دوی هم له ورته برخلیک سره مخ شي.

د ۲۴کلن جمشید هم هغه څوک چې له جرمني ایستل شوی دی.

دی د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، ناامنیواو د یوې روښانه راتلونکي هیلو اړ کړ چې۶ کاله مخکې د المان په لور وخوځېږي.

دی وايي، سره له دې چې هلته یې جرمني ژبه زده کړه او کاریې هم وموند، خود کډوالۍ غوښتنلیک یې رد شو.

له جرمني د جمشید په څېر د نورو ایستل کېدل سبب شول چې دی فرانسې ته لاړ شي، خو په وینا يې هلته يې هم استوګنې ته زمینه برابره نه شوه.

جمشید زیاته کړه: "په المان کې مې ښه دنده لرله، ۶کاله په کې وم، څلور کاله مې سپین کار وکړ، ټکس او مالیه مې ورکوله، دوه ځلي رد او اړ شوم چې درېیم هېواد انتخاب کړم. ملګرو مې له المانه ماسره اړیکې ونیولې ویل یې پولیس درپسې راغلي وو چې ډیپورټ دې کړي ما هلته نه کوم خلاف کار کړی و، نه مې جرم درلود، نه مې څوک وهلي وو، خپلې دندې ته تلم او راتلم." ​

ارشیف، ۲۰۱۷ کال کې له جرمني کابل ته یو شمېر راستول شوي افغان کډوال
ارشیف، ۲۰۱۷ کال کې له جرمني کابل ته یو شمېر راستول شوي افغان کډوال

سره له دې چې په وروستیو کې په اروپا کې د افغانانو ژوند سخت شوی، خو زیات شمېر افغانان لا هم غواړي چې په سختو لارو بهر ته لاړ شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت په وینا له دې ۴۲ تنو ایستل شویو افغان پناه غوښتونکو له ډلې ۴۰ هغه یې د بېلابېلو جرمونو له امله په بند محکوم شوي وو چې هغه کې غلا، د نشه يي توکو کاروبار او د جنسي تیريو پېښې شاملې دي.

ښايي لامل يې په افغانستان کې د تاوتریخوالی زیاتېدل وي.

د پنجشیر اوسېدونکی ۳۰ کلن فهیم وايي، په افغانستان کې د ناامنۍ زیاتوالي ویرولی او هڅه کوي چې خپل هېواد پرېږدي: "وضعیت ډېر خراب دی، ټول خلک له افغانستانه روان دي، زه هم هڅه کوم چې له افغانستانه ووځم او ډېره هڅه مې دا ده چې المان ته لاړ شم، هلته به یو ښه ژوند ولرم."

د افغانستان د کډوالواو راستنېدونکو چارو وزارت هم په دې هېواد کې د ناامنیو په زیاتېدو اندېښنه ښايي.

د دې وزارت د خپرونو سلاکارعبدالباسط انصاري وویل: "ځینې مرستندویه موسسې په دې برخه کې همکاري کوي او د کار موندنې په تړاو هم کاراو فعالیت روان دی، خو ګرانه ده چې د ټولو راستنو شوېو لپاره د کډوالو او راستنولو چارو د وزارت له خوا کار وموندل شي، خو د حرفې د زده کړو ځینې مرکزونه شته. دی کولی شي په دغو مرکزونه کې شامل شي."

د ښاغلي انصاري په خبره له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې چې له جرمني نه افغانان په زوره یا په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي، شمېر یې په ټوله کې ۵۲۱۸ ته رسېږي.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، ۶.۵ میلیونه افغانان په نورو هېوادونو کې مېشت او یا یې د پناهنده ګۍ غوښتنلیکونه ورکړي چې ډېری په ایران او پاکستان کې دي.

سره له دې چې د کډوالۍ عمده لاملونه جګړې او ناامنۍ دي، خو په هېواد کې د نا روښانه راتلونکې په اړه هم اندېښنې ډیرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG