د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

جرمني '۴۲ افغان کډوال' بېرته افغانستان ته راواستول


ارشیف، ۲۰۱۷ کال کې له جرمني یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال
ارشیف، ۲۰۱۷ کال کې له جرمني یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال

په داسې حال کې چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي جرمني له دې هېواده ۴۲ افغان کډوال ویستلي دي.

‎د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو چارو وزارت وایي چې دغه افغان کډوال نن چهارشنبه «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۹» په یوه چارتر الوتکه کې کابل ته راستانه کړل شول.

‎د دې وزارت مطبوعاتی سلاکار عبدالباسط انصاري ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دغه کسان په جرمني کې د بېلابېلو سیمه‌ییزو محکمو له لوري د دوی د اسنادو او قضیو له څېړلو وروسته راستانه شوي دي.

ښاغلی انصاري وايي: "نن مو له جرمني هېواد ته د یوې چارتر الوتکې الوتنه لرله چې په‌کې ۴۲ هېوادوال مو کابل ته را انتقال شول، البته د دوی اسناد د جرمني د محکمو له لوري څېړل شوي وو او بېرته افغانستان ته راوګرځول شول."

ارشیف، د ۲۰۱۶ کال ډسمبر میاشت کې له جرمني ایستل شوي یو شمېر افغان کډوال
ارشیف، د ۲۰۱۶ کال ډسمبر میاشت کې له جرمني ایستل شوي یو شمېر افغان کډوال

‎د ښاغلي انصاري په خبره، په ټوله کې له ۲۰۱۶ کال راپدېخوا هغه افغان کډوال چې په جبري توګه یا په خپله خوښه هېواد ته راګرځول شوي شمېر یې ۵،۲۱۸ کسانو ته رسېږي.

‎د کډوالو چارو وزارت د مطبوعاتي سلاکار په خبره د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره کار روان دی چې دوی ته د تعلیم او کار زده‌کولو زمینه برابره شي او له دوی سره به تر درې زره ‌‌‌‌‌‌ډالرو مرستې کېږي.

‎له دې سره د بشر حقونو ځیني ملاتړ بنسټونه نیوکه کوي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو دا مسئله د اندېښنې وړ ده.

د افغانستان د بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت ته په کتو د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د اروپایي هېوادونو پرېکړې سمې نه‌دي.

د افغانستان د بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل
د افغانستان د بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل

ښاغلی لعل زیاتوي: "موږ دا غندو، د دې لپاره چې د افغانستان وضعیت له امنیتي او سیاسي اړخه هغه برید ته نه‌دی رسېدلی کوم چې د کډوالو منونکي هېوادونه مني او له څېړنو وروسته هغوی بېرته افغانستان ته رالېږي، فکر کوم چې په دې کې د کډوالۍ نړیوال کنوانسیون ونډه مهمه ده."

‎ښاغلي لعل د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو وغوښتل چې د کډوالو نړیوال کنوانسیون ته دې ژمن پاتې شي او افغان کډوال دې چې په ‌‌‌‌‌‌ډېرو سختیو دغو هېوادونو ته تللي، له تریخ برخلیک سره نه مخ کوي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، له ۲۰۱۶ کال تر ۲۰۲۰ پورې شاوخوا ۹۷ زره او ۴۱۵ افغان کډوال په جبري توګه یا هم په خپله خوښه له اروپایي هېوادونو بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG