د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

له اروپا څخه د افغانانو د ستنولو لړۍ درول شوې


ارشیف، له جرمني ایستل شوی افغان کډوال
ارشیف، له جرمني ایستل شوی افغان کډوال

سره له دې چې له ایران څخه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر چټک شوی، له اروپا څخه د افغانانو د ستنولو لړۍ درول شوې ده.

د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله هوايي شرکتونو الوتنې درولي او له کبله‌یې جرمني او نورو هېوادونو د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د استولو پروسه تم کړې ده.

جرمني له دې سره سره چې د کرونا ویروس په نړیواله وبا بدل شوی، د مارچ په ۱۲مه (د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ) کابل ته یو شمېر افغانان بېرته ولېږل.

ښايي دا د اوس لپاره د افغان پناه غوښتونکو د بېرته استولو وروستۍ الوتکه وي چې کابل ته ورسېده ځکه چې په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله هوايي شرکتونو کار درولی دی.

له جرمني یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال
له جرمني یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال

په دې چارتر الوتکه کې ۳۹ رد شوي افغان پناه غوښتونکي سپاره ول چې ټول نارینه وو.

ویل کېږي چې د هغوی په منځ کې ۲۲ تنه په بېلابېلو جرمونو محکوم شوي وو. په الوتکه کې د جرمني ۲ پولیسو هر رد شوی پناه غوښتونکی بدرګه کاوه.

جرمني په تېرو څو کلونو کې سلګونه افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته لېږلي دي.

د دغه هېواد چارواکي وايي، هغه افغانان‌یې بېرته لېږلي چې درې ګونو محکمو د هغوی د پناه غوښتنلیکونه رد کړي او یا یې جرمونه کړي دي.

د نړۍ ګڼو هېوادونو خپلې ځمکنۍ پولې بندې کړي او له نورو هېوادونو سره‌یې هوايي تګ راتګ درولی څو د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

په همدې منځ کې د افغانستان حکومت د جرمني په ګډون له ټولو اروپايي هېوادونو څخه وغوښتل چې په اوس وخت کې چې د کرونا ویروس په خپرېدو دی، د افغان کډوالو جبري ستنېدا ودروي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار سید عبدالباسط انصاري له ارويايي هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو د راستنولو پروسه ودروي.

په جرمني کې یو شمېر کډوال
په جرمني کې یو شمېر کډوال

ده ازادي راډیو ته وویل: "د دوی اجباري ستنول او زموږ د هېوادوالو د خپلې خوښې راګرځېدا دې اوس په دواړو حالتونو کې ودرول شي تر هغو چې موږ په خپل هېواد کې دننه د دې ستونزې د حل کولو لپاره یوه حل‌لاره ومومو."

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیالې ډاکتر عالمې د جرمني دوېچې وېلې نشراتي ادارې ته ویلي چې وزارت‌یې تېره اوونۍ جرمني او نورو اروپايي هېوادونو ته په استولي لیک کې له هغوی غوښتنه کړې چې د افغانانو د ستنولو لړۍ ودروي.

د جرمني حکومت له خپلو اتباعو او په جرمني کې له مېشتو خلکو غوښتي چې نه دننه په دې هیواد کې او نه له جرمني بهر ته سفر وکړي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په خبرداري کې ویل شوي چې پولیس دې د پولو څارنه سخته کړي او د هر ډول تګ راتګ مخه دې ونیسي.

په وروستیو کې په ایران کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله خپل هېواد ته د افغانانو راستنېدا چټکه شوې ده.

د ځینو راپورونو پر اساس د ورځې نږدې ۱۰ زره افغان کډوال له ایران څخه بېرته افغانستان ته راځي، خو پاکستان له خپلې خاورې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر درولی دی.

XS
SM
MD
LG