د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

د پاکستان پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین نیولی


د تېر کال جنوري میاشت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین چې د پولیسو له لوري نیول شوی.
د تېر کال جنوري میاشت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین چې د پولیسو له لوري نیول شوی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) مشر منظور احمد پښتین نن د جون پر څلورمه د شپې مهال پولیسو نیولی دی.

د غورځنګ تر نورو غړو او پلویانو مخکې منظور پښتین د جاني‌خېلو پرلت ته روان وو چې په کوهاټ کې پولیسو د غورځنګ له ځینو نورو غړو سره د څه وخت لپاره ودراوه او بیا یې وروسته ونیوه.
دا لا نه‌ده معلومه چې منظور پښتین په کوم تور نیول شوی دی.

په خواله رسنیو د منظور پښتین د نیول کېدو وېډیو خپره شوې ده. په وېډیو کې پښتین له پولیسو پوښتنه کوي چې څه خبره ده او چېرته‌یې بیایي؟

پر ټولنیزو رسنیو د منظور پښتین د نیول کېدو خلاف د هغه د خوشې کېدو د غوښتنې هشټګ او کمپاین چلېږي.

په روانه اونۍ کې د غورځنګ د ځینو نورو غړو د نیول کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي (ښی) علي وزیر او محسن داوړ
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي (ښی) علي وزیر او محسن داوړ

د پي‌ټي‌اېم یو بل بنسټګر او د پارلمان غړی علي وزیر لا څو میاشتې کېږي چې بندي دی.

د غورځنګ مشر منظور احمد پښتین له دې نه وړاندې د تېر کال د جنورۍ پر ۲۷مه د شپې مهال د پېښور په تهکال کې له خپلو شپږو تنو ملګرو سره پوليسو ونیو.

په هغه وخت کې پوليسو پر منظور پښتين د امن خرابولو، کرکې خورولو، له قانون څخه د مخ اړولو، د پاکستاني ادارې پر ضد د جوړجاړي او د قانون له ۱۴۴مې مادې د سرغړونې تورونه لګولي وو، خو د ډېره اسماعيل خان يوې محکمې د تېر کال د فبرورۍ پر اتمه نوموړی د غدارۍ له توره سپین وګرځولو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین داسې مهال نیول کېږي چې د دغه غورځنګ یوه بل مخکښ او د قامي اسامبلۍ غړي محسن داوړ د خپل ګوند جوړولو اعلان وکړ او د دې تر څنګ د دې غورځنګ بل مخکښ او د قامي اسامبلۍ غړی علي وزیر په کراچۍ کې له تېرو څه باندې پنځو میاشتو راهیسې په زندان کې دی.

د پي‌ټي‌اېم مشر منظور پښتین د مې پر ۲۶مه نېټه د خړ کمر پېښې پر ضد په دته‌خېلو کې ولسي غونډې ته په وینا کې د علي وزیر د ګرفتارۍ خلاف په ټول ملک کې د مظاهرو اعلان وکړ.

  • پي‌ټي‌اېم څه غواړي؟

پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان له حکومته غوښتنې لري چې ورک کړل شوي کسان دې محکمې ته وړاندې کړل شي، په کراچۍ کې د وژل شوي وزیرستاني ځوان نقیب‌الله محسود په مقدمه کې تورن پولیس افسر راو انوار ته دې سزا ورکړل شي، په قبایلو کې دې پر امنیتي پوستو د خلکو ځورول بند شي، سيمه دې له ماينونو پاکه شي او د ناامنۍ او پوځي عملیاتو پر مهال د اوښتو زیانونو په اړه دې د حقایقو معلومولو لپاره یو کمېسيون جوړ شي.

بل‌خوا حکومت وايي په دغو غوښتنو کې يې د ځینو په پوره کولو لاس پورې کړی دی.

پوځي چارواکو څو واره د پښتون ژغورنې غورځنګ په غونډو او مظاهرو کې د ویناوالو په تُندې ژبې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د غونډو ګډونوال دې د نظام او پوځ پر ضد له تُندې ژبې او د دوی په خبره بې‌بنسټه نیوکو ډډه وکړي.

ارشیف، د پښتون ژغورنې غورځګ د پلویانو یو لاریون
ارشیف، د پښتون ژغورنې غورځګ د پلویانو یو لاریون

منظور پښتین او د غورځنګ نورو مخکښو چې هر یو څو څو واره زندانونه تېر کړي دي وايي چې په پښتنو باندې د زور زیاتي د ختمولو لپاره راپورته شوي او په دې لار کې هر ډول قربانۍ ته تیار دي.

XS
SM
MD
LG