د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

د چاپېریال ساتنې ملي اداره د افغانستان ۱۲ سیمې خوندي ځایونه اعلانوي


د ننګرهار دره‌نور
د ننګرهار دره‌نور

د چاپېریال ساتنې ملي اداره ډېر ژر د افغانستان ۱۲ نورې سیمې د خوندي ځایونو په توګه اعلانوي.

د دې ادارې له قوله، د دې سیمو لومړنۍ څېړنې چې په ۱۱ ولایتونو کې دي، بشپړې شوي او هغه اسناد چې اړتیا یې ده، هم پوره شوي دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د طبیعي میراثونو رئیس جلال‌الدین ناصري د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۳» ازادي راډیو ته وویل، دا سیمې له طبیعي پلوه با ارزښته دي باید هلته مهم کارونه وشي.

ښاغلی ناصري وايي: "څېړنو او مطالعاتو ښودلې چې دا سیمې د چاپېریال ساتنې له اړخه ډېر ارزښت لري او موږ دا د وړاندیز شویو سیمو په توګه رسماً اعلان کړې دي، څو وکولای شو چې په راتلونکي کې هلته د چاپېریال ساتنې په برخه کې مهم کارونه وکړو."

د دایکنډي شهرستان، د کونړ شمنډوک، د کاپیسا رېګ روان، د لغمان د دولت‌شاه ولسوالۍ طبیعي ځنګلونه، د ننګرهار دره‌نور، د میدان وردک د شاه فولادي غر دوهمه برخه، د فاریاب ګرزیوان، د خوست ادمامد، د پکتیا مندهیر او د لوګر د ازرې طبیعي ځنګلونه، هغه ځایونه دي چې ژر به د خوندي سیمو په توګه اعلان شي.

د کونړ یوه ښکلې سیمه
د کونړ یوه ښکلې سیمه

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، افغانستان د طبیعي سرچینو له اړخه، خوندي سیمې لري او د جغرافیوي موقعیت له اړخه هم غني هېواد شمېرل کېږي، ځکه غرونه، طبیعي ځنګلونه او شنې سیمې یې لمن کې نغښتې دي.

د دې ادارې له قوله، افغانستان د نړیوالو قوانینو او ژمنو له مخې، مسؤلیت لري چې دا ډول سیمې مشخصې او هغه په رسمي توګه خوندي اعلان کړي.

په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې یو شمېر کارپوهان وايي، د دې سیمو خوندي اعلانول سم کار دی، خو په خبره‌یې، د افغانستان امنیتي وضعیت په دې سیمو کې د کار کولو لپاره برابر نه‌دی.

له دې ډلې عبدالولي مدقق وايي: "امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت ته په کتو، د دولت د کاري لومړیتوب په توګه د دې سیمو د خونديتوب اعلان له وړاندې خبره ده. افغانستان کې جګړه روانه ده او فکر نه‌کوم چې په دې سیمو کې کار وکړای شي."

خو د چاپېریال ساتنې ملي اداره بیا وايي، دا سیمې لا ډېرو مطالعاتو ته اړتیا لري، څو په راتلونکو کلونو کې یې رسمي چارې بشپړې او د ژوندي ژویو ترڅنګ هلته چاپېریالي ظرفیتونه خوندي او راتلونکي نسلونو ته ولېږدول شي.

د کابل کول حشمت خان سیمه
د کابل کول حشمت خان سیمه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له وړاندې هم یو شمېر سیمې د خوندي ځایونو په توګه اعلان کړي چې له دې ډلې د کابل کول حشمت خان، د بامیان بند امیر، نورستان او د بدخشان واخان بېلګې بللی شو.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسؤلان وايي، دا سیمې به د نړیوالو د همکارۍ، علمي څېړنو او د سیلانیانو د پام را اړونې سربېره، له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې هم مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG