د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

په افغانستان کې وحشي ژوي د لمنځه تلو له ګواښ سره مخ دي


د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، چې په دې هېواد کې یو شمېر وحشي ژوي د لمنځه تلو له ګواښ سره مخامخ دي.

د یادې ادارې مسولین وايي، چې اوس په افغانستان کې د ښکار لپاره خاص قانون نشته او له همدې امله د یو شمېر وحشي ژوو نسلونه له منځه لاړ شي.

د چاپېرال ساتنې د ملي ادارې مرستیال عبدالولي مدقق په وینا له افغانستان څخه بهر په خاصه توګه خلیج هېوادونو ته د وحشي ژویو قاچاق هم روان دی.

له دې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي په یوه راډیوي وینا کې له اړوندو ادارو او عامو خلکو غوښتي و، چې له غیر قانوني ښکار څخه لاس واخلي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره وايي چې؛ د بېلابېلو عواملو له مخې په دې هېواد کې ډیر شمېر وحشي حیوانات او نادره مرغان د له منځه تللي او لا هم د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

دا اداره د نباتاتو له منځه تلل، غير منظم او پر خپل سر ښكار، د وحشي حيوانانو د اوسېدو د ځايونو له منځه تلل،، د ژویو بې كنټروله سوداګري او قاچاق، وروستي جګړې،او وچکالي له دغو مهمو عواملو څخه بولي.

د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال عبدالولي مدقق وايي، چې په افغانستان کې له پخوا څخه تر اوسه د وحشي ژوو د شمېر په اړه کومه څیړنه نه ده ترسره شوي.

ښاغلي مدقق له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په هېواد کې اوس پخواني څو مشهور حیوانات او مرغان نه لیدل کېږي:

"موږه چې پخوا ځينې انواع درلودې متائسفانه اوس نشته، د مثال په توګه یو مرغه وو هغه ته یې سپینه زاڼه ویلې، د دې کلنګ سفید نسل په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې نه دی لیدل شوی، د کاسپین ببر یو وخت په افغانستان کې وو، خو اوس نه پیدا کېږي، په هرات او فرا کې د چېتا په نوم یو مرغه وو چې اوسه هلته نه لیدل کېږي."

ښاغلي مدقق زیاتوي چې؛ دوي په وروستیو درېیو کلونو کې ۱۳۸ بیلابیلو وحشي حیواناتو او نادره نباتاتو او مرغانو یو لست برابر کړی دی، چې دولت یې باید ساتنه وکړي.

نوموړي وویل چې؛ په دې کې نوي ډوله یې د له منځه تلو له خطر سره مخ دي.

د چاپېرل ساتنې ملي اداره وايي، په افغانستان کې ۱۳۷ طي لرونکې حیوانات، ۴۲۸ بیلابیل الوتونکې، ۹۲ خزنده ګان،۶ نوع ذومعشتین،۱۰۱ ډول ماهیان، او ۲۰۸ نوع ګل سنګ حیوانات موجود دي.

د چاپيریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال وویل چې بهر ته د ځینو وحشي ژوو او نادره الوتکونکو قاچاق هم روان دي.

ښاغلي مدقق د مثال په توګه وویل، د شاهین مارغه ښکار اوس هم جریان لري او تر ډیره بریده خلیجو هیوادونو ته قاچق کېږي.

د چاپیریال ساتنه اداره وايي چې؛ په ځینو ولایتونو کې په تیرو څو لسیزو کې ځنګلونه په پراخه اندازه له منځه تللي چې د وحشي ژویو د کمیدو یو لوی علت همدا دی.

کونړ او نورستان هغه ولایتونو دي چې؛ اوس مهال په کې وحشي ژوي ډیر کم تر سترګو کېږي.

په کونړ کې د کرنې وزارت یو مسوول چاوراکې انجینیر غیاثي ازادۍ رادیو ته وویل، دغه ملي شتمني، چې په رښتيا د افغانستان لپاره ورباندې حساب كېده د له منځه تلو په حل كې ده:

"د انقلاب په راتلو سره ځنګلونو خو د جګړو ډګر ګرځیدلي دي،اوس هم دا حالت روان دي،او د ځنګلونو له منځ تللو دا زمینه رامنځ ته کړي ترڅو وحشي ژوي پناه ځایونه له منځه لاړ شي او د دوي نسل کم شي."

ښاغلي غیاث زیاتوي چې؛ په کونړ ولایت کې اوس پخواني پړانګان، زرکې، ځنګلي چرګان، غرڅه، بازان او د ګیدړو نسلونه نه لیدل کېږي.

د هرات مسوولین هم شکایت لري چې؛ په دې ولایت کې هم د وحشي ژويو او الوتکونکو ښکار روان دی او بهر په خاصه توګه ایران ته هم قاچاق کېږي.

د هرات ولایت د کرنې ریاست د وحشي ژویو یو مسوول محمد جواد عزیزي داسې وویل:

"مینا د هرات ولایت بومي الوتونکې ده او قاچا قبراني د سوغات په توګه ایران ته وړي، شاهین چې یو ډول مرغه دي په خلیج هیوادونو کې زیات مینه وال لري،او ښکار یې جریان لري."

ښاغلي جواد زیات کړه، یو وخت په دې ولایت کې پړانګان ډير لیدل کېدل خو اوس په کې نشته.

خو نوموړي وايی، چې د هېواد د سرحدونو او ګمرکاتو مسولین دوي سره همکاري نه کوي.

د چارو کتوونکې په دې اند دی، چې افغان حکومت او په ځانګړي ډول د کرنې وزارت او د چاپېرل ساتنې ادارې د وحشي ژویو د ساتلو په برخه کې لازم اقدامات نه دي کړي.

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځې استاد عبدالعزیز موحبی ازادۍ رادیو ته وویل، چې د غیر قانوني ښکار د مخنیوي په خاطر باید د افغان حکومت مقررې عملي شي:

"که چېرې د ژوو ښکار ته پام ونه سي،څرنګه چې افغان جمهوریس وویل چې ښکار په افغانستان کې منع دي،که چېرې د ښکار قانون تطبیق نه شي او د وحشي ژویو او ځنګلونو په ساتلو کې پوره پاملرنه ونه شي، نو دا اندیښنې شته چې له بدمرغه به ګڼ شمېر وحشي حیوانات له لاسه ورکړو."

دا په داسې حال کې ده چې؛ جمهوریس حامد کرزي په خپلې وروستي راډیویې وینا کې چې د ملي تلویزون له لارې خپره شوه وویل، چې د وحشي ژویود له منځه تلو سره د طبعیت توازن له منځه ځي او د ژوند چاپیریال زیانمن کېږي.

که څه هم په افغانستان کې د ښکار د جمهور رییس حامد کرزی د یوه خاص فرمان له مخې منع اعلان شوی، خو ځینې کتوونکې وايي چې په دې اړه باید خاص قانون رامنځ ته شي.

د چاپیریال ساتنې ملي اداره هم وايي چې دا مهال لسګونه ډول وحشي ژوي د ورکېدو له خطر سره مخامخ دي او دوی د ښکار د مخنیوي د قانون یوه مسوده د عدلیې وزارت هم استولې ده.

ځینې کتوونکې وايي چې؛ که په هیواد کې د غیر قانوني ښکار مخه ونه نیول شي، نو لرې نه ده چې دغه هیواد د وحشي ژویو او ښکلو مرغانو ملي شتمني هم په بشپړه توګه له لاسه ورکړي.

مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG