د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

د کرنې او مالدارۍ وزارت راتلونکی پسرلی شااوخوا ۲۰ میلیونه نوي نیالګي کېنوي


دوه افغان کروندګر په کابل کې د نیالګي د کېنولو پر مهال
دوه افغان کروندګر په کابل کې د نیالګي د کېنولو پر مهال

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت پلان لري چې د راتلونکي پسرلي په موسم کې په ټول هېواد کې شااوخوا ۲۰ میلیونه نوي نیالګي کېنوي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د تېرو کلونو په څېر بیا هم تصمیم نیولی چې د راتلونکي پسرلي په موسم کې د نویو نیالګیو د کېنولو پروګرامونه تنظیم کړي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۱۵» ازادي راډیو ته وویل، د راروان پسرلي لپاره چې څو ورځې ورته پاتې دي، د کرنې او مالدارۍ وزارت، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، ښاروالیو او خصوصي سکټور په ټوله کې شااوخوا ۲۰ میلیونه نوي نیالګي تیار کړي چې د کېنولو لړۍ یې په ځینو ولایتونو کې پیل شوې هم ده.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

ښاغلي رستمي زیاته کړه:

"په تودو سیمو کې د نیالګیو د کېنولو پسرلنی کمپاین د دلوې په ۱۵مه پیل شوی او د حوت میاشتې تر وروستیو پورې به پای ته ورسېږي او په سړو سیمو کې به دغه کمپاین نن چې د حوت ۱۵مه ده پیل او د حمل د میاشتې تر ۱۵مې به دوام وکړي. د کرنې وزارت سږ کال ۱.۶ میلیونه نیالګي تولید کړي دي."

ښاغلي رستمي وویل، په ننګرهار، خوست او ځینو نورو ولایتونو کې مدني فعالانو، ژورنالېستانو او عامو خلکو د اړوندو ښاروالیو له پروګرامونو سره سم په سلګونه زره نیالګي کېنولي چې دا لړۍ اوس هم روانه ده.

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان ډېری خلک، د ګرمیو په موسم کې د شنو ساحو د نشتوالي له امله، له ککړې هوا شکایتونه کوي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د عامه اړیکو مشرې لیلا ساماني له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د دوی اداره هم پلان لري چې په راتلونکو څو ورځو کې د نیالګیو د کېنولو د ګټو په اړه د هېواد په مرکز او ولایتونو کې کمپاینونه پیل کړي.

نوموړې وايي:

"په هر محل کې هڅه کوو چې د ښځو شوراګانې او د ناحیو مسؤلین راټول او د نیالګیو د کېنولو او ساتلو په اړه ورته روزنه ورکړو. همدارنګه د چاپېریال ساتنې کمېټې جوړوو چې په ښوونځیو او زده‌کوونکو کې دغه فرهنګ بنیادي شي."

د زراعتي چارو کارپوه میرویس خوګیاڼی ټینګار کوي چې د نیالګیو د کمیت په پرتله د هغو ساتنې ته باید ډېر پام وشي.

دی زیاتوي:

"هر کال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې میلیونونه نیالګي کېنول کېږي، خو په خواشينۍ سره په راتلونکي کال په هماغه اندازه نیالګي په هماغه سیمه کې چې کمپاین په‌کې شوی بیا کېنول کېږي. زموږ غوښتنه ده نوي نیالګي چې کېنول کېږي، اساسي فکټور يې ساتنه ده، څو په راتلونکي کې یوه ښکلې سیمه ولرو."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، په افغانستان کې د بېلابېلو مرګونو ناروغیو عمده لامل د هوا ککړتیا ده.

د دغه وزارت چارواکو ویلي، شنې ساحې کولای شي چاپېریال ښکلی او د ګڼو ناروغیو مخه ونیسي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG