د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

‎د نیالګیو کېنولو کمپاین؛ سږکال افغانستان کې ۲۷ میلیونه نیالګي کېنول کیږي


د چاپېریال ساتنې ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین
د چاپېریال ساتنې ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین

‎د کابل د مسلم غونډۍ د نیالګیو د کېنولو کمپاین پیل شو.‎د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره وايي چې د دغه کمپاین په لړ کې به په ټول افغانستان کې ۲۷مېلیونه نیالګي کېنول شي.

د دغې ادارې مشر کاظم همایون وايي: "د چاپېریال ساتنې ادارې ټینګار زیات تر ډېره د نیالګیو کېنولو پر ساتنه دی چې موږ یې پر څارنه هم مسوول یو، په هغه صورت کې چې د کرنې وزارت او سیمه ییزو ارګانونو ادارې یې په ولایتونو او د کابل ښاروالۍ یې په ښار کې له ساتنې په سمه توګه مدیریت ونه کړي، زموږ ټیمونه به یې په دوامداره توګه وڅاري او جمهوري ریاست او نورو اړونده ادارو ته به یې راپورونه ورکړو."

‎ښاغلی همایون وایي، تېر کال ټول هېواد کې د نیالګیو د کېنولو کمپاین په لړ کې۲۳ مېلیونه نیالګي کېنول شوي وه.

‎دا په داسې حال کې ده چې جمهور رئیس محمد اشرف غني هم ټولو دولتي ادارو ته د نیالګیو د کېنولو په اړه یو حکم صادر کړی دی.

محمد اشرف غني دغه حکم کې د وزارتونو او په مرکز او ولایتونو کې د دولتي ادارو مسوولینو ته دنده سپارلې چې د چاپېریال ساتنې ادارې او اړوند ښاروالۍ سره په همغږۍ د نیالګیو کرلو کمپاین، هرکال د کب په شلمه نېټه د نیالګیو په کرلو سره، رسماً پیل کړي.

ښاغلي غني په مرکز او ولایتونو کې د ملکي او نظامي تعليمي او تحصیلي موسسو په ګډون وزارتونه او دولتي ادارې مکلفې کړي چې دغه ملي کمپاین کې ګډون وکړي.

د چاپېریال ساتنې ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین
د چاپېریال ساتنې ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین

‎خو یو شمېر خلک وايي، سره له دې چې د دغه کمپاین پیلېدل مهم او مثبت بولي ټینګار کوي چې د دولت تر څنګ عام وګړي هم باید دې برخه کې اقدام وکړي او د نیالګیو کښینولو تر څنګ یې پالنه هم جدي وګڼي.

‎د کابل ښار اوسېدونکی عبدالله احمدزی وايي: "ټول خلک باید دغې برخې ته پام وکړي، د ځان ټولنې او افغانستان لپاره باید نیالګي کېنوي چې هېواد مو ښکلی زرغون وي او هم مو راتلونکي نسل ته خپل مثبت پیغام رسولی وي."

د ننګرهار ولایت اوسېدونکې وږمه بارکزۍ هم په دې اړه ټینګار کوي: "دا ‌‌‌‌‌‌ډېره ښه پروسه ده موږ یې ستایو، خو که د هېواد هر وګړی یو -یو نیالګی هم کېنوي هم به مو هوا پاکه وي او هم به مو هېواد زرغون وي."

‎دوی وايي، که هرکال ټول د نیالګیو په کمپاینونو کې برخه واخلي او خپله ونډه ادا کړي، څو راتلونکو کلونو کې به د هېواد د ککړې هوا ستونزه تر ډېره هواره شوې وي.

‎په دې اړه په تېر کې، تل نیوکې دا وې چې نیالګي کښینول کېږي، خو پالنه یې سمه نه کېږي. ډېریو ته اوبه نه ورسېږي چې له دې امله وچېږي.

XS
SM
MD
LG