د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

عبدالله: که طالبان د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته جګړه روانه ساتي، تاریخي تېروتنه کوي


د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، سولې ته د رسېدو هیله شته، خو که مقابل لوری (طالبان) جګړې ته دوام ورکړي، هېڅکله به روانه جګړه پای ته ونه‌رسېږي.

عبدالله عبدالله چې د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۳» کابل کې د وزیر محمد اکبر خان جومات د مخکېني خطیب محمد ایاز نیازي د وژل کېدو د لومړي تلین په مراسمو کې خبرې کولې وویل، که د جګړې مقابل لوری فکر کوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته سولې ته اړتیا نه‌شته او جګړې ته دوام ورکوي، "لویه تاریخي تېروتنه" کوي.

ښاغلی عبدالله زیاتوي: "بیا هم افغانانو د (سولې) لپاره خپل چمتووالی وښود. که مقابل لوری فکر وکړي چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته نور سولې ته اړتیا نه‌شته او کولای شي چې د جګړې له لارې ځان یو چېرې ورسوي، یوه لویه تاریخي تېروتنه به وي، یو لوی مسؤلیت به وي چې یوه ‌‌‌‌‌‌ډله به‌یې د خدای پر وړاندې پر اوږو ږدي."

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ

طالبانو د ښاغلي عبدالله د دغو څرګندونو په اړه تر اوسه غبرګون نه‌دی ښودلی.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر د سولې پروسه کې د دیني علماوو ونډه مهمه بولي او زیاتوي، محمد ایاز نیازی له دې کبله ووژل شو چې د سولې په اړه بحث او لارښوونې به‌یې کولې.

په دې غونډه کې د مخکېني جمهور رئیس حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د هغه لومړي مرستیال محمد یونس قانوني بیا محمد ایاز نیازی د سولې د لارې شهید وباله، خو له حکومت‌یې وغوښتل چې د هغه د قاتلانو په اړه معلومات له خلکو سره شریک کړي.

ښاغلي قانوني وویل: "په رښتینې توګه ویلی شوو چې ډاکتر نیازی نه‌یوازې دا چې د محراب شهید و، بلکې د سولې شهید و. حکومت ویل چې د شهید نیازي قاتلان‌یې نیولي او پر رسنیو یې وښودل، خو وروسته د هغوی د محاکمې او خلکو ته‌یې په اړه هېڅ ډول معلومات ورنه‌کړل شول. په اړه‌یې هېڅ‌‌‌‌‌‌ ډول عملي اقدام ونه‌شو."

د کابل د وزیر محمد اکبر خان جومات خطیب محمد ایاز نیازی تېر کال د غبرګولي په ۱۳مه، د جومات دننه د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو د چاودنې په پایله کې ووژل شو.

کابل کې د وزیر محمد اکبر خان جامع جومات مخکېنی خطیب محمد ایاز نیازی
کابل کې د وزیر محمد اکبر خان جامع جومات مخکېنی خطیب محمد ایاز نیازی

په ورته وخت کې د کابل په یوه بله څنډه کې د ۳۰۳ پامیر زون د پولیسو پخواني قوماندان جنرال داوود او د تخار د پخواني امنیه قوماندان جنرال شاه جهان نوري د وژنې د لسم تلین په مناسب جوړو شویو مراسمو ته خبرو کې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس غوښتنه وکړه چې په یووالي او قناعت سره دې د نظام د احتمالي سقوط مخنیوي وشي.

ښاغلي عبدالله وویل، د چارواکو، سیاسیونو او نورو ترمنځ اختلافات شته، خو دا ټکی باید د نظام د تضعیف سبب نه‌شي.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس دا هم وویل چې د تېرو دوو میاشتو په پرتله وضعیت بدل شوی او غوښتنه‌یې وکړه چې ټول باید خپلې غوښتنې یوه لور ته پرېږدي او د هېواد په فکر کې شي.

د ملي مصالحې شورا داسې مهال له سولې د لیرې پاتې کېدو او په دې برخه کې د پرمختګ د نشتوالي خبره کوي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی بیا دوحې ته تللی او تمه ښيي چې بیا له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.

هغه خبرې چې تر اوسه‌یې په افغانستان کې د جګړې پر سرو لمبو د سولې اوبه نه‌دي شیندلي.

XS
SM
MD
LG