افغانستان
حمد الله محب: د دیني عالمانو امنیت د حکومت لومړیتوب دی
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي د هېواد د دیني عالمانو د امنیت ټینګښت د حکومت لپاره په لومړیتوبونو کې راځي.
حمد الله محب دا خبره د پنجشنبې په ورځ د دیني عالمانو د خوندیتوب کمېټې په لومړنۍ غونډه کې وکړه.
د ملي امنیت شورا په یوې خبرپاڼه کې د ښاغلي محب له قوله ویل شوي چې د دې کمېټې غونډې به په دوامداره توګه ترسره کېږي څو د دیني عالمانو د امنیت ټینګولو په اړه بحثونه وشي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې دا کمېټه د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د سپارښتنې سره سم جوړه شوې ده.
په افغانستان کې د دیني عالمانو د خوندیتوب نشتوالي په اړه اندېښنې وروسته له هغه ډېرې شوې چې په جون میاشت کې په پلازمېنه کابل کې د وزیر محمد اکبر خان جومات ملا امام مولوي ایاز نیازی او د شېرشاه سوري جومات ملا امام عزیز الله مفلح په دوو جلا چاودنو کې ووژل شول.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي چې د دغو پېښو په اړه هر اړخیزه ارزونه شوې، خو په اړهیې نور جزئیات نهدي ورکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په تاشکند کې د افغاني محصولاتو نندارتون نن جمعه پای ته رسیږي
د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې نن جمعه ( د مارچ ۲۷ مه) د افغاني محصولاتو د نندارتون وروستۍ ورځ ده.
په دې درې ورځني نندارتون کې، چې د ملګروملتو د پراختیايی پروګرام په مالي ملاتړ د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شو، په څه باندې ۶۰ غرفو کې د افغانستان وچې او تاره مېوې، زعفران، ځلغوزې، پنبه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او مشروبات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د دې نندارتون هدف د افغانستان د تولید او صادراتي وړتیاوو نندارې ته وړاندې کول دي
د افغانستان د فوتبال ملي لوبډله د مارچ په ۳۱ له سوریې سره لوبه کوي
د اسیا ملتونو جام د مقدماتي پړاو په لړ کې ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د مارچ په یو دېرشمه نېټه له سوریې سره مخامخ شي.
د تېرې پنجشنبې په لوبه کې افغانستان له میانمار څخه ۱–۲ ماتې وخوړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د دوشنبې په ورځ، د مارچ په ۲۳مه اعلان وکړ چې له میانمار او سوریې سره د افغانستان د لوبو څخه مخکې، د لوبډلې ۱۰ تنه هغه غړي چې د دې سیالیو لپاره بلل شوي وو، د فدراسیون په وینا د کورنیو ستونزو، د منځني ختیځ وضعیت او ټپي کېدو له امله له لوبډلې څخه په شا شول.
موږ هڅه وکړه چې د دغو لوبغاړو له ډلې څخه د ملي لوبډلې د ګول کیپر ویس عزیزي په ګډون چې په ډیرو سیالیو کې لوبیدلی د یوشمیرکسانو نظرواخلو خو په دې کاربریالي نشو.
د تورخم لار د کډوالو لپاره پرانیستل شوه
د تورخم لار له یوې خوا پرانیستل شوې ده.
پاکستاني چارواکو نن وویل چې دا لار به د تګ راتګ لپاره بنده وي او یوازې به هغه کډوال پرې پورې وځي چې افغانستان ته ځي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې د دوه زره پنځه ویشتم کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې د سوداګرو او عامو خلکو پرمخ تړل شوې دي.
د پښتونخوا ګورنر: پاکستان پر افغانستان نوره بمباري درولې ده
د خیبرپښتونخوا ګورنر وايي په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره اوربند پای ته رسیدلی خو د دوستو هېوادونو په مشوره یې بمباري درولې ده.
فیصل کريم کونډي نن( د مارچ ۲۶ مه) په پېښور کې د خبرې غونډې پرمهال خبرداری ورکړ چې پاکستان به بيا هم په افغانستان کې دننه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، عمليات کوي. نوموړي زیاته کړه چې قطر او ترکي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند هڅه کړې خو اسلام اباد څرګنده کړې چې افغان طالبان بايد د پاکستاني وسله والو پرضد ګامونه واخلي.
تر اوسه پورې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي. خو په تېرو وختونو کې یې په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو د موجوديت تورونه رد کړي دي.
د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال پيل شو
د افغانستان په سړو ولایتونو کې نن نوی تعلیمي کال پيل شو، خو بیا هم له شپږم ټولګي ورپورته نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.
د طالبانو د پوهنې وزارت په ایکسپاڼه کې د نوی تعلیمي کال د پيلیدو خبر ورکړی خو د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستو موضوع ته یې اشاره نه ده کړې. په دې بیان کې راغلي دي چې دوی د دیني او عصري زده کړو پياوړتیا ته ژمن دي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د طالبانو د امر له مخې په افغانستان کې د پنځم پرله پسې کال په مخه نجونې د منځنۍ او لیسې دورې له زده کړو محرومې شوې دي.
د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکې ته د کابل په هوايي ډګر کې پېښه
د اریانا افغان هوايي شرکت یوه الوتکه پرون (چهارشنبې) د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې الوتکه د ناستې پر مهال له رنوې څخه واوښته.
چارواکي وايي چې په دې پېښه کې سپرلیو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی خو الوتکه زیانمن شوې ده.
د دې پېښې د علت په اړه پلټنه روانه ده، خو ویل کېږي چې پیلوټانو د الوتکې کنټرول له لاسه ورکړ، چې له کبله یې الوتکه له الوتلارې کږه شوه او د الوتلارې ترڅنګ اومې ساحې ته کږه شوه.
د الوتکې دننه او انجنونو د زیان کچه اوس د تخنیکي ټیمونو له خوا ارزول کېږي.
د عملیاتو اغېز
د رنوې ترڅنګ د زیانمنې الوتکې شتون د دې لامل شو چې د کابل نړیوال هوايي ډګر الوتنې لنډ مهال وځنډول شي.
د دې پېښې له کبله سمدستي ځینې راتلونکې الوتنې نورو سیمهییزو هوايي ډګرونو ته واړول شوې.
په تاشکند کې د افغاني محصولاتو درې ورځنی نندارتون
د افغاني محصولاتو نندارتون پرون (چهارشنبې) د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پرانیستل شو.
په دې درې ورځني نندارتون کې، چې د ملګروملتو د پراختیايی پروګرام په مالي ملاتړ جوړ شوی، په څه باندې ۶۰ غرفو کې د افغانستان وچې او تاره مېوې، زعفران، جلغوزې، پنبه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او مشروبات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د دې نندارتون هدف د افغانستان د تولید او صادراتي وړتیاوو نندارې ته وړاندې کول دي.
د شانګهای د همکارۍ سارمان د کابل او اسلامباد د شخړو د حل لپاره د منځګړتوب وړاندیز وکړ
د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي ویلي چې دا سازمان کولای شي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې منځګړیتوب وکړي، خو یوازې هغه وخت چې دواړه خواوې د خبرو اترو لپاره سیاسي اراده وښيي.
نورلان یرميکبایف وویل چې د سازمان غړي هېوادونه کولای شي له موجودو میکانیزمونو څخه د تاوتریخوالي د کمولو او د سیاسي حل د هڅولو لپاره کار واخلي، خو دا به هغه وخت ممکن وي چې دواړه لوري چمتو وي. هغه وویل: «د هر ډول داسې هڅې لپاره اساسي شرط د اړخونو سیاسي اراده ده.»
ده زیاته کړه چې دا سازمان د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اړیکو کې بدلونونه له نژدې څاري او د افغانستان او شاوخوا سیمو ثبات د پراخ سیمهییزې امنیت لپاره ډېر مهم ګڼي.
په ورته وخت کې، یرميکبایف وویل چې تر اوسه نه له اسلاماباده او نه هم له طالبانو څخه کوم رسمي غوښتنلیک ترلاسه شوی چې دا سازمان د منځګړیتوب یا خبرو اترو لپاره رامخکې شي.
یرميکبایف وویل چې دا سازمان د سیمهییزو شخړو د سیاسي او دیپلوماتیکو لارو د حل ملاتړ کوي، او د ملي حاکمیت درناوی او ګډې حللارې مهم اصلونه بولي.
په دې ترڅ کې، روسیې او یو شمېر نورو سیمهییزو هېوادونو مخکې هم چمتووالی ښودلی چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي.
د شانګهای همکارۍ سازمان له نوښتونو څخه یو د «شانګهای–افغانستان د تماس ډله» ده، چې د سیمهییز ثبات لپاره د خبرو او همغږۍ د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ده.
کرزی: د نجونو او ښځو د زده کړو او کار بندیز هیواد کمزوری کوي
نن پنجشنبې د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال په داسي حال کې پیلېږي چې د پر له پسې پنځم کال په مخه له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو محرومې دي.
په همدې حال کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار د بندیزونو دوام هېواد کمزوری کوي.
هغه د نوي تعلیمي کال د پیل په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له زدهکړو څخه د نجونو محرومول او د ښځو پر کار محدودیتونه د افغانستان ټولنه لا ډېرو ستونزو ته ټېل وهي.
پخواني ولسمشر ویلي چې د دې ډول پالیسیو دوام به د هېواد ثبات او پرمختګ ته نه جبرانېدونکې تاوانونه ولري.
کرزي ټینګار وکړ چې د ټولو ماشومانو لپاره زدهکړه — که نجونې وي او که هلکان — د ملي پرمختګ، ځان بسیاینې او عزتمن ژوند لپاره ضروري ده.
هغه وغوښتل چې ښوونځي او پوهنتونونه دې نجونو ته بېرته پرانستل شي او ښځو ته دې اجازه ورکړل شي چې کار وکړي او په ټولنه کې بشپړ ګډون ولري.
ښاغلي کرزي د نوي تعلیمي کال پیل ته په اشارې، د ښوونځي د زنګ غږ «د نوې هیلې ژمنه» وبلله او له زدهکوونکو یې وغوښتل چې د لوړو زدهکړو لپاره هڅه وکړي.
په هلمند کې د یوه کور د نړېدو په پېښه کې ۳ تنه مړه شول
د سخت باران له امله په هلمند ولایت کې د یوه کور د نړېدو په پېښه کې ۳ تنه وژل شوي دي.
د طالبانو د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې پېښه کې، چې پرون (چهارشنبې) د سنګین ولسوالي په کارېز کلي کې وشوه، دوه ماشومان او یوه ښځه وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې د کور د چت د نړېدو علت سخت باران ښودل شوی دی.
همداراز، شپږ نور کسان، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، ټپیان شوي او د درملنې لپاره سیمهییز روغتون ته وړل شوي دي.