د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

غزه کې لا هم د جګړې د پای څرک نه لیدل کېږي؛ملګري ملتونه بېړنۍ غونډه لري


ارشیف، غزه کې روان تاوتریخوالی
ارشیف، غزه کې روان تاوتریخوالی

په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د نړیوالې شدیدې ډیپلوماسۍ سره سره د دې نښې نه دي لیدل کېږي چې جګړه به ودرول شي.

د نړیوالو هڅو په ترڅ کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن سې شنبه (د غويي ۲۸مه) په بیړنۍ غونډه کې د غزې پر وضعیت خبرې کوي.

دغه راز د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د غزې او اسراییلو ترمنځ د اوربند ملاتړ کړی.

سپینه ماڼۍ وايي، ښاغلي بایډن دا غوښتنه پرون دوشنبې (د غويي ۲۷مه) د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې وکړه.

د سپینې ماڼۍ په بیان کې راغلي دي چې بایډن له نتانیاهو سره په خبرو کې همدا راز د فلسطیني ډلو د توغندويي حملو پر وړاندې د خپلې دفاع لپاره د اسراییلو د حق پر قاطع ملاتړ ټینګار وکړ.

بایډن د غزې او اسراییلو ترمنځ د اوربند ملاتړ کړی
بایډن د غزې او اسراییلو ترمنځ د اوربند ملاتړ کړی

بایډن له دې مخکې هم ورته څرګندونې کړي او د دې ترڅنګ یې چې په اصولو کې یې د اوربند پلوي کړی و د توغندویي بریدونو په وړاندې له خپل ځانه د دفاع په برخه کې د اسراییل د حق کلک ملاتړ کړی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي خبریالانو ته وویل، امریکا د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو هڅو ته ژمنه ده.

مېرمن ساکي وویل چې دا نه شي کولی د ټولو هڅو جزییات اوس څرګند کړي.

په سیمه کې د روان تاوتریخوالي د پای ته رسېدو د هڅو په ترڅ کې د فلسطینې ادارې مشر محمود عباس د سیمې لپاره د امریکا له ځانګړې استازي هادي امر سره په کتنه کې له واشنګټنه غوښتي چې د اسراییل د یرغل پر وړاندې اقدام وکړي.

د بایډن د ادارې د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان پرون دوشنبه (د غويي ۲۷مه) وویل چې د اسراییل او مصر د ملي امنیت له سلاکارانو سره یې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې واشنګټن شدیده ډیپلوماسي مخ ته وړي.

د فرانسې او مصر ولسمشران، ایمانویل مکرون او عبدالفتاح السیسي یوه اوربند ته د رسېدو هڅه کوي او غواړي چې د اردون ملاتړ خپل کړي.

دغه راز به د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران هم نن سې شنبه په بیړنۍ غونډه کې په غزه کې د راپورته شوي تاوتریخوالي په اړه خبرې وکړې.

د دې ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې ګړندې کړي دي، خو د دغو ټولو هڅو سره-سره په سیمه کې د دې نښې نه لیدل کېږي چې دغه جګړه به چې دوهمې اوونۍ ته داخله شوې، ژر ودرول شي.

د فرانس پرېس د راپور له مخې اسراییل تېره شپه په غزې تړانګه کې پر یو شمېر ځایونو بمباري وکړه چې په نتیجه کې یې څو ودانۍ ویجاړې شوې.

جوزېف بورېل په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې ګړندې کړي
جوزېف بورېل په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې ګړندې کړي

د دغو بمباریو په نتیجه کې سړکونو او نورو تأسیساتو ته هم زیان رسیدلی او برېښنا هم پارچاو شوې ده.

د اسراییل پوځ وویل، حماس او نورو فلسطیني ډلو له غزې شااوخوا ۳۳۵۰ توغندي ویشتي چې ۲۰۰ یې یوازې پرون دوشنبې توغولي دي.

پوځ دغه راز ویلي چې د اسراییل په هوایي او د توپونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳۰ سخت دریځي وژل شوي دي.

په غزه کې جګړو د یوه بشري ناورین د رامنځته کېدو خطر زیات کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې له ۳۸ زرو زیات کسان په سیمه کې له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي او دوه نیم زره کسانو هم خپلو کورونه له لاسه ورکړي دي.

د اسراییل په هوایي او د توپونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳۰ سخت دریځي وژل شوي
د اسراییل په هوایي او د توپونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳۰ سخت دریځي وژل شوي

اسراییل د مې په لسمه پرغزې بریدونه وروسته له هغې پیل کړل چې ورڅخه د اسراییل پر لور توغندي وویشتل شول.

په غزه کې د وژل شوېو کسانو شمېر۲۱۲ ته لوړ شوی چې ۶۱ یې ماشومان دي. دغه راز له ۱۴۰۰ زیات کسان هم ټپیان شوي دي.

اسراییل هم خپل لور ته د یوه ماشوم په ګډون د لسو کسانو مړینه تایید کړې ده. د اسراییلي چارواکو په وینا له غزې د توغندویي بریدونو په نتیجه کې په سلګونو کسان ټپیان شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG