د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام‌اباد کې افغان سفیر احضار کړی


اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل
اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل

پاکستان وایي، د افغان چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې یې اسلام‌اباد کې افغان سفیر احضار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، دوی سفیر نجيب‌الله علي‌خېل ته خپل سخت اعتراض سپارلی دی.

پاکستان دا کار په ښکاره د دې هېواد په اړه د جمهور رئیس غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له سختو څرګندونو وروسته کوي.

ښاغلی محب د اختر په لومړۍ ورځ ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال پاکستان ته په خطاب کې وویل چې تاریخ‌یې جعلي او د ویاړ لپاره هېڅ هم نه‌لري.

حمدالله محب پاکستان تورن کړ چې له طالبانو ملاتړ کوي، خو د ویاړ لپاره دومره څه نه‌لري چې خپلې سیمې او وسلې پرې ونوموي.

اوس پاکستان وایي، دا ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کولای شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ رسنیو ته ویلي، افغانستان په دې ډول څرګندونو سره د سولې په برخه کې د پاکستان له‌خوا شوې همکاري بابېزه ګڼي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا په دې اړه چپ دی.

بل‌خوا د چارو پوهان وایي، بې له شکه چې پاکستان په افغانستان کې د ورانیو تر شا لاس لري، خو افغان حکومت پر ځای د دې چې د سرو کرښو په معلومولو سره له قوي ډیپلوماسۍ کار واخلي یوازې پر احساساتي څرګندونو بسنه کوي چې کومه ګټه نه‌لري.

د باور غورځنګ مشر نجیب ازاد وايي: "بدبختانه د افغانستان حکومت د سرو کرښو او قوي ډیپلوماسۍ له مخې عمل نه‌کوي، بلکې د فردي دریځونو پر بنسټ عمل کېږي. زه فکر نه‌کوم چې افغان حکومت د خپل سفیر د احضار په مقابل کې ورته عمل وکړي، ځکه حکومت سمه بهرني پالېسي نه‌لري."

د باور غورځنګ مشر نجیب ازاد
د باور غورځنګ مشر نجیب ازاد

خو افغان حکومت له دې وړاندې ویلي چې دایمي دوست او دایمي دښمن نه‌لري، بلکې له هر هېواد سره‌یې اړیکې د ملي ګټو پر بنسټ ولاړې دي.

پاکستان داسې مهال د اعتراض په ډول اسلام‌اباد کې افغان سفیر احضاروي چې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره‌یې ټیلیفوني خبرو کې د هغه امریکایي سیال انتوني بلېنکن د افغانستان د سولې په برخه د دې هېواد د همکارۍ د دوام غوښتنه کړې.

ښاغلي بلېنکن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي "شاه محمود قریشي سره‌یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان د شویو ژمنو، د افغانستان د سولې په پروسه د دې هېواد په تل‌پاتې همکارۍ او د سیمې د ثبات په اړه خبرې کړي."

بل‌خوا پاکستان یو ځل بیا د افغانستان د سولې په پروسه کې د خپلې همکارۍ ژمنه تازه کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، له انتوني بلېنکن سره ټیلیفوني خبرو کې شاه محمود قریشي په افغانستان کې د تل‌پاتې اوربند او د تاوتریخوالي پر پای ټینګار کړی دی.

پاکستان له یوې ټولیزې سیاسي حل لارې د افغانستان د شخړې پای ته رسېدل د سیمې او نړیوالې ټولنې مسؤلیت بللی دی.

پاکستان داسې مهال د افغانستان د شخړې په برخه کې د همکارۍ ژمنه کوي چې افغان حکومت په دې برخه کې د دې هېواد د عملي ګامونو اخیستو ته په تمه دی.

پر پاکستان د افغان چارواکو له سختو نیوکو او کابل ته د پاکستان د لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه له سفر وروسته، افغان حکومت وویل، پاکستان د عملي همکارۍ ژمنه کړې او دوی د عمل لیدو ته په تمه دي.

کابل ته د پاکستان پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه وروستی سفر او له جمهور رئیس غني سره‌یې لیدنه
کابل ته د پاکستان پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه وروستی سفر او له جمهور رئیس غني سره‌یې لیدنه

افغان حکومت پاکستان له طالبانو په ملاتړ، دې ډلې ته په پټن‌ځایونو برابرولو او تمویل تورنوي، خو پاکستان او طالبانو په ځلونو دا ادعا رد کړې ده.

امریکا او پاکستان داسې مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي په پای او تل‌پاتې اوربند خبرې کوي چې په افغانستان کې د جګړې لمبې پراخې شوي.

خو افغان لوری د دې شخړې بنسټیز حل بیا هم د پاکستان په ځواب پورې تړلی بولي چې له افغانانو سره له دوستۍ او دښمنۍ کوم یو ټاکي.

خو دې پوښتنې ته د پاکستان ځواب تر اوسه یوازې دومره دی چې دوی په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي امارت د بیا راتګ ملاتړي نه‌دي.

XS
SM
MD
LG