د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۱

قریشي: د افغان جګړې ښکیلې خواوې دې دایمي اوربند ته هڅې روانې وساتي


قریشي پرون له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر د اوربند هرکلی هم وکړ. 
قریشي پرون له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر د اوربند هرکلی هم وکړ. 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، د افغانستان د جګړې ښکیلې خواوې باید دایمي اوربند ته هڅې روانې وساتي.

قریشي پرون له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره د ټیلیفوني خبرو پرمهال د اختر د درې ورځنی اوربند هرکلی هم وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي قریشي ویلي: "بین الافغاني خبرو جامع او هر اړخیز سیاسي جوړجاړي ته تاریخي فرصت برابر کړی دی."

حمدالله محب ننګرهار کې یوې غونډې ته وویل، پاکستان یې په چارو کې لاسوهنه کوي.
حمدالله محب ننګرهار کې یوې غونډې ته وویل، پاکستان یې په چارو کې لاسوهنه کوي.

پاکستان د سولې خبرو کې افغان چارواکو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی، خو افغان لوری د دوی په خبرو بې باوره دی.

د اختر په لومړۍ ورځ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ننګرهار کې یوې غونډې ته وویل، پاکستان یې په چارو کې لاسوهنه کوي.

نوموړي دا خبره څو ورځې وروسته تر دې وکړه چې د پاکستان لوی درستیز قمر جاوېد باجوه او بریتانوي سیال یې کابل ته ګډ سفر درلود چې هدف یې د کابل او اسلام اباد د اړیکو ښه والی بلل شوی دی.

XS
SM
MD
LG