د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۲

هند کې د کرونا بحران؛ نړیوال د اکسیجن او نورو روغتیايي وسایلو مرستې کوي


هند کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د اخته ناروغانو د درملنې پر مهال
هند کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د اخته ناروغانو د درملنې پر مهال

په داسې حال کې چې په جنوبي اسیا کې د کرونا ویروس پېښې مخ پر زیاتېدو دي، د هندوستان د وبا بحران هم ورځ تر بلې زیاتېږي.

نړیوالو له هندوستان سره د اکسیجنو او نورو روغتیايي وسایلو مرستې کړي.

د بریتانیا حکومت ویلي چې هندوستان ته به د مصنوعي ساه اخیستلو زر دانې اضافي ماشینونه ولېږي.

د تېرې اوونۍ پر مهال هندوستان ۲.۶ ملیونه د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت کړي او په دې ویروس اخته شااوخوا ۲۳،۸۰۰ کسان مړه شوي دي. له دې سره د ټولو مړینو شمېر دوه لکه او پنځلس زره ته لوړ شوی دی.

متخصصین په دې باور دي چې دا شمېرې د بحران جدیت ښيي.

د صدراعظم نرېندرا مودي حکومت پر ټول هېواد له بندیز لګولو ډډه کړې ده، خو ګڼو ایالتونو خپل محدودیتونه وضع کړي دي.

هند کې د کرونا ویروس د خپرېدو نقشه
هند کې د کرونا ویروس د خپرېدو نقشه

په جنوبي اسیا کې په عمومي توګه خطر زیات شوی دی.

په نیپال او سريلانکا دواړو کې مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي او په روغتونونو کې بسترونه، اکسیجن او نور روغتیايي وسایل مخ پر کمېدو دي.

په پاکستان کې هم د کرونا ویروس درېیمه څپه راغلې ده. چارواکو د مې په دوهمه نېټه پرېکړه وکړه چې د مې له څلورمې تر ۲۰مې به د تګ راتګ لپاره له افغانستان او ایران سره لارې په موقتي توګه تړلې وي.

دا محدودیتونه به له افغانستان او ایرانه پر ورتلونکو پاکستاني وګړو نه‌وي.

په اورپا کې وضعیت مخ پر ښه کېدو دی.

رومانیا به د مې په درېيمه په پلازمېنه بخارست کې د کرونا ویروس اړوند بندیزونه کم کړي ځکه مثبتې پيښې کمې شوې دي.

په جرمني کې هم مثبتې پېښې کمې شوي او د واکیسن کمپاین هم تر ډېره عملي شوی دی.

جرمني کې د کرونا ویروس له امله د لګول شویو محدودیتونو له رفع کولو وروسته په سوپر مارکېټونو کې د پېر پر مهال راټول شوي کسان
جرمني کې د کرونا ویروس له امله د لګول شویو محدودیتونو له رفع کولو وروسته په سوپر مارکېټونو کې د پېر پر مهال راټول شوي کسان

په بریتانیا کې لیورپول د موسیقۍ یو فیستیوال جوړ کړ چې ایا په دا ډول مراسمو کې ویروس خپرېږي که نه.

شااوخوا پنځو زرو کسانو پرته له ماسکونو او ټولنیز واټن مراعتولو په‌کې ګډون کړی وو. دوی تر فیستیوال مخکې د 'کووېډ-۱۹' ټسټ کړی وو او نتیجه‌یې منفي وه او همداراز به تر فیستیوال پنځه ورځې وروسته هم ټسټ وکړي.

XS
SM
MD
LG