د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

نړۍ

د هند صدراعظم او ګوندي ملګرو یې د دغه هېواد سیمه‌ییزو ټاکنو کې ماته وخوړه

د هندوستان صدراعظم نرېندرا مودي
د هندوستان صدراعظم نرېندرا مودي

د هندوستان صدراعظم نرېندرا مودي او ګوندي ملګرو یې په داسې حال کې چې هېواد یې له کرونا سره لاس او ګرېوان دی په سیمه‌ییزو ټاکنو کې ماته خوړلې ده.

دا ټاکنې د واکمن ګوند بهاراتیا جاناتا لپاره یوه ازموینه ګڼل کېږي.

مودي او ګوند یې په لوېدیځ بنګال او څلورو نورو سیمو کې تورن شوي چې د ټاکنیزو کمپاینونو په جوړولو سره‌یې سیاست د خلکو په مصونیت غوره ګڼلی دی.

ماماتا بانیرجي چې د کرونا په وړاندې د حکومت په چار چلند سختې نیوکې کوي ښايي د درېیم وار لپاره په لوېدیځ بنګال کې ګټونکی شي او واک ترلاسه کړي.

اخوا واکمن ګوند بهاراتیا جاناتا په دې تمه و چې په دې سیمه‌ییزو ټاکنو کې لویې لاسته راوړنې ولري.

په هند کې داسې وخت ځینو سیمو کې ټاکنې او کمپاینونه شوي چې کرونا په‌کې اوج ته رسېدلې ده. وړمه ورځ په‌کې له څلورو لکو زیات کسان په کرونا اخته شوي. د ورځنیو مړینو کچه هم تر ۳،۴۰۰ کسانو رسېدلې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اوکراین پر چېرنیهیف د روسیې په هوایي برید کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي

د چېرنیهیف ښار په مرکزي برخه نن سهار درې توغندي ولګېدل چې له امله یې د استوګنې شپاړس ودانۍ، یو مکتب او یو روغتون زیانمن شول.
د چېرنیهیف ښار په مرکزي برخه نن سهار درې توغندي ولګېدل چې له امله یې د استوګنې شپاړس ودانۍ، یو مکتب او یو روغتون زیانمن شول.

د اوکراین پر چېرنیهیف ښار د روسیې په هوایي برید کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او د اوکراین د بېړنیو چارو د ادارې په وینا ۶۰ نور ټپيان شوي دي.

د چېرنیهیف ښار په مرکزي برخه نن سهار درې توغندي ولګېدل چې له امله یې د استوګنې شپاړس ودانۍ، یو مکتب او یو روغتون زیانمن شول.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي ویلي، دا داسې برید و چې له دوی سره یې د شنډېدو امکانات نه وو.

چېرنیهیف د اوکراین له پلازمېنې کییف څخه ۱۴۵ کیلو متره واټن لري او پخوا تر دې هم ورته بریدونه پرې شوي دي.

په پاکستان کې د بندې شوې ایکس شبکې د بیا فعالیت لپاره لارښوونه شوې

ارشیف
ارشیف

د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې د ایکس یا پخواني ټویټر فعالیت ته بېرته اجازه ورکړي.

د فرانس‌پرېس خبري اژانس د راپور له مخې ایکس شبکه د تېرې فبروري میاشتې له ۱۷مې راهیسې په پاکستان کې بنده شوې ده.

که څه هم د پاکستان حکومت د دغه بندیز په اړه پخوا رسماً څه نه و ویلي، خو اوس یې کورنیو چارو وزارت ویلي چې د امنیتي ملحوظاتو له کبله یې دغه شبکه بنده کړې ده.

د پاکستان حکومت پخوا تر دې هم په ځینو مناسبتونو لکه اخترونو، ټاکنو او د عاشورا په شپو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو بندیزونه لګولي.

د کریملین سوله ساتي ځواکونه له نګورنو قره‌باغ څخه وځي

په نګورنو قره‌باغ کې د روسیې سوله ساتي ځواکونه
په نګورنو قره‌باغ کې د روسیې سوله ساتي ځواکونه

کریملین وایي، د دوی سوله ساتي ځواکونه د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ له لانجمنې سیمې نګورنو قره باغ څخه وځي.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف نن د اپرېل په ۱۷مه خبریالانو ته ویلي، په دې اړه د اذربایجاني رسنیو خپاره شوي راپورونه سم دي.

ارمنستان پخوا تر دې په نګورنو قره‌باغ کې پر مېشتو روسي ځواکونو نیوکه کړې وه چې پر دوی د اذربایجان د برید په مخنیوي کې پاتې راغلي.

نګورنو قره‌باغ د اذربایجان د خاورې یوه برخه ده، خو ډېری اوسېدونکي یې ارمنیان دي.

اذربایجان د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر کې پر نګورنو قره‌باغ بریدونه وکړل او ورسره یې هغه سیمې بېرته ونیولې چې له درېیو لسیزو راهیسې د ارمنیانو په کنټرول کې وې.

په دغې لانجمنه سیمه کې د اذربایجان له عملیاتو وروسته ډېر ارمنیان کډې کولو ته مجبور شول.

ایران کې د اسراییلي سوداګر د اړوندې یرغمل شوې پرتګالي بېړۍ ۲۵ تنه عمله خوندي دي

ارشیف
ارشیف

په ایران کې د اسراییل یوه سوداګر پورې اړوند د یوې پرتګالۍ بېړۍ ۲۵ تنه نیول شوې عمله په خوندي حالت کې ده.

رویټرز خبري اژانس نن چهارشنبه د ( ایم.ایس.سي) ترانسپورتي شرکت په حواله ویلي، دوی هڅه کوي چې ژر تر ژره دغه عمله او کارګو بېړۍ یې د ایران له خوا ازاده شي.

دغه بېړۍ چې د پرتګال بیرغ پرې ولاړ و او د یوه اسراییلي میلیاردر اړوند ده، د اپریل په ۱۳مه هرمز تنګي ته نژدې د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب له لوري ونیول شوه.

پرتګال پرون سه شنبه په همدې تړاو د ایران سفیر احضار او خپل اعتراض یې ورته واوره.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي، دغه بېړۍ یې د نړیوالو اصولو د سرغړونې له کبله توقیف کړې ده.

اوکراین: د روسیې هوایي برید ۱۰ تنه وژلي او ۱۸ نور ټپیان کړي

د پېښې سیمه
د پېښې سیمه

د اوکراین پر چېرنیهیف ښار د روسیې په هوایي برید کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي ویلي، دا داسې برید و چې له دوی سره یې د شنډیدو امکانات نه وو.

د چېرنیهیف والي ویاچیسلاف چاوس ویلي، دغه برید نن سهار لس کم نهه بجې وروسته له هغه وشو چې دغه ښار کې د خطر زنګ ووهل شو.

د چیرنیهیف ښاروال ویلي چې له هوایي برید وروسته سیمه کې د نورو احتمالي تلفاتو لټه پیل شوې ده او په خبره یې، هدف د ملکیانو د هستوګنې یوه ودانۍ وه.

دغه ښار د اوکراین له پلازمېنې کیف څخه ۱۴۵ کیلو متره واټن لري او پخوا تر دې هم ورته بریدونه پرې شوي دي.

بېساري ورښتونه؛ متحده عربي اماراتو کې د هوایي ډګرونو فعالیتونه ټکني شول

د متحده عربي اماراتو یو هوایي ډګر
د متحده عربي اماراتو یو هوایي ډګر

په متحده عربي اماراتو کې د بې ساري ورښت له کبله د هوایي ډګرونو فعالیتونه ټکني شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د امارت ایرلاین په حواله ویلي چې دوی د نویو مسافرو د لېږد بهیر تر راتلونکې نیمې شپې ځنډولی، خو ویلي یې دي چې یوازې به د ترانزیت مسافرو لېږد دوام کوي، هغه هم په ممکنه ځنډ سره.

د دوبۍ هوایي ډګر چې د نړۍ له ګڼې ګوڼې ډک یو میدان دی، پر خپله ایکس شبکه/ یا پخواني ټویټر له خلکو غوښتي چې هوایي ډګر ته دې نه ورځي.

ځایي رسنیو دغه ورښت بې ساری بللی او ویلي یې دي چې د اماراتو په شمالي سیمه راس الخیمه کې د سېلاب له کبله یو ۷۰ کلن کس مړ شوی دی.

په اماراتو کې پرله پسې ۲۴ ساعته باران د هوا پېژندنې د ادارې د معلوماتو له مخې، له ۱۹۴۹ کال راهیسې ساری نه درلود.

پاکستان کې د باران او تلندې د مړو شمېر ۶۳ تنو ته لوړ شوي

ارشیف
ارشیف

په پاکستان کې د باران او تلندې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۳ ته پورته شو.

اسوشیتید پریس خبري اژانس نن چهارشنبه د هغه هېواد د چارواکو په حواله ویلي چې تر ټولو ډېر، یعنې ۳۲ کسان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د چتونو د پرېوتو له کبله مړه شوي چې ۱۵ یې ماشومان او ۵ یې مېرمنې دي.

د پاکستان د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې ویاند خورشید انور ویلي، ورښتونو کې لسګونه کسان ټپیان شوي او په خبره یې ۱۳۷۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

پاکستان ۲۰۲۲ کال کې سېلونو ۱۷۳۹ تنه مړه کړل او دغه هېواد ته یې د شاوخوا دېرش میلیارده ډالرو په ارزښت زیان واوړه.

په افغانستان کې هم له تېرو څو ورځو راهیسې ورښتونو او سېلونو لږ تر لږه ۵۰ تنه مړه کړي دي.

سعودي: پاکستان کې پر اقتصادي پروژو پانګونو ته دوام ورکوو

شهزاده فیصل بن فرحان بن عبدالله - ارشیف
شهزاده فیصل بن فرحان بن عبدالله - ارشیف

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې هېواد به یې په پاکستان کې په اقتصادي پروژو کې د پام وړ پانګونو پلان ته دوام ورکړي.

شهزاده فیصل بن فرحان بن عبدالله د دوشنبې په ورځ د سعودي د پلاوي په سر کې د دوه ورځني سفر لپاره اسلام اباد ته ورسېد څو له پاکستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه بحث وکړي.

له دې څو ورځې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي وو چې سعودي عربستان غواړي په پاکستان کې د پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې پلان چټک کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار خبریالانو ته وویل چې د سعودي عربستان پلاوي ته په پاکستان کې د پانګونې د احتمالي پروژو د څرنګوالي په اړه جزییات ورکړل شوي دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف تېره اونۍ د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په مکه مکرمه کې وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ سند یې لاسلیک کړ.

روسیه؛ د اشغال شوې کریمیا سیمې په یوه پوځي اډه کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي

ارشیف
ارشیف

د روسیې له خوا د اشغال شوې کریمیا سیمې د شمالي ښار دژانکوی په یوه پوځي هوايي اډه کې تېره شپه د څو چاودنو غږونه واورېدل شول.

د اسټرا پر ټلګرام چینل د سیمې د اوسېدونکو له خوا هغه ثبت شوې ویډیوګانو خپرې شوې چې ظاهرا په دې هوايي اډه کې د اور لمبې او لوی لوګی پکې ښکاري.

خپلواکو سرچینو تراوسه دا راپورونه نه دي تایید کړي او په کریمیا ټاپووزمه کې دېره د روسیې سیمه ایزو چارواکو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

امریکا: پر ایران د تېلو صادراتو د کمولو لپاره یې نوي بندیزونه لګوو

د ایران د تېلو زېرمې - ارشیف
د ایران د تېلو زېرمې - ارشیف

د امریکا د خزانې وزیرې خبرداری ورکړی چې واشنګټن غواړي په راتلونکو ورځو کې پر ایران نوي بندیزونه ولګوي چې نتیجه به یې د دې هېواد د تېلو د صادراتو د ظرفیت کمول وي.

جنېت یلین پرون په واشنګټن کې د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک د ګډې پسرلنۍ غونډې په څنډه کې ټینګار وکړ چې دا بندیزونه پر اسراییلو د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د وروستۍ حملې په ځواب کې لګول کېږي.

مېرمن یلین په دې اړه نور جزییات ورنه کړل خو ویې ویل چې د دوی په بحثونو کې د ایران، د دې په وینا د تروریستي فعالیتونو د ځنډولو لپاره له ټولو امکاناتو د کاراخیستو احتمال شته.

هغې زیاته کړه چې د امریکا د خزانې او بهرنیو چارو وزارتونو د ایران د بې ثباته کوونکي چلند د مخنیوي لپاره د دې هېواد د تېلو د صادراتو د کمولو په هدف له دې مخکې هم یولړ اقدامات کړي دي.

له دې مخکې اکسیوس وېبپاڼې او واشنګټن پوست ورځپاڼې خبر ورکړی و چې د ولسمشر جوبایډن اداره پر اسراییلو د شنبې ورځې د حملې په غبرګون کې د ایران د رژیم پرضد د بندیزونو د یوې بستې د چمتو کولو په حال کې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG