د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۳۲

هند کې د کرونا ویروس د چټک خپرېدو او مړینو له کبله بحران په سختېدو دی

ارشیف، هند کې د کرونا ویروس له امله مړه شوي کسان
ارشیف، هند کې د کرونا ویروس له امله مړه شوي کسان

په هندوستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو او په دې ویروس د مړینو د شمېر زیاتېدو له کبله بحران په سختېدو دی.

په همدې حال کې یو نړیوال مرستندوی بنسټ هند ته رسېدلی چې د اکسیجن د کموالي په حل او د طبي وسایلو په اکمال کې همکاري وکړي.

بریتانیا ویلي چې هندوستان ته به د مصنوعي تنفس ۱،۰۰۰ نورې دستګاوې یا وینتلاتورونه ولېږي.

تېره اوونۍ په هندوستان کې د کرونا ویروس دوه ملیونه او شپږ لکه نورې مثبتې پېښې او د نږدې ۲۳ زره او ۸۰۰ کسانو مړینه ثبت شوه.

له دې سره په دغه هېواد کې په ټوله کې په کرونا ویروس د مړینو شمېر تر دوو لکو او ۱۵ زرو واوښت.

روغتیايي متخصصان په دې باور دي چې واقعي ارقام ښايي تر دې خورا زیات وي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG