د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

امریکا له هند څخه د ورتلونکو مسافرو پر سفر بندیز لګوي


ارشیف، د امریکا د هوايي شرکت یوه الوتکه
ارشیف، د امریکا د هوايي شرکت یوه الوتکه

امریکا په هند کې د کرونا ویروس د خورا زیاتې خپرېدا له کبله د روانې اوونۍ د سې شنبې له ورځې له هند څخه ورتلونکو ته اجازه نه‌ورکوي.

د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي وايي، د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د ادارې په سپارښتنه پرېکړه وشوه چې له هنده متحده ایالاتو ته د ورتلونکو کسانو پر سفر بندیز ولګول شي.

د سپینې ماڼۍ د ویاندې په وینا، دا بندیز په دې خاطر لګول کېږي چې په هند کې د دې ویروس پرمختللې بڼه په چټکه خپرېږي.

هند پرون اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې شاوخوا څلور لکه مثبتې پېښې ثبت کړي چې دا یو نوی ریکارډ دی. تر دې وړاندې په ۱۰ ورځو کې هند هره ورځ شاوخوا درې لکه پېښې ثبتولې.

XS
SM
MD
LG