د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

لوګر کې د خونړۍ موټر بم حملې اصلي قربانیان څوک دي؟


د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په اکبرخېلو کلي کې د وژل شویو کسانو ډله‌ییزه خاورو ته سپارنه
د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په اکبرخېلو کلي کې د وژل شویو کسانو ډله‌ییزه خاورو ته سپارنه

په لوګر کې د تېرې جمعې ورځې پر ماښام د ترسره شوي موټر بم حملې زیاتره قربانیان د دې ولایت د یوې لیرې پرتې ارزې ولسوالۍ د یوه کلي اوسېدونکي وو.

د دغې حملې د ۲۲ قربانیانو جنازې نن سهار له کابله په هلیکوپټرو او الوتکو کې د ازرې ولسوالۍ د اکبرخېلو کلي ته انتقال او نن له غرمې وړاندې ټولې په یوځایي خاورو ته وسپارل شوې.

د دې ولسوالۍ یو قومي مشر حیات نور اکبرزوی ازادي راډیو ته وویل چې په اکبرخېلو کلي کې نږدې په هر کور کې یو ماتم دی او دا پېښه د دې کلي د اوسېدونکو لپاره په تېرو کلونو کې بې‌سارې ده.

ښاغلی اکبرزوی وايي: "کلي کې داسې وضعیت دی چې د پرون ماخوستن راهیسې نه چا ډوډۍ خوړلې، نه چا تراوېح کړي او نه څوک خبرې کولای شي، ټول سرو اوښکو ژاړي، داسې ویر دی چې ۳۰ کاله انقلاب کې موږ داسې ویر نه‌دی لیدلی او نه به راشي."

دی وایي، دا جنازې په داسې مهال خاور ته سپاري چې لا یې هم قاتل او عامل نه‌دی معلوم شوی او نه‌پوهېږي چا او ولې ووژل.

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په اکبرخېلو کلي کې د وژل شویو کسانو ډله‌ییزه خاورو ته سپارنه
د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په اکبرخېلو کلي کې د وژل شویو کسانو ډله‌ییزه خاورو ته سپارنه

نوموړی له یوې خوا د بېړني اوربند او له بلې خوا د دې پېښې د عاملینو د پېژندلو او په سزا رسولو غوښتنه کوي.

د یادې سیمې بل اوسېدونکي بلال نېکزاد له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې افغان حکومت او ځایي ادارې په تېرو ۲۰ کلونو کې دغه ولسوالي له پامه غورځولې.

دی وایي، له مرکز پل علم څخه دې ولسوالۍ ته د غځېدلې لویې لارې د امنیت د نه‌ټینګښت له امله‌یې نن له یوه کلي د ۲۲ کسانو جنازې پورته کېږي.

ښاغلی نېکزاد زیاتوي: "د ازرې ولسوالۍ قرباني ورکوي، په طول د ۲۰ کلونو کې دا لارې بندې دي، ولې مرکزي اداره او حکومت قربانۍ ته په درنه سترګه نه‌ګوري، ځیني داسې کسان هم په‌کې و چې دوی اته میاشتې منتظر و چې کلي ته د هوا له لارې راشي."

که څه هم د لوګر ځایي چارواکو او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي یاد کړي، خو د اکبرخېلو کلي قومي مشران او اوسېدونکي وایي، په وژل شویو کسانو کې د محصلانو او زده‌کوونکو ترڅنګ ملکي او نظامي کارکوونکي هم شامل وو چې دې ولسوالۍ ته د هوا له لارې د راتګ لپاره په دې مېلمستون کې پاتې کېدل.

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په اکبرخېلو کلي کې د وژل شویو کسانو ډله‌ییزه خاورو ته سپارنه
د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په اکبرخېلو کلي کې د وژل شویو کسانو ډله‌ییزه خاورو ته سپارنه

د ازرې ولسوالۍ د خلکو د غوښتنو په اړه د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ وویل چې د یادې ولسوالۍ لپاره په راتلونکي کال کې یو شمېر پروژې په نظر کې نیول شوي او د خلکو غوښتنې یې اورېدلې دي.

ښاغلي لونګ وویل: "نه‌یوازې د ازرې د ولسونو، بلکې د لوګر د ټولو ولسوالیو د اوسېدونکو غوښتنې ولایتي ادارې په نظر کې نیولي او لا به هم د هغوی غوښتنو ته ځان رسوي."

که څه هم د لوګر ځایي چارواکي او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د لوګر په پېښه کې وسله‌وال طالبان ښکېل بولي، خو لا هم وسله‌والو طالبانو او د دولت کومې بلې مخالفې وسله‌والې ډلې د دې برید مسؤلیت نه‌دی منلی.

XS
SM
MD
LG