د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۶

د لوګر د خونړۍ پېښې د ځینو قربانیانو کورنۍ: امنیتي بنسټونه پړه دي


لوګر کې د خونړۍ موټر بم حملې قربانیان
لوګر کې د خونړۍ موټر بم حملې قربانیان

د لوګر ولایت د وړمې شپې د خونړۍ پېښې د قربانیانو د ځینو کورنیو غړي، د خپلو عزیزانو د امنیت په ساتنه کې امنیتي بنسټونه پړه بولي.

د جمعې په شپه د لوګر په مرکز پل علم ښار کې په موټر بم چاودنه کې ۲۶ تنه ووژل شول او ۱۱۰ نور ټپیان شول.

محمد صابر چې د لوګر ولایت په خونړي موټر بم برید کې یې د کورنۍ غړي وژل شوي وايي "موږ په کومه ګناه وژل کېږو."

نوموړی زیاتوي، په یاده پېښه کې یې درې د تره زامن او یو خوریې ځوانیمرګان شول.

محمد صابر وايي چې وژل شوي خپلوان‌یې د کانکور په ازموینه کې د ګډون لپاره پل علم ښار ته راغلي وو، خو له ټولو ارمانونو سره تر خاورو لاندې شول.

دی وايي: "څلور مې نږدې خپلوان و، درې د تره زامن او یو خوریې چې ټول شهیدان شول، دوی د کانکور لپاره راغلي وو، خو له بده مرغه ووژل شول، دوو د ترو زامنو مې ودونه کړي وو، د کورنۍ د ګټې وټې خلک وو."

لوګر کې د خونړۍ حملې قربانیان
لوګر کې د خونړۍ حملې قربانیان

محمد صابر په امنیتي بنسټونو نیوکه کوي چې ولې د پېښې په مخنیوي کې پاتې راغلي او د برید مخه‌یې نه‌ده نیولې.

محمد یار د لوګر ولایت بل اوسېدونکی دی چې په یاده پېښه کې یې څلور خپلوان وژل شوي دي.

محمد یار زیاتوي، دوه د تره زامن یې چې د دولت کارکوونکي و او د څو میاشتو تنخواګانې یې نه‌وې اخیستې، د خپلو تنخواګانو د اخیستو لپاره پل علم ښار ته راغلي وو.

محمد یار وویل: "له حکومت غواړو چې د لوګر امنیت ټینګ کړي، تر څه وخت به موږ شهیدان او ټپيان ورکړو، د لوګر له چارواکو غواړو چې دې برخې ته پام وکړي."

د لوګر د پېښې نږدې ټول قربانیان د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي دي، دغه ولسوالۍ د لوګر ولایت له لیرې پرتو او غرنیو ولسوالیو او له څو کلونو راهیسې د طالبانو په محاصره کې ده.

له دې خونړۍ پېښې وروسته د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي په امنیتي ناسته کې د لوګر خلکو ته د امنیت ډاډ ورکړ او ویې‌ویل چې امنیتي وضعیت به ښه شي.

د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي
د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي

په لوګر کې د وړمې شپې پېښه په ملي او نړیواله کچه وغندل شوه.

که څه هم د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغې پېښې پړه پر طالبانو واچوله.

XS
SM
MD
LG