د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

لوګر کې موټر بم برید؛ "د تلفاتو شمېر په زېاتېدو دی ډېری یې زده کوونکي دي"


د لوګر په پېښه کې وژل شوي کسان
د لوګر په پېښه کې وژل شوي کسان

د لوګر ولایت د جمعې ماښام د روژه ماتي پرمهال موټر بم حملې ‌‌‌‌‌‌لسګونه کورنۍ د غم په ټغر کېنولې.

‎د دغه ولایت چارواکي وایي، د وژل شوېو او ټپیان شمېر مخ په ‌‌‌‌‌‌ډېرېدو دی.

د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزي نن شنبه (د غويي ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل، د وژل شوېو شمېر ۲۶ او د ټپیانو ۱۱۰ ته رسېدلی دی.

نوموړي زیاته کړه: "له بده مرغه په دې پېښه کې ۲۶ تنه شهیدان شو چې یو کس مو همدا اوس د خاورو لاندې راووېست چې هغه هم شهید و، د شپې ۲۱ کسان شهیدان وو خو اوس مجموعاً ۲۶ شهیدان او ۱۱۰ کسان ټپیان لرو، ټپیان ټول روغتونونو ته انتقال شوي."‎

د ښاغلي ستانکزي په خبره، تر خاورو لاندې یو شمېر کسان لا هم بند پاتې دي، خو هڅه کېږي وژغورل شي.

خو د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ بیا د وژل شوېو شمېر ۲۲ تنه بولي او وایي، د ټولو جنازې یې کورنیو ته ورکړل شوي دي.

‎د لوګر ولایت د چارواکو په خبره، وژل شوي کسان ټول هغه زده کوونکي او محصلین وو چې د دغه ولایت له ازرې ولسوالۍ مرکز پل علم ته کانکور ازموینه کې د ګډون په هدف راغلي وو، خو کور ته تر ستنېدو مخکې ماښام شااوخوا ۷ بجې چې ‌‌‌‌‌‌ډېری یې پر روژه ماتي بوخت وو، موټر بم برید ووژل.

‎د دوی په خبره، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

‎دا برید د لوګر ولایت عامې روغتیا روغتون ته څېرمه پر هغې ودانۍ شوی چې دولتي مېلمستون و او د عامو خلکو لپاره جوړ شوی وو.

چارواکي وايي په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي
چارواکي وايي په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي

‎د برید ځای ته نږدې کورونه هم زیانمن شوي او د ښیښو د ماتېدو او چتونو د کېناستو له امله ګڼ خلک ټپیان شوي دي.

‎د لوګر ولایت د امنیتي چارواکو په خبره، بریدګر چاودېدونکي توکي په یوه مازدا ‌‌‌‌‌‌ډوله موټرکې ځای پر ځای کړي وو او سیمې ته د ننوتلو لپاره یې د خیره موسسې له لوري د مرستو د رسولو خبره کړې او وروسته یې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

‎بل خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د دې حمل نږدې ۷۱ ټپیان د کابل بېلابېلو روغتونونو ته انتقال شوي دي.

‎د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علي زي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "د سهار تر څلورو بجو خو له لوګر ولایت نه کابل ته ۷۱ ټپیان را انتقال شوي وو او د روغتیا وزارت سره رسمي شمېرې ښیي چې ۲۲ کسان وژل شوي، دغه ولایت نه د کابل وزیر محمد اکبر خان، ایمرجنسي، صحت طفل، ابن سینا، جمهوریت، استقلال روغتونونو ته ټپیان را انتقال شوي دي."

دغه حمله د افغان جمهور رییس غني په ګډون ګڼو چارواکو او بهرنیو ټولنو غندلې ده.

که څه هم د پېښې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو افغان چارواکو د وسله والو طالبانو کار بللی دی.

وسله والو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په وروستیو څو میاشتو کې خونړۍ حمله بلل کېږي چې په دومره کچه مرګ ژوبله اړوي.

په همدې حال کې تېر ماښام د بګرام په هوايي هډه هم موټر بم حمله شوې چې د ملي اردو یو سرتیری په کې وژل شوی او ۲۵ نور ټپیان دي.

یوې سرچینې په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې د ۱۲ ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

د پروان ولایت امنیتي چارواکو ویلي چې د پېښې ټول قربانیان د فاعي ځواکونه دي.

دا حملې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې نن د مې میاشتې په لومړۍ نېټه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شي.

XS
SM
MD
LG