د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

د افغانستان د ۱۴۰۰م کال د کانکور ازموینه چهارشنبه پیلېږي


ارشیف، د افغانستان خوست ولایت کې د کانکور ازموینه
ارشیف، د افغانستان خوست ولایت کې د کانکور ازموینه

‎د افغانستان د ازموینو ملي اداره وایي، د روان لمریز کال د ثور په ۸مه به د ۱۴۰۰ لمريز کال لپاره پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو مؤسسو ته د کانکور ازموینې پیل او په ۱۰مه نېټه به پای ته ورسېږي.

‎د دغې ادارې چارواکي وایي په یاده نېټه به ۲۵ ولایتونو کې د ۱۲م ټولګيو د فارغانو کانکور ازموینې واخلي.

‎د دغې ادارې د چارواکو په خبره، په لومړي ځل‌یې د کانکور ازموینې ترسره کول په درېیو پړاوونو کې پلان کړي دي.

‎د دغې ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۶» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل: "د ۱۴۰۰ کال د کانکور ازموینې د لومړۍ دورې ازموینې په ۸مه نېټه پیل تر ۱۰مې نېټې د درېیو ورځو لپاره به د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې ترسره کېږي، دا لومړی ځل دی چې د ۲۵ ولایتونو ازموینې په یوه دوره کې مدیریت کېږي."

عبدالقدیر خموش
عبدالقدیر خموش

‎ښاغلی خموش وایي په ۲۵ ولایتونو کې چې ارزګان، بادغیس، بامیان، بغلان، پروان، پکتیکا، پکتیا، پنجشېر، خوست، دایکنډي، زابل، سرپل، سمنګان، غور‌، فراه، کاپیسا، کندهار، کونړ، لغمان، لوګر، ننګرهار، نورستان، نیمروز، هلمند او میدان وردک ولايتونه دي، نږدې ۹۰ زره داوطالبانو نوم‌لیکنه کړې ده.

‎د نوموړي په خبره، د ۸ نورو ولایتونو کانکور ازموینې به په دوهم پړاو د روان لمریز کال په ۲۶مه نېټه پیل او درې ورځې به دوام ولري. دغه اداره وايي د پلازمېنې کابل د کانکور ازموينې نېټه لا نه‌ده مشخصه شوې.

‎د ازمينو ملي ادارې پرون یکشنبه په یادو ۲۵ ولایتونو کې د کانکور ازموینې د داوطلبانو د بایومتریک پروسه پیل کړې چې د دوی په خبره سبا سې شنبه به پای ته ورسېږي.

‎بل‌خوا د دغې ادارې د تخنیکي او عملياتي چارو مشر یما امان د پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو وزارت د جذب د ظرفیت په اړه وویل: "موږ به سږ کال په ټوله کې شاوخوا دوه لکه داوطلبان ولرو، له دې شمېره ۱۴۳ زره به د ظرفیت لپاره سیالي کوي چې ۷۲ زره‌یې د لوړو زده‌کړو وزارت د لېسانس برنامو کې دي چې په دې شمېر کې ۳۳ سلنه‌یې نارینه او ۲۰ سلنه به‌يې ښځې وي او پاتې ۴۵ سلنه بیا عمومي برخه ده هم نارینه او هم ښځینه داوطلبان کولای شي دغو ظرفیتونو کې سیالي وکړي او ۳۰ زره به انسټټیونو ته جذبېږي."

یما امان
یما امان

‎د ازموينو د ملي ادارې چارواکي وایي، په دې نېټو به هم‌مهاله د مسلکي او تخنیکي تعلیماتو او ملکي خدماتو لپاره د داوطلبانو ازموینې هم واخلي.

XS
SM
MD
LG