د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د کانکور ځینې مخکښ زده کوونکي: د لوړو زده کړو وزارت خپلې ژمنې نه دي عملي کړي


ارشیف، د کانکور ازموینې ته ناست یو زدکوونکی
ارشیف، د کانکور ازموینې ته ناست یو زدکوونکی

د ۱۳۹۹ لمریز کال کانکور ازموینې يو شمېر مخکښ محصلان د تحصیلي بورسونو د ورکړې برخه کې د لوړو زده کړو وزارت په وعده خلافي او بې پروايي تورنوي.

د کانکور دوهم نومره نعمت الله فرزاد د لوړو زده کړو پر وزارت نیوکه کوي چې له دوی سره يې په کړیو ژمنو عمل نه دی کړی: "کله چې د کانکور پایلې اعلان شوې، وزیر صاحب له موږ سره ژمنه وکړه چې د کانکور شلو غوره بریالیو زده کونکو ته به بورسونه ورکوي، که څه هم د کانکور اول نومره ترکیې ته ولېږل شوه، خو زموږ په اړه هېڅ اقدام نه دی شوی."

د ۱۳۹۹ لمریز کال د کانکور څلورم نومره توریالی هم ورته انتقاد لري: "زه هم په ځینو اکاډمیکو محیطونو کې حضور لرم، وینم چې ځینې کسان د واسطې او ځینې هم د وکیلانو له لوري له معرفۍ وروسته په بورسونو ځي، خو وزارت نه شي کولای، هغه کسان چې په رښتیا هم مستحق دي بورسونه ورته چمتو کړي."

د لوړو زده کړو وزارت مرستیال ویاند حنیف فرزان
د لوړو زده کړو وزارت مرستیال ویاند حنیف فرزان

دغه محصلان له لوړو زده کړو وزارت غواړي چې را روان تحصيلي کال کې دې دوی ته په بهر کې د تحصیل زمینه برابره کړي.

خو د لوړو زده کړو وزارت مرستیال ویاند حنیف فرزان وايي چې وزارت په خپلې ژمنې ولاړ دی: "ځینې ښه او مثبت کارونه ترسره شوي چې د پام وړ پایلې یې درلودې، د ایران په ګډون ځینو هېوادونو د مرستو ژمنې کړي، نورو هېوادونو سره زموږ هڅې روانې دي، څو وتوانېږو ژر بورسونو ترلاسه کړو او هغو ټولو محصلینو ته چې په کانکور کې مخکښ پېژندل شوي، ورکړو."

ښاغلي فرزان زیاتوي چې د کانکور اول نمره شمسیه د وزارت په بورس ترکیې ته نه ده تللې، بلکې په افغانستان کې د ترکیې د معارف بنسټ له لوري هغې ته بورس ورکړل شوی.

له کابله شمسیه علي زاده د ۳۵۳ نومرو په ترلاسه کولو سره د ۱۳۹۹ میلادي کال کانکور عمومي اول نومره شوه او د کابل پوهنتون د طب پوهنځي ته یې لاره پیدا کړه.

نعمت الله او محمد مجتبی له اغلې شمسیه سره په کم توپير لوړې نومرې ترلاسه او په ترتيب سره د کانکور دوهم او درېیم نومره شول او د طب په پوهنځي کې ومنل شول.

د لوړو زده کړو وزارت وايي، د کانکور اول نومره شمسیه د وزارت په بورس ترکیې ته نه ده تللې.
د لوړو زده کړو وزارت وايي، د کانکور اول نومره شمسیه د وزارت په بورس ترکیې ته نه ده تللې.

د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر د کانکور د اعلان مراسمو کې ويلي و چې وزارت د کانکور ۱۲۲ غوره زده کوونکو ته بورسونه په پام کې نیولي دي.

نوموړي دا هم ویلي و چې د لوړو زده کړو وزارت د کانکور له لومړي تر شلو پرله پسې بریالي شوېو زده کوونکو ته ۲۰ بورسونه او له سلو پورې هغه زده کوونکو ته چې د ولایتونو په کچه یې په کانکور کې تر درېیم پورې لوړې نومرې وړې وي، په پام کې نیول شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت د چارواکو په خبره د ۱۳۹۹ لمریزکال د کانکور ازموینه کې شااوخوا دوه لکه زده کوونکو ګډون کړی وو چې له ډلې یې اویا زره داوطلبه دولتي لوړو زده کړو، شااوخوا پنځوس زره نیمه لوړو زده کړو او شااوخوا اتیا زره یې خصوصي تحصیلي بنسټونه ته لارې موندلي دي.

XS
SM
MD
LG