د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

کونړ کې یو شمېر زده کوونکي: د ښوونځیو ادارې په یوه او بله پلمه پیسې غواړي


کونړ کې یو ښوونځی
کونړ کې یو ښوونځی

په کونړ کې له دولسمو ټولګیو فارغېدونکي زده کوونکي او د دوی کورنۍ شکایت لري چې د ښوونځیو ادارې ورڅخه په بېلابېلو نومونو لکه د غونډو جوړولو او نورو مراسمو په نوم سلګونو افغانۍ غواړي.

دوی وايي، ښايي یو شمېر زده کوونکي د دې پیسو د ورکړې توان ولري، خو ډېری یې نه لري.

د ماڼوګي ولسوالۍ د ننګلام لېسې یو زده کوونکی وايي، کله چې د دولسم ټولګي د فراغت لړۍ پیل شوې، په یوه او بله پلمه ترې پیسې غوښتل کېږي.

دې زده کونکی د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "زموږ د مکتب ادارې له هر شاګرده چې له دولسم ټولګي فارغېږي. د فراغت غونډې لپاره ۳۵۰ افغانۍ ترې اخلي. د پرچو لپاره سل افغانۍ اخلي، همدا راز د کانکور د ثبت نام فورمو لپاره هم پيسې غوښتل کېږي."

ارشیف، یو شمېر زده کوونکي
ارشیف، یو شمېر زده کوونکي

د مرکز اسعداباد اوسیدونکی خان محمد چې زوی يې له دولسم ټولګي فارغېږي وايي: " یو په کانکور کې د ثبت نام لپاره پیسې ترې غوښتل کېږي،د اطلاع نامې پېسې ترې غواړي. د غونډو لپاره ترې اخېستل کېږي، همدا لامل دی چې له ډېرو کسانو تعلیم پاتې، اوس رواجونه زیات شوي. داسې کورنۍ شته چې یوه مړۍ ډوډۍ نه لري. هغوی به زامنو ته څه جامې او واسکټ وکړي؟ که معلمین وي او که نور کسان. باید د خلکو ستونزې په نظر کې ونیول شي او له فارغینو پېسې ونه غواړي، ګنې زیات کسان به له تعلیمه بې برخې شي."

د هغه په خبره چې د ورځې همدومره پیدا کوي چې ایله پرې کورنۍ ته خوراکي توکي وپیري .

دا ستونزه یوازې نارېنه زده کوونکو محدوده نه ده، ښځېنه ښونځیو زده کوونکې هم له دې ستونزو سر ټکوي.

شرېفه مومند د خاص کونړ ولسوالۍ اوسیدونکې چې د یتیمې ورېرې سرپرستې ور له غاړې ده وايي، په ښوونځي کې یتیم، غریب او بډایه نه دی معلوم، له هر ې زده کوونکې پېسې غوښتل کېږي.

اغلې مومند زیاته کړه: "د ښوونځي اداره له یتیمې سریا ورېرې مې د کانکور لپاره د ثبت نام پیسې غواړي. د امتحان د پرچو، د نتایجو او د غونډو جوړولو لپاره پېسې هم ترې اخلي، دا هم ورته ویل کېږي چې که پېسې را نه وړي، نومرې يې کمېږي."

په کونړ کې د پوهنې ریاست مسولین بیا وايي، د لېسو او ښوونځیو هېڅ مسؤل او ښوونکی حق نه لري چې له کوم زده کوونکي په یو او بل نوم پېسې راټولې کړي.

کونړ مرکز
کونړ مرکز

دی وايي دولتي ښوونځیو کې زده کوونکو ته د تعليمې اسانتیاوو برابرول د حکومت مسولیت دی.

د پوهنې ریاست تدريسې مرستیال عبدالقهار اخندزاده ازادي راډيو ته وویل: "که زده کوونکي خپل منځونو کې پېسې راټولوي او وايي چې یو عمومي خیرات کوو او یا هم د شېرنۍ په نامه یې راټولوي، دا د زده کوونکو خپل کار دی، دې کې زموږ اداره نه ده دخیله. دا موضوع اوس مطرح شوه، مخه به یې ونيسو ."

کونړ کې له لېسو یو شمېر فارغېدونکي کسان په داسې حال کې د لېسو له مسولینو شکایت کوي چې یاد ولایت کې ټولې ۹۸ لېسې موجودې دي چې سږ به د ۵۲۲ نجونو په ګډون ترې ۳۳۸۲ زده کوونکي فارغ شي .

XS
SM
MD
LG