د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۱

ایران کې د نسکورې اوکراینۍ الوتکې قربانیانو ته د افغانستان او کاناډا عدالت غوښتنه


د ایران له لوري د اوکراین «PS752» نسکورې شوې الوتکې د قربانیانو مړي
د ایران له لوري د اوکراین «PS752» نسکورې شوې الوتکې د قربانیانو مړي

افغانستان او کاناډا یو ځل بیا د ایران له لوري د اوکراین «PS752» نسکورې شوې الوتکې د قربانیانو کورنیو ته پر عدالت غوښتنې ټینګار کړی دی.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر مارک ګارنو وايي، له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره‌یې ټیلیفوني خبرې کړي.

ښاغلي ګارنو په خپله ټویټرپاڼه لیکلي "دې خبرو کې یې د نسکورې شوې «PS752» اوکرایني الوتکې قربانیانو ته د عدالت او له ایران څخه د پلټنې د دوام په اړه هم بحث کړی".

دا الوتکه د ۱۳۹۸ کال په مرغومي میاشت کې تهران ته نږدې د سپاه پاسداران ځواک له‌خوا په توغندي وویشتل شوه چې په‌کې ۱۰ افغانان هم ووژل شول.

د اوکراین «PS752» ډوله الوتکه د ۱۳۹۸ کال د مرغومې په ۱۸مه د تهران له هوايي ډګره له پورته کېدو وروسته، د سپاه پاسداران له‌خوا په توغندي وویشتل شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم مني چې د حنیف اتمر او مارک ګارنو ټیلیفوني خبرو کې د اوکراینۍ الوتکې د قربانیانو کورنیو ته د نړیوالې ټولنې د همغږۍ او ځواب ورکونې کاري ډلې د بهیر په اړه هم بحث شوی او هوکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ګروپونه به د لا همغږۍ لپاره په ګډه کار کوي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب ازادي راډیو ته وویل: "د «PS752» اوکرایني الوتکې قربانیانو ته د نړیوالې ټولنې همغږۍ او ځواب ورکونې کاري ډلې د کار د بهیر د څرنګوالي او د دواړو هېوادونو د تخنیکي ګروپونو له‌خوا د لا همغږۍ لپاره په ګډ کار خبرې وشوې."

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت

ایران د دې الوتکې له نسکورېدو په لومړیو شېبو کې دا یوه تخنیکي ستونزه وبلله، خو وروسته‌یې ومنله چې سهواً په توغندي ویشتل شوې ده.

د دې الوتکې د نسکورېدو له کبله ۱۷۶ تنه ووژل شول چې ۱۰یې افغانان، ۸۲ ایرانیان، ۵۷ کاناډایان، ۱۱ اوکرایني او ۴یې جرمنیان وو.

د الوتکې نسکورېدو په نړیواله کچه پراخ غبرګون درلود، تر دې چې ایران‌یې پر دې قانع کړ، څو په دې پېښه کې هر تن وژل شوي ته بې د جنسیت، مذهب او نورو په نظر کې نیولو څخه، ۱۵۰ زره امریکايي ډالر د غرامت یا ناغې په توګه ورکړي.

تر دې چې د دې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د ځواب ورکولو او همغږۍ لپاره افغانستان، کاناډا، انګلستان، سویډن او اوکراین د تېر کال د غويي میاشتې په ۱۲مه یوه کاري ډله هم جوړه کړه.

ازادي راډیو د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت د دې کاري ډلې د کارونو د پرمختګ او غرامت یا ناغې په اړه هم وپوښتل چې ایران‌یې باید د قربانیانو کورنیو ته ورکړي، خو دې وزارت له ډېر اوږد انتظار وروسته بیا هم دا پوښتنه ځواب نه‌کړه.

تهران کې د ایران له لوري نسکوره شوې اوکراینۍ الوتکه
تهران کې د ایران له لوري نسکوره شوې اوکراینۍ الوتکه

هڅه مو وکړه چې د هغو ۱۰ تنو افغان کورنیو څخه چې په دې پېښه کې یې د کورنۍ غړي قرباني شوي، هم څوک پیدا کړو، خو دې کار مو پایله ورنه‌کړه.

له دې وړاندې د دې کورنیو غړو د عدالت او د پېښې د عاملانو د محاکمې غوښتنه کړې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG