د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۴

اوکراین کې د هغې الوتکې د قربانیانو یاد ته درناوی وشو چې تهران کې نسکوره شوه 


ار شیف، عکس تئزیني بڼه لري
ار شیف، عکس تئزیني بڼه لري

د اوکراین په پلازمېنه کییف کې نن جمعه (د مرغومي ۱۹مه) د هغې اوکراینۍ الوتکې د قربانیانو یاد ته درناوی وشو چې پوره یو کال مخکې په تهران کې نسکوره شوه.

په دې غونډه کې له پېښې د زیانمنو هېوادونو سفیرانو، د قربانیانو د کورنیو غړو او اوکرایني چارواکو ګډون کړی وو.

د ازادي راډیو د فردا څانګې خبریاله هانا رایسکایا له کییف څخه په راپور کې وايي چې په دې غونډه کې د پېښې د قربانیانو کورنیو له تهرانه پر خپلو غوښتنو یو ځل بیا ټینګار وکړ: "ټول سترګې په لاره دي چې ایران به د قربانیانو د کورنیو دې پوښتنو ته واضح ځواب ووايي چې ولې دا پېښه وشوه، مسوول کسان څوک دي او ایا هغوی ته سزا ورکړل شوې ده کنه؟"

د اوکراین د هوايي شرکت یوه الوتکه د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنوري په اتمه د تهران له هوايي ډګره له الوتو لنډه شېبه وروسته وغورځېده او په کې سپاره ټول ۱۷۶ مسافر چې د افغانستان، ایران، کاناډا، بریتانیا، جرمني او سویډن وګړي وو، ووژل شول.
د اوکراین د هوايي شرکت یوه الوتکه د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنوري په اتمه د تهران له هوايي ډګره له الوتو لنډه شېبه وروسته وغورځېده او په کې سپاره ټول ۱۷۶ مسافر چې د افغانستان، ایران، کاناډا، بریتانیا، جرمني او سویډن وګړي وو، ووژل شول.

د بشري حقونو د څار سازمان نن په یوه بیان کې له ایراني چارواکو وغوښتل چې د دې سانحې په اړه د بې پرې او شفافو څېړنو ژمنه وکړي.

هیومن رایټس واچ د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د مرکو پر بنسټ ویلي چې ایراني چارواکو دوی ځورولي دي.

دې سازمان په یوه راپور کې ویلي، لږ تر لږه شل کسان چې له پېښې وروسته یې په سوله ییزو مظاهرو کې ګډون کړی وو، تر قانوني تعقیب لاندې نیول شوي دي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG