د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

ایران د جنوبي کوریا ولجه کړې کښتۍ خوشې کړه


د جنوبي کوریا هان کوک چیمي کښتۍ
د جنوبي کوریا هان کوک چیمي کښتۍ

ایران د جنوبي کوریا هغه کښتۍ خوشې کړې چې درې میاشتې مخکې یې د امریکا د بندیزونو له وجې د څو میلیارد ډالره شویو پیسو په لانجه کې ولجه کړې وه.

د ایران سپاه پاسداران ځواک دا کښتۍ په دې پلمه نیولې وه چې ګنې د چاپېریال ساتنې له مقرراتو یې سرغړونه کړې ده.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې نن د اپرېل په نهمه خپور شو ویلي، د هان کوک چیمي په نوم د دې هېواد کښتۍ چې درې میاشتې مخکې د ایران له‌خوا ولجه شوې وه او د هغې ماڼو، خوشې شوي او بندر عباس ته له یوه نږدې بندر څخه خوځېدلي دي.

د کښتۍ ۱۲ تنه عمله چې مخکې خوشې شوي وو، د توقیف په ټوله موده کې د تخنیکي مراقبت لپاره په کښتۍ کې پاتې وو.

هرمز تنګي ته نږدې د ایران له لوري ولجه شوې د جنوبي کوریا هان کوک چیمي کښتۍ
هرمز تنګي ته نږدې د ایران له لوري ولجه شوې د جنوبي کوریا هان کوک چیمي کښتۍ

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې په دې اړه چې ایا د دې کښتۍ د خوشې کولو لپاره کومه معامله شوې کنه؟ څه نه‌دي ویل شوي، خو په فبروري میاشت کې دواړو خواوو موافقه کړې وه چې ایران ته د هغو پیسو د سپارلو بهیر به چټکوي چې د امریکا د بندیزونو له کبله په جنوبي کوریا کې کنګل شوي او د امریکا تأیید غواړي.

د ایران سپاه پاسداران ځواک هان کوک چیمي کښتۍ د جنوري په څلورمه نېټه هرمز تنګي ته نږدې ونیوله.

ایران هغه مهال ویل چې له دې کښتۍ تېل څاڅي او دا کار یې د چاپېریال له قوانینو سرغړونه ده.

دې کار ته تر ډېره په جنوبي کوریا کې د ایران د بانکي حسابونو د شاوخوا اووه میلیارده ډالره پانګې د کنګل کېدو پر وړاندې د ځوابي اقدام په سترګه کتل کېدل، خو تهران په رسمي بیانونو کې له دې انکار کاوه چې دا یې له کنګل شویو پیسو سره تړلې موضوع ده.

متحده ایالاتو د ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال په ۲۰۱۸ کال د ایران له اټمي موافقې تر وتلو وروسته پر ایران بیا بندیزونه ولګول.

ارشیف، د ایران له لوري د یو بالیستیک توغندي ازموینه
ارشیف، د ایران له لوري د یو بالیستیک توغندي ازموینه

جنوبي کوریا تر هغه مهاله چې واشنګټن په ۲۰۱۹ کال کې د یو شمېر هېوادونو لپاره له ایران څخه د تېلو پر وارداتو د بندیز استثنا پای ته ورسوله، د ایران د تېلو له مهمو پېرېدونکو څخه و. د جنوبي کوریا په دوو بانکونو کې د ایران پیسې د همدې پرېکړې په نتیجه کې کنګل شوې وې.

ایران ویل چې دې پیسو ته د درملو، طبي تجهیزاتو او د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ پر ضد د واکسین د پېرلو لپاره اړتیا لري.

دا کښتۍ داسې مهال خوشې شوې چې د ایران او د لویو قدرتونو مرکچیان پر ایران د امریکا د بندیزونو له کبله د خنډونو د له‌منځه وړلو او د ۲۰۱۵ کال له اټمي موافقې د ایران د سرغړونو په اړه په ویانا کې خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG