د امریکا متحده ایالاتو لهخوا د ایران پر تېلو، د هغو پر انتقالاتو، کښتۍ جوړولو او د مالي چارو پر سکټورونو تازه بندیزونه نافذ شول.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دا پر ایران تر ټولو سخت بندیزونه ګڼلي دي.
په همدې حال کې د ایران ولسمشر نن په تازه څرګندونو کې ویلي چې د خپلو تېلو په پلورلو سره به دغه بندیزونه مات کړي.
امریکایي چارواکو لاسمدستي په رسمي ډول دغه بندیزونه نهدي اعلان کړي، خو د نن ورځې چې د نومبر پنځمه نېټه ده د ورځې له لومړیو د ایران پر تېلو، کښتۍ جوړولو او د مالي چارو پر نورو سکټورونو نوي بندیزونه نافذ دي.
دا د واشنګټن لهخوا داسې یوه هڅه ده چې غواړي تهران خپل چلند بدل کړي او هغه څه ختم کړي چې د امریکا متحده ایالاتیې په سیمه کې د ایران منفي مداخله بولي.
د دغه نویو اقداماتو د یوې برخې په توګه سپینې ماڼۍ د ایران د تېلو پېرېدونکو ته خبرداری ورکړی وو چې له دغه هېواد د تېلو اخیستل صفر ته ورسوي او ګواښیې کړی چې د سرغړونې په صورت کې به د امریکا له مجازاتو سره مخامخ شي.د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر نن سهار وختي د همدې مسئلې په تړاو پر دولتي ټلوېزیون خلکو ته په وینا کې وویل چې ایران به د خپلو تېلو پلورلو ته دوام ورکړي او دا بندیزونه به مات کړي.
حسن روحاني ویلي چې امریکا غواړي ایران د تېلو خرڅلاو صفر ته ورسوي، خو وایي هېواد بهیې د دغو بندیزونو د ماتولو تر حده د خپلو تېلو پلورلو ته دوام ورکړي.
تر دې څو ساعته وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دا د امریکا لهخوا پر ایران تر ټولو سخت بندیزونه وبلل.
تر دې یوه ورځ دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د «سي. بي. اېس» ټلوېزیون سره په مرکه کې مشخصاً اروپا ته خبرداری ورکړ ویېویل:
"اروپايي شرکتونو ته به اجازه ورنهکړل شي، څو هم له ایران سره راکړه ورکړه ولري هم له امریکا سره."
جنوبي کوریا نن روېټرز ته ویلي چې دوی ته وروسته له هغه د ایران د تېلو د پېرلو په برخه کې معافیت ورکړل شوی چې له واشنګټنهیې د تر ټولو لوړې کچې استثنا غوښتنه کړې وه.
عراق او ترکیې هم وړاندې ویلي و چې تمه لري پهدې برخه کې معافیت ترلاسه کړي، خو په عین حال کې خبري اژانسونو د افغانستان، هند، ایټالیا او جاپان نومونه ښودلي چې ښایې د ایران د تېلو اخیستلو په برخه کې مستثنی وي.
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د نومبر پر ۴مه فاکس نیوز ته ویلي، هغه هېوادونه چې معافیت ترلاسه کوي، یو څه وخت ته اړتیا لري چې له ایرانه د تېلو اخیستل صفر ته ورسوي.
هغه ویلي فکر نهکوي چې د امریکا متحده ایالات دې دغو هېوادونو ته د همدې کار لپاره تر شپږو میاشتو ډېر وخت ورکړي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون یوه اوونۍ وړاندې ویلي و چې سپینه ماڼۍ غواړي په هغو بندیزونو چې پر تهرانیې لګوي، د ایران پر اقتصاد فشار زیات کړي، خو وایي واشنګټن نهغواړي خپل دوستان او متحدین چې د دې هېواد په تېلو پورې تړلي دي، زیانمن کړي.