د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

نتانیاهو ولسمشر ټرمپ وستايه چې پر ايران بېرته بنديزونه لګوي


د اسرائيل صدراعظم د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وستايه چې پر ايران بېرته بنديزونه لګوي.

د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتانياهو په هغه اعلاميه کې چې د ده دفتر پرون خپره کړې، ويلي چې پر تهران دغه بنديزونه په رښتيا هم راروان دي.

بنیامین نتانیاهو
بنیامین نتانیاهو

د امريکا حکومت وړمه ورځ اعلان وکړ چې پر تهران دغه بنديزونه به سبا دوشنبه عملي شي.

دغه بنديزونه د ايران د انرژۍ، د کښتۍ جوړولو صنعت، انتقالات او مالي سکټور په نښه کوي.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په مې مياشت کې د ٢٠١٥ میلادي کال له اټمي تړون څخه د واشنګټن د وتلو اعلان وکړ او په اګست مياشت کې يې د ايران پر اقتصاد د بنديزونو بيا معرفي کول پيل کړل.

د ایران مذهبي رهبر ایت الله علي خامنه‌يي ویلي چې پر ایران د اقتصادي بندیزونو لګولو پرېکړه د امریکا ناکامه هڅه ده.

خامنه‌يي پرون شنبه په تهران کې وویل، امريکا کمزورې شوې ده.

دی زیاتوي:

"نننۍ امریکا تر هغې امریکا چې ۴۰ کاله مخکې کله چې دلته انقلاب بریالی شو، ډېره کمزورې ده، د امریکا قدرت مخ پر ځوړ روان دی، دا مهمه خبره ده، د نړۍ ډېر معتبر سياستوال او ټولنپوهان په دې باور دي چې د امريکا نرم قدرت خوسا شوى او د له منځه تلو په حال کې دى."

د امريکا د متحدو ايالتونو بنديزونه د ٢٠١٥ میلادي کال د اټمي موافقې له مخې له ايرانه لېرې کړاى شوي وو، په بدل کې يې ايران خپل اټمي پروګرام محدود کړى و.

له ايرانه په ورکړل شويو راپورونو کې ويل شوي، زرګونو کسانو د ايران په پلازمېنه تهران کې د امريکا د سفارت د نيولو د کليزې په مناسبت لاريون وکړ.

٣٩ کاله مخکې يعنې په ١٩٧٩میلادي کال کې د امريکا د سفارت د نيول کېدو له کبله واشنګټن له تهران سره خپلې ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې.

لاريونوال په تهران کې د امريکا د پخواني سفارت د ودانۍ مخې ته راټول شوي وو او شعارونه يې ورکول چې مرګ پر اسرائيل او مړه دې وي امريکا.

د ايران د دولتي ټلويزيون د راپور له مخې، د ايران په نورو ښارونو کې هم ورته لاريونونه وشول.

مظاهره چيانو د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ګوډاګي يا هغه ته ورته يوې جوړې شوې نانځکې او د اسرائيل او امريکا بيرغونو ته اور واچاوه.

٣٩ کاله مخکې په همدې ورځ د ايران پارېدلو محصلانو په تهران کې د امريکا پر سفارت يرغل وروړ، ٥٢ تنه امريکايان يې يرغمل.

وروسته له هغې چې واشنګټن په تهران کې د محاکمه کېدو لپاره د پخواني پاچا محمد رضا پهلوي له ورسپارلو ډډه وکړه، نيول شوي کسان د ٤٤٤ ورځو لپاره يرغمل وو.

تهران او واشنګټن له هغې راهيسې په خپلو کې ډيپلوماتيکې اړيکې نه لري.

XS
SM
MD
LG