د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

افغانستان لا هم له ماینونو د متأثره هېوادونو په 'لومړي سر کې' دی


کندز کې د ماین پاکۍ یو کارکوونکی په یوه سیمه کې د ماین لټولو پر مهال. 21Oct2008
کندز کې د ماین پاکۍ یو کارکوونکی په یوه سیمه کې د ماین لټولو پر مهال. 21Oct2008

امریکايي چارواکو ویلي له افغانستان سره د ماین پاکۍ په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي څو له دې لارې پر ملکیانو د ماینونو د ناوړه اغېزو په مخنیوي کې برخه ولري.

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راسن وېلسن یکشنبه ماښام په یو لړ ټویټونو کې دا مسئله یاده کړې ده.

ښاغلي وېلسن ویلي امریکا له افغان حکومت سره د ماین پاکۍ په برخه کې د کال ۲۰ ملیونه ډالره مرستې او د ترهګرو لاسونو ته د درنو او سپکو وسلو د لوېدو د مخنیوي په برخه کې پوره همکارۍ ته متعهده ده.

د امریکا د دغه لوړپوړي ډیپلوماټ په ټویټونو کې دا یادونه هم شوې ده چې امریکا له ۱۹۹۳ تر ۲۰۲۰ کاله پورې له افغانستان سره د متعارفه وسلو په له‌منځه وړلو او د ماین پاکۍ لپاره څه باندې ۵۳۷ ملیونه ډالره مرسته کړې ده.

ښاغلي وېلسن ټینګار کړی چې امریکا او ملګري يې په یوه خوندي ځای د افغانستان د بدلولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

خو افغانستان کې ماینونه لاهم خلک قرباني کوي.

۱۵ کلن اغا جان د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د څارويو څرولو پر مهال د ماین په چاودنه کې سخت ټپي شوی و.

دی وايي: "لاندې مې لاس کې یو بل ټپ و. ورنونه مې څیرې وو. هغه‌یې راګنډلي دي."

دا یوازې اغا جان نه‌دی چې د ماین چاودنې ټول عمر له یوې پښې او یوه لاسه محروم کړ، بلکې د ده څېر ګڼ داسې تنکي ځوانان د ماینونو چاودنې سخت ټپيان یا وژلي دي.

د ارزګان یو اوسېدونکی روزالدین هم د یوې ماین چاودنې کیسه کوي چې په‌کې د ده دوه نږدې خپلوان وژل شوي.

روزالدین زیاتوي: "زموږ په سیمو او کلیو کې د جګړو پر مهال زیات ماینونه خښ شوي دي. موږ خپل کلي ته تللي و یو مې د اکا زوی او بل مې د ماما زوی په ماینونو وربرابر شول. دواړه په شهادت ورسېدل. په دې خاطر چې هلته ړنده ماینونه پټ و او موږ نه‌و خبر چې دلته ماینونه شته."

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې یوازې ۲۰۲۰ کال کې نږدې ۱،۶۰۰ ملکیان (۱۵۸۲) د ماینونو، ناچاودو مهماتو او د انسانانو په لاس د جوړو ماینونو په چاودنو کې مړه یا ټپيان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت یوناما د موندنو له مخې د ماین چاودنو ۸۰ فیصده قربانیان ماشومان دي.

ارشیف، سمیع‌الله هغه ماشوم چې په فاریاب کې یې د ماین په چاودنه کې پښه پرې شوې ده.
ارشیف، سمیع‌الله هغه ماشوم چې په فاریاب کې یې د ماین په چاودنه کې پښه پرې شوې ده.

د اپرېل څلورمه د یکشنبې په ورځ د ماین د خطرونو په اړه د پوهاوي ورکولو نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کي یو کنفرانس جوړ شوی و چې په‌کې د ماین پاکۍ په برخه کې په تفصیل خبرې وشوې.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزارت د ماین پاکۍ د همغږۍ د برخې مشر محمد شفیق یوسفي دغه کنفرانس ته وویل چې افغانستان لا هم له ماینونو د متأثره هېوادونو په لومړي سر کې دی.

ښاغلی شفیق وايي: "شاوخوا ۲۰ ملیونه ماینونه او ناچاوده مهمات له‌منځه وړل شوي، خو لا هم ۱،۶۰۰ کیلومتر مربع ځمکه پاتې ده. دلیل‌یې دا دی چې د کار اندازه زیاته ده او افغانستان له ماینونو د متأثره هېوادونو په تر ټولو لوړه درجه کې دی، همداراز روانې جګړې د دې لامل شوي چې په سیمه کې ځیني ناچاوده مهمات پاتې شي او ملکیانو ته خطر پېښ کړي او هم په لاس جوړ شوي ماینونه په جنګي سیمو کې کارېږي."

ښاغلي شفیق وویل دوی په دې هیله دي چې د ماین پاکۍ په برخه کې ورته کافي بودجه ورکړل شي.

د یکشنبې په کنفرانس کې ګڼو بهرنیو ډیپلوماټانو هم برخه اخیستې وه او د خپلو هېوادونو په استازیتوب‌یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

XS
SM
MD
LG