د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۲

د مارچ ۲۷مه برما کې خونړۍ ورځ، پوځ د ماشومان په ګډون ۱۱۴ مظاهره چیان ووژل


برما کې مظاهره چیان
برما کې مظاهره چیان

د مارچ ۲۷مه په برما یا میانمار کې د پوځ پرضد د اعتراضونو په ترڅ کې تر ټولو خونړۍ ورځ بلل شوې.

د پرونیو (شنبه-د وري ۷مه) اعتراضونو په لړ کې د پوځ په ډزو د لږ تر لږه ۱۱۴ کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

رویټرز او اسوشیټېډ پرېس خبري اژانسونو ویلي، په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.

د برما پولیسو او سرتیرو د قهرجنو معترضینو د خورولو لپاره له وسله وال ځواکه کار واخېست.

د برما پولیس او سرتیري قهرجن معترضینو خوروي
د برما پولیس او سرتیري قهرجن معترضینو خوروي

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس په خپرې شوې ویډیو کې د میانمار ځواکونه ښکاري چې د محافظتي دیوالونو تر شا د اعتراض کوونکو پر وړاندې ډزې کوي او معترضین هم خپل مقاومت ته دوام ورکوي.

د برما پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .

د رویټرز د راپور له مخې له دې شمېرې سره د روانو اعتراضونو له پیل راهیسې په دې هېواد کې د وژل شوېو معترضینو شمېر تر ۴۰۰ ډېر شو.

د معترضینو د خورولو لپاره د وسله وال ځواک کارول د لویدیځو هېوادونو له سختو انتقادونو سره مخامخ شو.

ملګري ملتونه وایي، دا راپورونه ټکان ورکوونکي دي. دغه سازمان زیاتوي په شااوخوا ۴۰ ښارونو کې سلګونه نور کسان ټپیان شوي او ډېری نور هم نیول شوي دي.

د امریکا سفیر توماس واجدا په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا وینه توییدنه وحشتناکه ده او زیاتوي چې د میانمار خلک په ښکاره وایي چې نه غواړي د پوځ تر واکمنۍ لاندې ژوند وکړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب هم ویلي چې د بې وسلو ملکي خلکو او ماشومانو وژل، د ټیټوالي یو نوی ډول ښيي.

برما کې مظاهره چیان
برما کې مظاهره چیان

په همدې حال کې د برما یا میانمار لپاره د اروپايي ټولنې پلاوی بیا وایي، دغه شنبه به د وحشت او بې حرمتۍ ورځې په توګه د تل لپاره پاتې شي.

دا پېښه په هغه ورځ شوې چې د میانمار پوځ په دې هېواد کې د وسله والو ځواکونو ورځ ونمانځله.

د پوځي حکومت مشر جنرال مین انګ هالینګ په همدې مناسبت د پوځي پرېډ پر مهال په وینا کې وویل چې پوځ به خلک خوندي کړي او د ډیموکراسۍ لپاره له مبارزه وکړي.

نوموړي په دې هېواد کې د انتخاباتو ترسره کېدو ژمنه تکرار کړه، خو وخت یې ونه ښود.

هغه دا هم وویل چې پوځ له ټول ملت سره د یولاس کېدو په هڅه کې دی چې د ده په وینا ډیموکراسي خوندي کړي.

د پوځ مشر زیاته کړه چې د خپلو غوښتنو لپاره داسې تاوتریخجن اقدامات چې ثبات او امنیت ګواښي، مناسب نه دي.

د فبرورۍ د لومړۍ ورځې په کودتا کې پوځ د چارو واګی په لاس کې واخېست او د ملکي حکومت مشره انګ سان سوچي یې زنداني کړه.

له هماغې ورځې د برما خلک په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرو ته راوځي او د کودتا غندنه او د انګ سان سوچي خوشې کول غواړي.

XS
SM
MD
LG