د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۰۲

خبرونه

برما کې د مظاهرو دوام؛ نن ډاکتران او نرسان لارو سړکونو ته راووتل

ارشیف، برما کې یو شمېر مظاهره کوونکي

د برما په مرکزي برخه کې نن ډاکتران او نرسان د اعتراض په ډول لارو سړکونو ته راووتل.

دا لاریون وروسته له هغې وشو چې له پرون راهیسې پر کودتا ضد اعتراض کوونکو یو وار بیا مرګوني فشارونه راوستل شول.

تېره میاشت تر پوځي کودتا وروسته چې ملکي رهبره انګ سان سوچي یې له واکه وپرځوله، په برما کې په ملي سطحه مظاهرې کېږي او مظاهره‌چیان د ډیموکراسۍ بېرته اعاده غواړي.

د سرچینو په حواله تر پوځي کودتا وروسته نږدې ۳۵۰ کسان وژل شوي او تر ۲،۳۰۰ زیات نور نیول شوي دي، خو ګومان کېږي واقعي شمېر به خورا زیات وي.

امنیتي ځواکونو د مظاهره‌چیانو په وړاندې له سخت فشار، ربړي مرمیو او اوښلنو ګازو کار اخیستی دی.

دغه تاوتریخوالي بیا هم د سلګونه ډاکترانو او نرسانو مخه نه‌ده نیولې چې سختې خولۍ یې پر سر کړې وې او د سان سوچي عکسونه‌یې له ځانونو سره لېږدول.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ګراهام: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه ناسمه ده

امریکايي سناتور لینډسي ګراهام

امریکايي سناتور لینډسي ګراهام له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو برخه کې د ولسمشر جو بایډن پریکړه ناسمه بللې ده.

جمهوريپال ګراهام چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په مسایلو کې پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستل د هغې بیمې فسخ کول دي چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سېپټمبر په ۱۱ مه نېټه پر متحدو ایالتونو د بلې تروریستي حملې مخه یې نیوله.

ښاغلي ګراهام زیاته کړه چې پر طالبانو باور نه شي کېدای: "طالبان له القاعده او داعش سره توپیر لري. زه منم چې هغوی به دلته زموږ په کور کې پر موږ برید ونه کړي خو باور لرم چې دوی به القاعده او داعش ته په افغانستان کې د ازاد فعالیت امکان برابر کړي. طالبان دا لېوالتیا او ظرفیت نه لري چې هغوی تعقیب کړي."

سناتور ګراهام وايي، په طالبانو کې ځینې عناصر شته چې پرمختګ غواړي خو د ده په وینا ډېر تُندلاري کسان هم په کې شته.

ویانا کې د ایران د اټمي موافقې د احیا کولو په اړه خبرې بیا پیلیږي

ویانا

په پام کې ده چې د ایران د اټمي موافقې د احیا کولو په اړه خبرې نن پنجشنبه(د وري ۲۶مه) بیا د اتریش په پلازمېنه ویانا کې پیل شي.

د ایران او د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د نور لاسلیک کوونکو هېوادونو بریتانیا، فرانسې، جرمني، چین او روسیې استازو تېره اوونۍ هم غونډه وکړه. د دې غونډې ګډونوالو دا خبرې رغنده بللې وې.

نننۍ خبرې داسې مهال پیلېږي چې د ایران د اټمي پروګرام په اړوند نوې ستونزې رابرسېره شوې دي ایران وړمه ورځ اعلان وکړ چې د نظنز په اټمي تأسیساتو کې د برېښنا د پرچاوۍ په غبرګون کې د یورانیمو د غني کولو بهیر چټکوي.

تهران دا پېښه د ورانکارۍ عمل بللی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون وویل چې د یورانیمو د غني کولو اړوند اعلان دا شکونه رامنځ ته کوي چې ایا ایران د خپل اټمي پروګرام په اړه په خبرو کې جدي دی او که نه؟

بایډن او مېرکل: د اوکراین سرحد اوږدو کې د روسي ځواکونو کمول به کړکېچ کم کړي

ارشیف، د امریکا ولسمشر جو بایډن او د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل موافقه کړې چې د اوکراین د سرحد په اوږدو کې د روسیې د پوځي ځواکونو کمول به په سیمه کې د کړکېچ له کمېدو سره مرسته وکړي.

د جرمني د حکومت ویاند ستیفن زایبرت پرون د مېرکل او بایډن له ټیلیفوني خبرو وروسته وویل، دواړو مشرانو تأیید کړه چې د وضعیت د عادي کولو لپاره په‌کار ده له روسیې غوښتنه وشي چې د خپلو اضافي ځواکونو شمېر کم کړي.

پرون د اپرېل په ۱۴مه د امریکا دفاع وزیر روسیې ته خبرداری ورکړ چې په سیمه کې له پارونو لاس واخلي. لوېد استین د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر او د ناټو له عمومي منشي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: "موږ له روسیې غواړو چې له پارونو ډډه وکړي او د خپلو وروستیو فعالیتونو په اړه وضاحت ورکړي. موږ مخکې دا هم ویلي چې د اوکراین ارضي تمامیت ته باید درناوی وشي."

هغو تصویرونه، وېډیوګانې او نور معلومات چې په دې وروستیو کې خپاره شوي د اوکراین سرحد ته نږدې او د روسیې له‌خوا په ۲۰۱۴ کال کې د اشغال شوې کریمیا ټاپو وزمې پر لور د روسیې د پراخو پوځي جزوتامونو خوځښت ښيي.

ناټو: له افغانستانه د ځواکونو ایستل به د مې له لومړۍ نېټې پیل کړو

بروکسل کې د ناټو دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو غونډه

ناټو اعلان کړی چې له افغانستانه د غوڅ ملاتړ مأموریت د ځواکونو ایستل به د مې په لومړۍ نېټه پیل او د سپټمبر په ۱۱مه نېټه بشپړ کړي.

دا اعلان په هغه اعلامیه کې شوی چې ناټو تېره شپه خپره کړه.

پرون له دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر به د سږني کال د مې په لومړۍ نېټه پیل او د سپټمبر په ۱۱مه نېټه بشپړ شي.

ناټو هم په خپله اعلامیه کې طالبانو ته د بایډن خبرداری تکرار کړی او ویلي یې دي چې که طالبان د دې ټلوالې پر سرتېرو د وتلو پر مهال برید وکړي، نو ځواب به‌یې د ځواک په کارولو ورکړي.

اعلامیه زیاتوي چې ناټو او شریکان به‌یې د افغانستان، افغانانو، د دې هېواد د اساسي قانون او د امنیت او د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو د خوندي کولو په هدف د افغانستان د بنسټونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

تېر کال افغانستان کې ۷۴ زره مټریک ټنه مالوچ تولید شوي

مزار شریف کې د مالوچو کښت

د افغانستات کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، په ۱۳۹۹ کال کې د هېواد په کچه ۷۴ زره مټریک ټنه مالوچ تولید شوي دي.

په ۱۳۹۸ لمریز کال بیا دا کچه ۷۳ زره مټریک ټنو ته رسېده.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، سږ کال په بلخ ولایت کې څه باندې ۲۸ زره ټنه مالوچ تولید شول چې تر نورو ولایتونو يې کچه لوړه وه.

د هغه په خبره هلمند، کندز، نیمروز، تخار، جوزجان او بغلان نور هغه ولایتونه دي چې د مالوچو د تولید له اړخه مهم بلل کېږي.

مالوچ د صنعتي نباتاتو له ډلې دی چې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه ښه بازار لري.

وسله‌والو طالبانو د غزني قره‌باغ ولسوالۍ پر مرکز برید کړی

ارشیف، غزني کې د یوې حملې له سیمې پورته شوی لوګی

د سې شنبې او چهارشنبې په منځنۍ شپه وسله‌والو طالبانو د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ چې د تېرې شپې تر ناوخته‌یې دوام درلود.

د یادې ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان وايي، دغه جګړه د شپې ۱۰:۴۵ دقیقې پیل شوه.

رمضان ځیرک تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل، وسله‌وال طالبان اوس هم د ښار ځینو برخو کې شتون لري او پر امنیتي ځواکونو د لیزري وسلو بریدونه کوي.

رمضان ځیرک زیاتوي، که مرکزي دولت له دوی سره د هوايي ځواک مرسته ونه‌کړي، جګړه به ستونزمنه او دغه ولسوالۍ به سقوط شي.

رمضان ځیرک وايي نن د ورځې په اوږدو کې افغان هوايي ځواکونو پر دغه وسله‌والو بریدونه وکړل، یو رېنجر موټر یې په نخښه کړ چې په پایله کې یې شپږ تنه وسله‌وال وژل شوي دي.

د نوموړي په خبره، په دغه ۲۴ ساعته جګړه کې افغان امنیتي ځواکونو ته زیان نه‌دی اوښتی.

وسله‌وال طالبان هم مني چې افغان هوايي ځواکونو بمبار کړی دی، خو وايي د دوی جنګیالو ته په‌کې زیان نه‌دی اوښتی.

د دغه ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، وسله‌والو طالبانو د قره‌باغ ولسوالۍ مرکز ته څېرمه ځیني عملیات ترسره کړي دي.

قره‌باغ له غزني مرکز څخه شاوخوا په ۲۵ کیلومترۍ واټن سوېل لور ته د کابل-کندهار پر لویه لاره پرته ولسوالۍ ده چې ډېری سیمې یې د وسله‌والو طالبانو په واک کې دي.

امریکا پر یو شمېر روسي چارواکو او ادارو بندیزونه لګوي

د امریکا او روسیې ملي بیرغونه

په پام کې ده چې د امریکا متحده ایالات نن پر یو شمېر روسي چارواکو او ادارو بندیزونه ولګوي.

روېټرز او بلومبورګ د ځینو سرچینو له قوله چې هویت‌یې نه‌دی په ډاګه شوی، ویلي، دغه بندیزونه به پر شاخوا ۳۰ هغو ادارو ولګول شي چې تېر کال د امریکا په انتخاباتو کې د لاسوهنې یا د امریکا د حکومت او لویو شرکتونو د کمپیوټرونو په هک کولو تورنې شوي.

په دغو بندیزونو کې به دغه‌راز د استخباراتي چارواکو په ګډون شاوخوا ۱۰ تنه هم په نښه شي.

د راپورونو له مخې تمه ده چې په دغه اقدام کې به ۱۰ روسي چارواکي او ډیپلوماتان هم له دې هېواده وایستل شي.

د ولسمشر جو بایډن ادارې له څو اوونیو راهیسې داسې نښې څرګندې کړې وې چې د روسیې سایبري حملو ته به سخت ځواب ورکړي.

د امریکا روغتیایي ډله: پر جانسن انډ جانسن واکسین نورې څېړنې ته اړتیا ده

د جانسن انډ جانسن کرونا ویروس ضد واکسین

د امریکا هغه روغتیایي مشورتي ډله چې د 'کووېډ-۱۹' په وړاندې یو شمېر کسانو ته د جانسن انډ جانسن د ورکړل شوي واکسین په اړه چې ایا هغه د وینې د غوټه کېدو سبب شوی که نه، څېړنه کوي، وایي مخکې له دې چې په دې اړه پرېکړه وکړي، نورې څیړنې ته اړتیا لري.

د دغې ډلې دا پرېکړه چې پرون چهارشنبه‌یې کړې، دا معنی لري چې په متحده ایالاتو کې به د جانسن انډ جانسن د واکسین بهیر ځنډول کېږي.

د امریکا دغې روغتیایي مشورتي ډلې دغه پرېکړه په یوه بېړنۍ غونډه کې یوه ورځ وروسته له هغې وکړه چې د امریکا د درملو د تنظیم ادارې سپارښتنه وکړه چې د دغه واکسین چې یوازې یو دوز خلکو ته ورکول کېږي، تطبیق دې د اوس لپاره ودرول شي.

تر اوسه په متحده ایالاتو کې د جانسن انډ جانسن واکسین اووه ملیون دوزه تطبیق شوی چې یوازې په شپږو کسانو کې د وینې د غوټه کېدو پېښې رامنځه ته شوې دي.

دغه کسان هم د ۱۸ او ۴۸ کلونو ترمنځ عمرونه لري.

سي‌ای‌اې له افغانستانه د ځواکونو له وتلو وروسته د ستر ګواښ خبرداری ورکړ

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې، سي‌ای‌اې رئيس ویلیم برنز

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې، سي‌ای‌اې رئيس له افغانستانه د امریکايي او ائتلافي ځواکونو له وتلو وروسته د ستر ګواښ خبرداری ورکړ.

ویلیم برنز، د ولسمشر بایډن له لوري د ځواکونو د ایستلو تر اعلان څو ساعته وړاندې د امریکا د سنا جرګې استخباراتي کمېټې ته وویل، کله چې امریکايي او ائتلافي ځواکونه له افغانستانه ووځي، ستر خطر به رامنځته شي.

ده په عین حال کې وویل چې امریکا به دا امکان ولري چې ځیني امکانات بېرته ترلاسه کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن چهارشنبه ناوخته اعلان وکړ چې له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې باسي.

ښاغلي بایډن چهارشنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۲۵مه» ناوخته وویل، د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د ۱۱مې د حملو مطلب دا نه‌دی چې امریکايي پوځیان ۲۰ کاله وروسته لا هم په افغانستان کې پاتې شي.

د پاکستان لوی درستیز او د امریکا بهرنیو چارو وزیر پر افغان سولې خبرې وکړې

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه

پاکستان وايي، د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز پرون د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان د سولې او د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او انتوني بلېنکن پر دوه اړخیزو مسئلو او د افغانستان د سولې په پروسه کې د وروستیو انکشافاتو په شمول د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې پر اساس، د دغه هېواد لوی درستیز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې د ملاتړ بشپړ ډاډ ورکړ.

په خبرپاڼه کې دغه‌راز راغلي چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر د پاکستان پوځ لوی درستیز ته د دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا ژمنه ورکړه.

د پاکستان حکومت پر 'لبیک تحریک' سخت‌دریځه اسلامي ګوند بندیز لګوي

پاکستان کې د 'لبیک تحریک' سخت‌دریځه اسلامي ګوند ملاتړي اعتراض کوونکي

د پاکستان حکومت وايي، پر هغه سخت‌دریځه اسلامي ګوند به بندیز ولګوي چې په دغه هېواد کې د فرانسې ضد مظاهرو له لارې تاوتریخوالو ته لمن وهي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید پرون (چهارشنبه) په اسلام‌اباد کې خبریالانو ته وویل، د پاکستان پر لبیک تحریک به د پاکستان د ترورېستي ضد قوانینو پر اساس بندیز ولګول شي.

ده زیاته کړه، پرېکړه‌یې کړې چې پر دې ډلې بندیز ولګوي ځکه چې نه‌غواړي چې د نړۍ په کچه یو سخت‌دریځی هېواد وپېژندل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا اعلان څو ساعته وروسته له دې وکړ چې امنیتي ځواکونو یې په اسلام‌اباد کې اعتراض کوونکي په زوره تیت پرک کړل.

د سې شنبې په ورځ له اعتراض کوونکو سره په نښتو کې د دوو پولیسو په ګډون ۵ تنه ووژل شول.

د ایران د یورانیمو غني کولو پر پرېکړې د جرمني، بریتانیا او فرانسې اندېښنه

د نطنز له اټمي بټۍ د ایران ولسمشر او یو شمېر چارواکو لیدنه

د ایران په اټمي موافقه کې درېیو شاملو هېوادونو جرمني، بریتانیا او فرانسې پرون (چهارشنبه) د ایران له لوري تر ۶۰ سلنې د یورانیمو د غني کولو او د پرمختللو سانترفیوزونو د کارولو پر پرېکړې سخته اندېښنه ښکاره کړه.

دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په دې پیمانه د یورانیمو غني کول د اټمي وسلې د جوړولو لور ته مهم ګام دی او له سوله‌ییزو هدفونو سره، سر نه‌خوري.

د ایران حکومت د نطنز په اټمي تأسیساتو کې له چاودنې دوه ورځې وروسته اعلان وکړ چې یورانیم تر ۶۰ سلنې پورې غني کوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې دا کار د نطنز د چاودنې په ځواب کې کوي.

عربستان: نړیواله ټولنه دې د ایران د اټمي وسلې جوړولو مخنیوي لارې چارې ولټوي

د ایران نطنز اټمي بټۍ کې سانترفیوزونه

سعودي عربستان پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د ایران له لوري د اټمي وسلې د جوړولو د مخنیوي لپاره لارې چارې ولټوي.

سعودي پرون (چهارشنبه) تر ۶۰ سلنې پورې د یورانیمو د غني کولو په اړه د ایران پر اعلان د اندېښنې د څرګندولو په ترڅ کې وویل، دا اقدام د سوله‌ییزو هدفونو له پروګرام سره سمون نه‌لري.

سعودي عربستان د ایران له حکومته په کلکه غوښتي چې د کړکېچ له زیاتولو ډډه وکړي او د سیمې امنیت او ثبات له خطر سره مخامخ نه‌کړي.

ای‌پي‌اېل؛ رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې سن رایزرس حیدراباد ته ماتې ورکړه

ارشیف، د هند د کرکټ غوره لیګ یا 'ای‌پي‌اېل' سیالیو کې د سن رایزر حیدراباد لوبډله

د هند د کرکټ غوره لیګ یا 'ای‌پي‌اېل' د سیالیو په دوام کې تېره شپه د بنګلور رایل چلېنجرز لوبډلې د سن رایزرس حیدراباد ته په ۶ منډو ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ کې راشد خان د تېرې مسابقې په شان بیا ښه وځلېد. ده په څلورو اورونو کې نه‌یوازې د خپل ټیم تر نورو لوبغاړو لږ منډې ورکړې، دوه لوبغاړي یې هم وسوځول.

راشد خان په بېټنګ کې سره له دې چې د لوبې په وروستیو شېبو کې میدان ته راووت، په ۹ توپونو ۱۷ منډې وکړې.

دا د سن رایزرس حیدراباد لوبډلې دوهمه ماتې ده.

پاکستان، جنوبي افریقا ته د کرکټ په درېیمه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې ماتې ورکړه

ارشیف، د پاکستان کرکټ ټیم

پاکستان تېره شپه جنوبي افریقا ته د کرکټ په درېیمه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې ماتې ورکړه.

سره له دې چې د جنوبي افریقا لوبډلې د ۵ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې پاکستان ته ۲۰۴ منډې هدف ټاکلی و، خو پاکستاني لوبغاړو یوازې د یوه لوبغاړي د سوځېدو په بدل کې دا هدف پوره کړ او مسابقه‌یې په ۹ وېکټونو او ۱۲ توپونو وګټله.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG