د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

میانمار کې خونړۍ ورځ؛ انګ سان سوچي نن یوې محکمه کې راڅرګندېږي


له واکه د میانمار یا پخوانۍ برما پرځول شوې مشره انګ سان سوچي
له واکه د میانمار یا پخوانۍ برما پرځول شوې مشره انګ سان سوچي

ټاکل شوې له واکه د میانمار یا پخوانۍ برما پرځول شوې مشره انګ سان سوچي نن یوې محکمه کې راڅرګنده شي.

دا محکمه یوه ورځ وروسته تر دې جوړېږي چې له تېرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې پرون د کودتا ضد مظاهره‌چیانو لپاره تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

پرون د مارچ په ۱۴مه لږ تر لږه ۳۸ هغه اعتراض کوونکي د برما د امنیتي ځواکونو له‌خوا ووژل شول چې د کودتا پر ضد لارو سړکونو ته راوتلي وو او د انګ سان سوچي د خوشې کېدو غوښتنه‌یې کوله.

امنیتي ځواکونو دغلته پر ډیموکراسي پلوه مظاهره کوونکو ډزې کړي چې د سیاسي بندیانو د مرستندویه ټولنې (AAPP) په وینا ۲۲ تنه‌یې په هلینګتریار ښار کې ووژل شول.

د نورو راپورونو له مخې، په بل ښار یانګون کې ۶۳ تنه وژل شوي دي.

میانمار یا پخوانۍ برما کې د پوځ ضد مظاهرې
میانمار یا پخوانۍ برما کې د پوځ ضد مظاهرې

په میانما یا پخوانۍ برما کې خلک د تېرې فبرورۍ میاشتې د لومړۍ نېټې له کودتا وروسته هره ورځ سړکونو ته راوځي، سره له دې چې د حاکم پوځي نظام له‌خوا پرې فضا تنګه او هڅه کوي چې د دوی مخالفت شنډ کړي.

دغلته نن د مارچ په ۱۵مه د لا لویو مظاهرو او اعتراضونو تابیا نیول شوې ده.

د پروني تاوتریخوالي پر مهال په یانګون ښار کې د چین یو شمېر فابریکو ته هم اور واچول شو، دا کار د بیجېنګ پر ضد ښکاره عمل بلل کېږي او مظاهره کوونکي داسې انګېري چې چین برما کې د پوځی کودتا پلوی دی.

په برما کې د چین سفارت په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې او د دې کار د غندنې ترڅنګ‌یې له پولیسو غوښتنه کړې چې د چینایانو د سوداګرۍ خوندیتوب تضمین کړي.

د برما دولتي رسنیو راپور ورکړی چې تر پروني تاوتریخوالي وروسته د هلینګتریار ښارګوټی او څنګ لوری شویپیته ښارګوټي کنټرول پوځ په خپل لاس کې اخیستی.

د یانګون په محکمه کې د انګ سان سوچي استماعیه نن پیلېږي، دا خبره د هغې وکیل فرانس پرس خبري اژانس ته کړې ده.

میانمار کې د انګ سان سوچي په پلوۍ لاریونونه
میانمار کې د انګ سان سوچي په پلوۍ لاریونونه

د نوبل د جایزې ګټونکې انګ سان سوچي باندې تور دی چې د کرونا ویروس د مخنیوي تګلاره‌یې نقض کړې، د ارتباطاتو له قانونه‌یې سرغړونه کړې او عام خلک‌یې له نارامیو سره مخ کړي دي.

پوځي چارواکو دغه‌راز سوچي تورنه کړې چې په غیر قانوني ډول‌یې شپږ لکه ډالره نقدې پیسې او یوه زیاته اندازه سره زر اخیستي دي.

د سوچي مدافع وکیل بیا دا تورونه رد کړي او بې‌بنسټه یې بللي دي.

XS
SM
MD
LG