د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

د میانمار پوځي واکمنو پر پخوانۍ مشرې انګ سان سوچي د فساد نوي تورونه ولګول


انګ سان سوچي
انګ سان سوچي

د میانمار پوځي واکمنو د کودتا ضد مظاهره‌چیانو د ځپلو په دوام د دې هېواد پر پخوانۍ مشرې د فساد نوي تورونه لګولي دي.

د میانمار یا برما پوځي واکمنو پر انګ سان سوچي د سرو زرو او د شپږ لکه امریکايي ډالرو معادل بډو د منلو تور لګولی دی.

د میانمار د پوځ ویاند برید جنرال ژاو مېن تون پرته له دې چې د دې تورونو لپاره دلایل وړاندې کړي، پرون پنجشنبه وویل پوځ دا راپورونه څو ځلې وڅېړل او زیاته‌یې کړه چې په دې اړه د فساد ضد کمېټې څېړنې روانې دي.

د فبرورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه د مېرمن سوچي د حکومت پر ضد له کودتا او د پوځیانو له‌خوا د هغې له نیول کېدو په راوروسته موده کې دا تر ټولو جدي تورونه دي چې پر هغې لګول کېږي.

میانمار یا پخوانۍ برما کې د اعتراضونو دوام
میانمار یا پخوانۍ برما کې د اعتراضونو دوام

د نوموړې د ګوند څو تنه مشران هم په دې ترڅ کې نیول شوي دي.

پر ۷۵ کلنې سوچي تر دې مخکې په غیر قانوني ډول د واکي ټاکي مخابرو د واردولو، د کرونا ویروس د محدودیتونو د تر پښو لاندې کولو، د طبیعي پېښو پر ضد د قانون له موادو د سرغړونې او د وېرې د خورولو په څېر تورونه هم لګېدلي وو.

په میانمار کې له پوځي کودتا په راوروسته ورځو کې د پوځي حکومت پر ضد تقریباً هره ورځ اعتراضونه شوي. مظاهره‌چیان د ملکي حکومت د اعادې او د مېرمن سوچي د ازادۍ غوښتنه کوي، خو پوځ دا اعتراضونه په بې‌رحمۍ سره ځپلي دي.

د دې هېواد امنیتي ځواکونو پرون یو ځل بیا د پوځي کودتا پر مخالفو معترضانو ډزې وکړې او لږترلږه اته کسان‌یې ووژل. له دې سره په تېرو څو ورځو کې په مظاهرو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۶۰ واوښت.

عیني شاهدانو ویلي دي چې ځیني مظاهره‌چیان پر سر په مرمۍ لګېدلي وو.

د بخښنې نړیوال سازمان (امنېسټي انټرنشنل) د میانمار پر پوځ تور لګولی چې پر ملکي وګړو د وسلو په کارولو سره بې‌وسلې خلک په نښه کوي او له مخکې پلان شویو وژنو ته‌یې مخه کړې ده.

میانمار کې د معترضانو ضد د پوځ اقدامات
میانمار کې د معترضانو ضد د پوځ اقدامات

د برما پوځي کودتا د ټولې نړۍ په کچه له پراخو او مخ پر زیاتېدو انتقادونو سره مخامخ شوې او لوېدیځو هېوادونو د دې هېواد پر پوځي مشرانو بندیزونه هم لګولي دي.

د انګ سان سوچي ګوند د تېر کال په انتخاباتو کې د خلکو د پراخ ملاتړ په مټ ګټونکی شو، خو پوځ ادعا کوي چې په دې انتخاباتو کې درغلۍ شوې دي.

نړیوالو خپلواکو څارونکو ویلي چې په دې انتخاباتو کې سرغړونې نه‌دي لیدل شوي.

XS
SM
MD
LG