په میانمار یا پخوانۍ برما کې د نوې پوځي واکمنۍ پر وړاندې د معترضانو پر وړاندې پرون چهارشنبه (د کب ۱۳مه) په تازه تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي دي.
د میانمار لپاره د ملګرو ملتونو استازې کریستینا شرینر بورګینیر دا له کله چې د دې هېواد پوځ کودتا کړې، یوه تر ټولو خونړۍ ورځ وبلله او زیاته یې کړه چې په تېره یوه میاشت کې لږ تر لږه پنځوس کسان وژل شوي او یو زیات شمېر نور ټپیان شوي دي.
د عیني شاهدانو له څرګندونو او ویډیوګانو ښکاري چې پولیس د دې هېواد په یو شمېر ښارونو کې د معترضانو د تیت او پرک کولو لپاره له اوښکې بهونکي ګاز، ربړي ګولیو څخه کار اخلي او هم پر هغوی ډزې کوي.
د فبرورۍ له لومړۍ نېټې چې میانمار کې پوځ کودتا کړې، دا هېواد تقریباً هره ورځ د مظاهرو شاهد دی.
پوځ د ملکي حکومت مشره انګ سان سوچي په کور کې نظربنده کړې او د هغې د ګوند یو شمېر نور مشران یې نیولي دي.
د برما پولیسو د کودتا پرضد یو شمېر اعتراض کوونکي نیولي
اعتراض کوونکي غواړي چې واک بېرته ملکي حکومت ته وسپارل شي، انګ سان سوچي او نورهغه سیاسي مشران چې د فبروري په لومړۍ نیول شوې دي، بېرته خوشې شي. د فبروري نهمه ۲۰۲۱
د هغو سیمو لپاره د دې پاڼې لینک چې زموږ ویب سایټ پکې بند دی
(عکس د: STR / AFP)
د هغو سیمو لپاره د دې پاڼې لینک چې زموږ ویب سایټ پکې بند دی
د هغو سیمو لپاره د دې پاڼې لینک چې زموږ ویب سایټ پکې بند دی
د هغو سیمو لپاره د دې پاڼې لینک چې زموږ ویب سایټ پکې بند دی
(عکس د STR / AFP)
د هغو سیمو لپاره د دې پاڼې لینک چې زموږ ویب سایټ پکې بند دی
عکس د: STR / AFP

عکس: Sai Aung Main / AFP

(عکس د Sai Aung Main / AFP)
د هغو سیمو لپاره د دې پاڼې لینک چې زموږ ویب سایټ پکې بند دی
د هغو سیمو لپاره د دې پاڼې لینک چې زموږ ویب سایټ پکې بند دی
د هغو سیمو لپاره د دې پاڼې لینک چې زموږ ویب سایټ پکې بند دی
د راپورونو له مخې د دغو اعتراضیه لاریونونو په ترڅ کې د شپږو خبریالانو په ګډون په سلګونو کسان نیول شوي دي.
بریتانیا د میانمار د وضعیت په اړه د خبرو لپاره سبا جمعه (د کب ۱۵مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه رابللې ده.
د امریکا متحدو ایالاتونو ویلي چې د میانمار د پوځیانو پر وړاندې پر نورو اقداماتو غور کوي او اروپایي ټولنې ویلي چې پر بې وسلې ملکیانو ډزې له نړیوال قانونه ښکاره سرغړونه ده.
-
نوریاس نوري
چک جمهوریت، پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغان څانګې خبریال