د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

د معترضانو ضد تاوتریخوالي دوام؛ د جنوب ختیځې اسیا هېوادونه د برما په اړه غونډه کوي


په میانمار یا پخوانۍ برما کې د پوځ ضد اعتراضونه
په میانمار یا پخوانۍ برما کې د پوځ ضد اعتراضونه

په میانمار یا پخوانۍ برما کې امنیتي ځواکونو نن د هغو په سلګونه معترضانو په وړاندې چې د تېرې میاشتې د کودتا پر ضد واټونو ته را وتلي و، بیا له زوره کار واخیست.

د راپورونو له مخې پولیسو په پلازمېنه یانګون کې په سلګونه معترضان چې د موانعو تر شا یې کلکې خولۍ په سر کړې او ډالونه‌یې په لاسونو کې و، د تیت او پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست. دغه اعتراضیه لاریونونه د دې ښار په مختلفو برخو کې ترسره شول.

په کالي ښار کې د عیني شاهدانو په وینا پولیسو وروسته له هغې د معترضانو د خورولو لپاره له وژونکو وسلو کار واخیست چې د معترضانو له‌منځه د پولیسو پر لور ځیني شیان ګوزار شول.

په میانمار کې د فبرورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې چې د دې هېواد پوځ قدرت په لاس کې واخیست او د ملکي حکومت مشره انګ سان سوچي یې په کور کې نظربنده او د ملي ډیموکراتیک لیګ یو شمېر نور مشران‌یې ونیول، اعتراضونه پیل شوي دي.

معترضان د دغو مشرانو د خوشې کېدو او بېرته د ملکي حکومت د احیا کېدو غوښتنه کوي.

برما کې د پولیسو له لوري پر معترضانو د اوښکې بهوونکي ګاز کارول
برما کې د پولیسو له لوري پر معترضانو د اوښکې بهوونکي ګاز کارول

تر ټولو خونړي اعتراضونه دوه ورځې وړاندې د فبرورۍ په ۲۸مه ترسره شول چې په‌کې لږترلږه ۲۱ معترضان ووژل شول. پوځ د یوه پولیس د وژل کېدو خبره هم کړې ده.

د دغو اعتراضونو په ترڅ کې د شپږو خبریالانو په ګډون په سلګونه کسان نیول شوي دي.

د نننیو اعتراضونو په ترڅ کې تر اوسه د مرګ‌ژوبلې راپورونه نه‌دي ورکړل شوي.

د پوځ له‌خوا کودتا چې نړیوالو غندلې، دغه‌راز په میانمار کې چې نږدې نیمه پېړۍ یې واګې د پوځ په لاس کې وې، په دې هېواد کې د ډیموکراسۍ پر لور وروستۍ کمزوې هڅې پیکه کړي.

د سنګاپور د بهرنیو چارو وزیر ویویان بالکریشنان «Vivian Balakrishnan» وویل، د جنوب ختیځې اسیا د ټولنې، اسیان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به چې نن د وېډیو کنفرانس له لارې د میانمار پر سیاسي وضعیت خبرې کوي، په ډاګه د میانمار پوځي واکمنانو ته ووایي چې د معترضانو په وړاندې تاوتریخوالي مأیوسه کړي دي.

د سنګاپور د بهرنیو چارو وزیر ویویان بالکریشنان
د سنګاپور د بهرنیو چارو وزیر ویویان بالکریشنان

نوموړي وویل، دغه ټولنه به چې میانمار، سنګاپور، اندونیزیا، تایلنډ، لاووس، کمبودیا، مالیزیا، برونای او ویتنام‌یې غړي دي، د دې پلوي وکړي چې د انګ سان سوچي او د جنرالانو ترمنځ دې خبرې وشي.

۷۵ کلنه انګ سان سوچي له کودتا راهیسې په عام محضر کې نه‌ده لیدل شوې، خو پرون په مجازي بڼه په محاکمه کې راڅرګنده شوه.

پر نوموړې رسماً دوه نور تورونه هم ولګول شول چې په دې سره پر هغې د لګول شویو تورونو شمېر څلور شو.

XS
SM
MD
LG