له کمال خان بند وروسته د شاه و عروس او شورابک بندونو د کار د بشپړېدو زیرۍ. د افغانستان د اوبو د چارو تنظیم ملي اداره وايي، د دغو بندونو د جوړېدو چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوي دي.
د دې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک ازادي راډيو ته وویل، افغانان اوس د خپلو اوبو د مهارولو توان لري: "د کمال خان بند چې د افغانستان یو له سترو لاسته راوړنو څخه دی، ګټې اخېستنې ته وسپارل شو، له دې وروسته د شورابک او شاه او عروس بندونه دي چې د جوړېدو چارې یې ۹۹ سلنه پای ته رسیدلي او ډېر ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي. "
افغانان اوس د خپلو اوبو د مهارولو توان لري
د ښاغلي خپلواک په وینا، شورابک بند د جرمنیانو له خوا د شااوخوا ۴۵ میلیونه یورو او د شاه وعروس بند د افغان دولت له خوا د ۵۳ میلیونو ډالرو په ارزښت جوړ شوي دي .
نوموړی وايي، تمه ده چې روان کال د ۴۴ نویو بندونو د جوړېدو چارې هم پیل شي.
د ښاغلي خپلواک په خبره، د دې بندونو تړونونه به هم په نږدې راتلونکي کې لاسلیک شي.
د افغانستان د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې د معلوماتو له مخې اوس مهال:
- هلمند کې کجکي.
- فراه کې بخش اباد.
- فاریاب کې دهنه دره.
- هرات کې پاشدان.
- غزني کې سلطان.
- ارزګان کې شفلوغ.
- کندز کې دوهم خان اباد.
- کابل کې شاه و عروس.
- بدخشان کې شورابک.
- زابل کې توری.
- او پکتیکا کې پلتو هغه بندونه دي چې تر کار لاندې دي.
له یادې ادارې په خپاره شوېو راپورونو کې د دې ټولو بندونو تر څنګ کابل کې د شاه توت للندر بند د جوړېدو قرارداد لاسلیک شوی دی او چارې یې هم په پيلېدو دي.
په ورته وخت کې د کرنیزو چارو پوه میروس خوګیاڼی په افغانستان کې د اوبو د بندونو جوړول په ځانګړي ډول د دغه هېواد د کرنې لپاره ډېر اړین بولي.
دی وايي: "افغانستان یو کرنیز هېواد دی، د دې هېواد اقتصاد د کرنې په پراختیا پورې تړلی دی چې دا د اوبو سرچینو ته اړتیا لري. نو د بندونو جوړول په ځانګړي ډول هلته چې د باران اوبه او سیلاب اوبه تنظیم شي، نو د بندونو رغول دا ډېر اساسي کار دی او ډېره پانګونه باید پرې وشي."
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ افغان جمهور رئیس د کمال خان بند پرانېسته وکړه.
د افغانستان د اوبو چار د تنظیم ملي ادارې د معلوماتو له مخې کمال خان بند ۱۷۴ زره هکتاره ځمکه خړوبوي او همدا شان د نهه مېګا واټه برېښنا تولید توان هم لري.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې د کمال خان بند رغنیزې چارې په لومړي ځل په ۱۳۴۵ لمریز کال کې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد داوود خان د واکمنۍ پرمهال پیل شوې وې، خو بیا وروسته یې کارونه بېرته ودرول شول.
د افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني د واکمنۍ په اوله دوره کې د دغه بند چارې په ۲۰۱۷میلادي کال کې یوځل بیا پیل شوې.
د افغان چارواکو په وینا د کمال خان بند پر جوړولو تر ۲۰۰ میلیونو ډالرو زيات لګښت راغلی.